نادري ناولده

یوه غوا او دوه مدعیان، محکمې د غوا د ویني ټيسټ کولو امر وکړ

د هند په جنوب کې یو سیمییزې محکمې پریکړه کړې چې د هغې غوا چې دوه ښځو پرې دعوه کړې ډه (ډي این ای ټیسټ) وکړي.
بي بي سي د راپور په اساس ګيتا نومې ښځې په محکمه کې دعوه دائره کړې چې ددې ګاونډۍ (سشي لیکا) ددې غوا غلا کړې. محکمې پریکړه کړې چې ددغې غوا باید (ډي این ای) ټيسټ وشي او ددې غوا د مور د وینې د نمونې سره دې وکتل شي. پولیس وايي چې د دواړو غواګانو د وینې نمونې يې اخیستې او اوس دوی د پایلو انتظار کوي.

پولیس وايي چې دا معامله شاوخوا ۹ میاشتې مخکې هغه مهال رامنځته شوه چې ګیتا نومې ښځې په خپلې ګاونډۍ د غوا تور ولګاوه، ګيتا ویل چې ددوی سره ټولې ۱۵ غواګانې دي او په دوی کې د یوې غوا بچی پيدا شو، دی وايي چې ددغې غوا بچی زما ګاونډۍ غلا کړی.

محکمه وايي چې د دواړو غواګانو (مور او لور) د وینې د ټيسټ کولو حکم يې کړی څو وکتل شي چې دا غواګانې مور او لور دي کنه.

مدعي (ګیتا) وايي چې زه سل په سلو کې په دې یقيني یم چې فیصله به زما په حق کې کیږي، دی وايي که محکمې زما په حق کې پریکړه ونه کړه، نو د استیناف محکمې ته رجوع کوم.

مدعي (ګيتا) وايي چې مدعي علیه (سیشی لیکا) کوښښ کاوه چې د غواګانو دوینې ټيسټ ونشي، هغه اوس ددې غوښتنه کوي چې ددې دعوې څارنوال باید تبدیل شي.

مدعي (ګیتا) او مدعي علیه (سشي لیکا) په کیراله کې اوسیږي، دا سیمه د هند په جنوب کې پرته ده او ددې سیمې زیات شمېر خلکو له ځمکو او څارویو سره سر و کار دی، دا خلک زیات شمېر دهقانان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x