fbpx

د ښاغلي عبدالکریم خرم د پام وړ

محمدآصف خواتی

دانسان پوهه نیمګړې ده، په ډیرومعمولي مسئلو اوواقعیتونو هم نه پوهیږي اوحتی ډیرې مسئلې ورته ددرک وړنه دي . دلته موخه دطبیعت اوکایناتوپه هکله نه بلکه دسیاسي – ټولنیزوپدیدو په اړه ده.له همدې امله دي چې هدفمن اوژمن انسانان هڅه کوي دخپلې پوهې کچه لوړه کړي، زده کړه وکړي اوبیا هم زده کړه وکړي. ددې قلم خاوند حتي دخپل هیواد دوروستیوڅلورولسیزو دپیښوپه اړه سره لدې چې پدې اړه یې تریوې کچې څیړنې کړي دي اوشاهدیې هم پاتې شوی دۍ خوبیا هم ډیرشیان ورته ناڅرګنداومعلومات یې نیمګړی دۍ. په تیره هغه څه چې دواک دماڼیوپه دهلیزونواو دربارونوکې تیریدل اوپیښیدل. په زیاتو نورومسئلودنه پوهیدو سربیره دامسئله را ته ددرک وړنه ده اودې پوښتنې ته مې اړین ځواب نه دی موندلی چې ولې هغه ډله پښتانه چې په دربارونو کې هرکاره پاتې شوي دي غوره داګڼلې اوګڼي چې په دري ژبه وغږیږي اوولیکي. ښاغلی خرم چې دښاغلي حامدکرزي دکابینې غړی اودنوموړي ددفتررئیس هم پاتې شوی دۍ ښایي د افغانستان ددرباردرازونو اواسراروڅخه زما په پرتله زیات معلومات ترلاسه کړی وي ، اخیستنې یې بډایې وي اوهیله من یم پدې هکله معلومات وړاندې کړي ترڅو زه دا پوښتنه چې ځینوته معمی بریښي له خپل ځان سره ګورته یونه سم .

ښاغلي خرم « روزهای دشواري درپیش است » نومې په زړه پورې لیکنه کې مهموټکوته ګوته نیولې ده.هرافغان کوم چې دهیواد ننی کړکیچن واکمن وضعیت یې ځوروي اودراتلونکې په اړه اندیښنه لري اړباسي پرهغې مسئولانه غوراوسوچ وکړي اواړینه پایله ترې راوباسي. ښاغلی خرم پخپله لیکنه کې په افغانستان کې دامریکا پیاوړي سیاسي اوپه تیره پوځي شتون ته دشک اوتردید په سترګه ګوري اوهم یې دهغه دشتون په ضرورت ټینګار کوي. یعني داچې هغه دافغانستان دثبات لپاره اړین ګڼي هغه ډول ثبات چې دبې ثباتۍ په شان داندیښنې وړاو ګواښمن دۍ. کله چې یو سیاستوال یا یوحکومت دخپل دوست هیواداومؤتلف په دوستۍ اوملګرتیا شک ولري څه ډول دهغه سره ددوستي اوهمکارۍ په شتون ټینګار کوي اودپوځيانواواډوشتون یې پخپل هیوادکې اړین ګڼي ؟

محترم خرم په قطرکې دطالبانوددفترپرانیستل دامریکایانوله لوري داسې نخښه ګڼي چې هغه به د اسلامي جمعیت، وحدت ګونداو ملي جنبش په شان دطالبانودتحریک دفتروي چې پدې اساس په څلورو برخو د افغانستان ویش ته لاره پرانیزي ،ښاغلي کرزي ورسره مخالفت وښوداودفتروتړل شو. که چیرې داویش دهیواددڅلوروستروقومونو (پښتون، تاجک، ازبک ، هزاره ) ویش اوبیلتون وي اوکرزی دطالب پرته هغه مني دابیا څه معنی لري ؟

داسې انګیرل کیږي چې نوریادشوي دری ګوندونه دتاجکو، ازبکو اوهزاره ګانواړونده ګوندونه اوددې قومونودګټوساتونکي دي، حق لري چې هغوی فعالیت وکړي اوحامد کرزی دپښتنواستازی دۍ اودپښتون دګټوساتونکی دۍ .یا داچې ښاغلي کرزي نه غوښتل طالبان په قطرکې دفترولري ترڅو دنوموړي دفترله لارې دسولې خبرې پیل اوادامه پیداکړي اوبالاخره جګړې ته دپای ټکی کیښودل شي. داسلامي جمعیت ، وحدت ګوند اوجنبش ګوندپه هکله چې یقینآ قومي ډلې دي نه سیاسي ګوندونه ، کرزي هغه منلي وواوزغمل یې، اوښاغلی خرم هم دکرزي دریځ تائیدوي. پدې هکله باید وویل شي چې دافغانستان داساسي قانون له مخې سیاسي ګوندونه باید قومي نه وي او وسلوالې ډلې هم ونلري چې له بده مرغه دا ګودنونه هم قومي دي اوهم وسلوالې ډلې لري چې ښاغلي خرم په کابل کې دملی جنبش دوسلوالوشتون ته ګوته نیولې ده. که چیرې امریکایانو دافغانستان ویش پلان درلودنوولې ښاغلو کرزي او خرم دامریکایانوداپلان افشاه نکړ؟ دداسې یوه پلان چې دیوه هیواد ځمکنۍ بشپړتیا ته ګواښ دۍ ، قومي شخړواوجګړوته لاره هواروي اودملت څخه پټ ساتلوته ښاغلی خرم په کومه سترګه ګوري؟

ښاغلی خرم دښاغلي اشرف غني دواکمنۍ په مهال داساسي قانون څخه سرغړونو او حتي تعطیل ته ګوته نیولې چې دایوواقعیت دۍ. خودښاغلي کرزي دواکمنۍ په مهال هم ددې قانون څخه سرغړونې کیدې. ښاغلي خرم ته په کارو چې لږترلږه یې په خپله لیکنه کې ورته ګوته نیولې وای. څرګند ساری یې یادشوي قومي وسلوال ګوندونه دي چې څوکاله مخکې دعدلیې په وزارت کې راجسترشوي اوقانوني فعالیت کوي. دحامدکرزي دواکمنۍ په مهال په شمال کې دجمعیت اوجنبش ترمنځ وسلوالې ټکرونه او جګړې یې څرګندې بیلګې دي چې داټکرونه اوجګړې څوځله ددې دواړوقومي وسلوالو ګوندونوترمنځ ترسره شوې اوځاني تلفات یې هم لرل.

ښاغلی خرم دافغانستان ننیوبیشماره ستونزوته دحل دوه لارې( دودیزه لویه جرګه اودافغانستان په هکله نړیوال کنفرانس) پیشنهادوي.یوازې دشاه امان الله دواکمنۍ په مهال لویوجرګوته دخلکورښتینو استازو لاره موندلې ده اودهغه وروسته دمحمدظاهرشاه ، سردارمحمدداود، ببرک کارمل ، نجیب الله اوحامدکرزي دواکمنیوپه مهال دحکومتونودخوښې استازوجرګوته لاره موندله اوویلی شو چې دارابلل شوې جرګې حکومتي جرګې وې او پریکړې یې هم حکومتي پریکړې وې. دښاغلي کرزي دواکمنۍ په مهال د امریکې سره دامنیتي تړون په اړه رابلل شوې جرګه یوه ددغوحکومتي جرګوڅخه وه. دې جرګې په یوه آواز تړون تصویب اوومانه خودجرګې رابلونکي چې ځان امریکایي ضد معرفي کړي دتړون د تصویب وروسته ګواکې دیوه ملتپال خپلواک مشرپه توګه ورسره مخالفت وښود .په لاندې ویډیو کې دښاغلي کرزي اودحضرت مجددي کومیکه ننداره دزرګري جګړې یوه بیلګه ده چې دحکومتي لویې جرګې دنندارې وروستۍ صحنه ښيي.

ټولو ته معلومه ده چې کرزی دکوم هیواد الوتکو د ۲۰۰۱ کال په اکتوبرکې لومړی په هلمنداوبیا په ارزګان کې دیسانت کړ؟ داهم ډیروته څرګنده ده چې دبن په کنفرانس کې دموقتې ادارې درئیس د ټاکلوپه مهال ښاغلي عبدالستار سیرت زیاتې رایې ترلاسه کړې خوبیا هم دهغه هیواداستازي چې ښاغلی خرم دنوموړي هیواد دوستۍ ته دشک په سترګه ګوري د سیرت په ځای کرزی یومناسب! مشروګاڼه اوپرکنفرانس یې تحمیل کړ. په کرزی صاحب دامریکایانوداډول باوراولوریینې ډیر څه بیانوي او په سیاست کې زرګري جنګونه اوظاهري مخالفتونه کومې نوې خبرې هم نه دي. آیا څوک ضمانت ورکولی شي چې په اوسنیوترینګړوحالاتوکې که لویه جرګه ( حکومتي لویه جرګه) رابلل کیږي داسې یوه پریکړه به ونیسي چې هیوادته دسولې اوټیکاوراستنیدو ته لاره هواره کړي یا داچې داسې تصمیم ونیسي لکه دامریکې سره دامنیتي تړون منل؟ دنړیوال کنفرانس دپریکړو په اړه موږولیدل چې دبن په کنفرانس کې نړیوالو څه ډول زعامت اوحکومت راته جوړکړ چې ننۍ ستونزې اوپه هغوکې دقومي ګوندونو شتون ، دهیواد دوروڼوقومونواوژبوترمنځ مخامختیا ته لمن وهل اودقومي ټیکه دارانوراڅرګندیدل اوځواکمنیدل یې کرغیړن میراث دي اولوی ګواښ یې دافغانستان دځمکنۍ بشپړتیا اوملت جوړونې بهیر ته ډالۍ کړی دۍ.

ددې قلم له انده دنني کړکیچن وضعیت څخه دوتلویوازینۍ لاره داده چې واشنګتن دپوځي حل په ځای دافغانستان دسیاسي حل تګلاره غوره کړي او دافغان دولت دوسلوالومخالفینوسره ډیالوګ پیل کړي . دامریکایانو له لوري دوسلوالومخالفانو سره ډیالوګ اوخبرې اترې کولی شي هیوادته سوله او ټیکاو راستون کړي اودامهال بل هیڅ بدیل شتون نه لري.

پای

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

خواتی صاحب سلامونه می ومنه ! ښکلی او به ځای لیکنه دی لیکلی که ډیر توصیف دی لیکم چاپلوسی به شی همدا به کافی وی ولیکم چه الله ج دی اجرونه درکړی او زه به هم څه ورسره زیات کړم: ستاسی دا خبره می ډیره خوښه شوه چه زیاتو مطالعو، حیړنو او پلتڼو ته اړه ده، مګر د افغانستان تیری څلوری لسیزی زمونږ د سترګو لیدلی حالت او مونږ پکی ننوتلی وو هر څه مو له نزدی لیدلی او څارلی دی. مګر هغه چه د مافیاوی کړیو دننه څه تیریدل ، هغه د اټکل وړ دی، د ټولو مافیه کړیو… نور لوستل »