نظــر

د امریکايي ګټو قربانیان

محمد حارث

هغوی چي د اشغال په ملاتړ یې اسلام دښمنۍ ته ملاتړلې او د نیواک دوام ته يې لاره هواره کړې لا هم په خپلو وینو او خپلو سرونو امریکايي ګټې خوندي کوي او امریکايان ترې یوازي د یوې آلې په توګه کار اخلي، سیګار په یوه تازه راپور کي ویلي، چي په ۲۰۱۶ کال کي د اجیرو عسکرو مرګ ژوبله ۳۵ سلنه زیاته شوې ده، په راپور کي ویل شوي، د ۲۰۱۶ کال له جنوري میاشتې بیا د نومبر تر ۱۲ نېټې پوري ۶۷۸۵ عسکر وژل شوي او ۱۱۷۷۷ نور ټپیان شوي، چي د ۲۰۱۵ کال په نسبت یې ۳۵ سلنه تلفات زیات شوي دي، سیګار د افغانستان په اړه د امریکا نوې ادارې ته خپل راپور کي ویلي، چي د کابل اداره په شاوخوا نیمايي هیواد ولکه لري او د عسکرو شمېر هم مخ په کمېدو دی.

د اجیرو عسکرو د تلفاتو شمېرې تر دې لوړي دي او د واک ساحه يې هم کمه ده، خو که دغه ومنل شي، ایا دا دومره عسکرو د چا لپاره خپل ژوند قرباني کړ؟ دا چي امریکایان د افغانانو د ګټو لپاره راغلي او که د خپلو ګټو لپاره د دې لپاره د جارج واشنګټن هغه مشهوره مقوله کفایت کوي، چي و یلي دي، هيڅکله له چاسره په خپلواکو بنسټونو دوستي مه کوئ، بلکې په هره دوستي او معامله کي د امریکا ګټې مخکې کوئ او د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې د مراسمو په مهال وویل، چي تر بل هر وخت به امریکا ته لومړيتوب ورکوي، کله چي هغوی په هره معامله کي د امریکا ګټو ته لومړيتوب ورکوي، نو بیا خو په افغانستان کي هم خپلو ګټو ته اولویت ورکوي او اجیر عسکر هم د همدې امریکايي لومړيتوبونو لپاره قربانۍ ورکوي.

د امریکایانو حضور د افغانانو د سوکالي لپاره نه دی، لکه څنګه چي په څه باندې ۱۵ کلونو کي دا هر څه وليدل شول، بلکې هغوی دلته سیمه یيزي ګټي لري، لکه د پاکستان او ایران د ايټومي او ډلوژونکو وسلو څارل، د روس او چین د اقتصادي او پوځي پرمختګ د مخنیوي هڅي کول او داسي نور او د دې لپاره امریکایان په سیمه کي خپل حضور اړین بولي او د همدې حضور د دوام لپاره له افغاني اجرتي قاتلانوڅخه کار اخلي او د هغوی د قربانیو پر مټ خپل موجودیت ته ادامه ورکوي.

امریکا له ۱۷۹۸ څخه بیا تراوسه شاوخوا ۲۵۰ ځله په بهرنیو هیوادونو کي خپل پوځ کارولی، په دې کي یې ځیني سترې جګړې هم راځي، خو په خپلو مستعمره هیوادونو کي يې له خپلوګوډاګیانو سره تر مطلبه چلولې، یوازې يې خپلې ګټې لټولې او له خپلوګوډاګیو سره یې هیڅ وفا نه ده کړې، که لري ولاړ نه شو، د امریکایي اشغال د پيل په اړه ویل شوي، جنګسالار دوستم د فهیم او نورو کرايي جګړه مارانو په پرتله د طالبانو په وړاندې سخته جګړه کوله، د جګړې د پيل په اړه د امریکا استخباراتي اسناد ښيي، چي فهیم او نور جګړه ماران به د امریکايي بمبار او ډالرو پرته پر مخ نه ور تلل، خو دوستم د هوايي ملاتړ ډیره پروا نه لرله او په لږو ډالرو يې جګړه کوله، خو د اشغال همدې وفادار غلام ته تیر کال امریکا ته د تګ اجازه ورنه
کړل شوه، نیويارک ټائم ورځپاڼې هغه مهال وویل، چي امریکاته د دوستم پر ور تګ بندیز لګول شوی دی.

افغاني ترجمانان نیواکګرو ته تر ټولو نژدې لاسپوڅي پاته شول، خو کله چي ډیری بهرني عسکر ووتل، همدا ترجمانان یې له ورسره کړو وعدو سره- سره پرېښودل او له ځان سره یې نه یووړل، خو کوم ترجمانان چي په غیرقانوني لارو بهر ته ولاړل او هلته يې د خپلو غلامي اسناد ورته وړاندې کړل، خو هلته ونه منل شول او بیرته يې د را شړلو پرېکړه وکړه، په تیر مارچ میاشت کي یوه افغان ژباړن په بريتانیا کي له دې امله ځانوژنه وکړه، چي هلته پناه ورنه کړل شوه.

اجیر عسکر دي په دې پوه وي، چي د اشغال په شتون کي ستاسو قربانۍ د خپلې خاورې د ساتنې او خپلواکۍ لپاره نه بلل کیږي، ځکه نیواک او خپلواکي دوه متضاد مفهومونه دي، چي هیڅکله نشي سره یوځای کېدلی، که د اشغال په شتون کي خپلواکي اعتبار درلودای، نو بیا به زموږ نیکونو او پلرونو د انګرېزانو او روسیانو پر ضد جهاد نه و کړی، که د اشغال تر چتر لاندې هیواد ساتنه بلل کېدلی، نو بیا به همدې امریکایانو د خپلې خپلواکۍ لپاره جګړه نه کولای او که اشغال له ارضي تمامیت سره ټکر نه وای، د نړۍ ځواکمنو هیوادونو به په خپلو هیوادونو کي د بهرنیو عسکرو شتون ته اجازه ورکولای.

په پای کي عسکرو ته! نور ځان د تاریخ پيغور مه جوړوئ، نور د پردیو د موخو لپاره له اسلام دښمنۍ او هیواد دښمنۍ څخه ځان وژغورئ،امریکایانو ته ستاسو ژوند او مرګ اهمیت نه لري، یوازي تیر کال امریکایانو په کندز، هلمند، فراه، کندهار او پکتیکا کي ۷ ځله په عسکرو بمبار وکړ او لسګونه عسکر يې ووژل، هغوی ته يوازي خپلې ګټې مهمې دي او د دې ګټو لپاره له تاسو څخه د جنګي آلې په توګه کار اخلي او له غلامانو څخه ورته پورته اهمیت نه لرئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x