
شعـــــرونه
نن ټکي اسيا ته د يوه مينه وال منظومې پيرزوينې!
شبیر احمد حماس
خبر یې مؤثق دی په قسمت کې یې بریا ده، دا نن ټکی اسیا ده
پر نېټ باندې خپريږي نازولې په رښتيا ده، دا نن ټکی اسيا ده
خدمت د مسلمان کړي، ښايسته حسین بيان کړي
خپره يې په نړۍ کې ښايسته ښکلې ځلاده، دا نن ټکی اسيا ده
ښکاره حال د غليم کړي، ساتنه د حريم کړي
په ضد راپارېدلې د هر يو دښمن ګمراه ده، دا نن ټکی اسیا ده
چی هرځای پېښه کیږي، په دې سايټ خپريږي
سپوږمۍ د خوشالۍ ده بې مثاله يې رڼا ده، دا نن ټکی اسيا ده
دښمن ډېر وارخطا شي، دنيا کې چې رسوا شي
حیرانه یې خبرته هم ناټو هم امریکا ده، دا نن ټکی اسیا ده
خدمت کړي داسلام، کوو يې احترام
زما شبير احمد حماس همدا ښکلې وينا ده، دا نن ټکی اسيا ده