شعـــــرونه

د آزادۍ ترانه/ محمد نعيم افغانزوی

محمد نعيم افغانزوی

په ډېره مینه به زه غېږه درکوم آزادۍ
په ورین تندې به دې په وار وار ښکولوم آزادۍ

په تصور کې دې تصویر جوړ کړمه کله کله
کاش چې دې سم په ژوندانه کې ووینم آزادۍ

نور مې نو مه اخله د تږي زړګې ته امتحان
ته یو وار راشه په دې زړه کې دې ساتم آزادۍ

ما دې په مینه کې بې سارې قرباني ورکړله
لکه منصور غوندې په دار هم وختم آزادۍ

تل لټوم تا په دردونو او په سره اورو کې
د تن په وینو به دې زه سېرابوم آزادۍ

ته د محمود او د احمد د تورې ویاړ وې راشه
توره مې سره شوه ستا په دید به یې وچوم آزادۍ

لېږ د راتګ آثار ښکاره کړه پرې ډاډه به یمه
راته کافي به وي نور زه پسې درځم آزادۍ

زما افغانزوی ستره ارمانه په ژوندون دې غواړم
چې یو ځل راشې په خپل سر به دې پالم آزادۍ

محمد نعیم افغانزوی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x