شهید حذیفه عزیز
شهید حذیفه عزیز

په ننګرهار ولایت کې دنن ټکي آسیا همکار حذیفه عزیز په شهادت ورسید

په ډیره خواشینۍ موخبر ترلاسه کړ چې  په ننګرهارولایت کې دنن ټکي آسیا ځوان همکار حذیفه عزیز په سیمه کې دامریکايي یرغلګرو له لوري  په بیرحمانه توګه په شهادت ورسید.

د شهید حذیفه ژوند لیک ته لنډه کتنه:

شهید حذیفه عزیز، د شیخ القرآن مولوي سلطان عزیز عزیز زوی، د ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ د ګلايي د کلي اوسیدونکی وه.

نوموړی په ۱۹۸۹ م کال د هجرت په دیار (پیښور) کې وزیږید، د اول څخه تر یوولسم ټولګي پورې یې د جلوزو کیمپ په تربیه اسلامي عالي لیسه کې زده کړې وکړې،

خو دولسم ټولګی یې په النور لیسه کې ولوست او بالآخره په ۲۰۰۸م کال د همدې لیسې څخه فارغ شو.

د فراغت څخه وروسته د څه وخت لپاره د پیښور په معهد امام ابو حنیفه کې شامل شو خو په ۲۰۱۰م کال د اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون د اصول الدین پوهنځي ته د کانکور په ازموینه کې کامیاب شو.

شهید حذیفه که څه هم په نوموړي پوهنتون کې محصل وه خو د جهاد او شهادت سره یې د مینې کچه تر دې حده زیاته وه چې کلنۍ او مهالنۍ رخصتۍ به یې د جهاد په سنګرونو کې تیرولې.

د یادونې وړ ده چې نوموړي شهید غوښتل د شرعیاتو او قانون پوهنځي تبدیل شي نو د شهادت څخه تقریبا یوه اونۍ وړاندې د پوهنځي د امتحان لپاره راغلی وه او د امتحان ورکولو څخه سمدستي وروسته په ډیره تلوسه بیرته د جهاد سنګر ته ورستون شو.

بالاخره د تیرې شنبې په ورځ (۶ / ۸ / ۲۰۱۱م) سهار مهال د ننګرهار په تورغره کې وحشي امریکایانوپه سیمه کې دمجاهدینو دلټون په پلمه   چاپه واچوله  خو په سیمه کې میشتو مجاهدینو له امریکایانو سره سخت مقاومت وکړ .

امریکايي یرغلګرو له  نوموړو مجاهدینو څخه وغوښتل چې بی له مقاومت نه خپلې وسلې په ځمکه کیږدي او هغوئ ته تسلیم شي  خو مجاهدینو دخپل جهادي غیرت له مخې یرغلګرو امریکایانو ته  تسلیمي  دخپل جهادي  موقف خلاف عمل وباله  او په ډیره میړانه یې په هغوئ مخامخ برید وکړ.

ددغو مقاومت کوونکو مجاهدینو په جمله کې یوهم  شهیدح‍ذیفه  رحمه الله وه چې  دژوند تر وروستۍ شیبې پوري یې دیرغلګرو امریکایانو اودهغوئ بیغیرته مزدورانوپه خلاف  مقاومت ته دوام ورکړ.

کله چې اشغالګرو د مخامخ جګړې توان په ځان کې ونه لید نو په وحشي بمبارۍ یې پیل وکړ، او بالآخره شهید حذیفه د دوه تنه نورو ملګرو سره د شهادت هغه مقام ته ورسیدل کوم چې شهید حذیفه یې له ډیره وخته راهیسې په آرمان وه .

شهید حذیفه به هروخت  دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم دغه مبارک حدیث په خوله جاري وه  (والذي نفس محمد بیده لوددت ان اغزو في سبیل الله فاقتل ثم اغزو فاقتل ثم اغزو فاقتل).

خوشبخته هغه څوک وي چې ژوند یې د اسلام لپاره افتخار وي، خو ترټولو خوشبخته هغه څوک وي چې مرګ او ژوند دواړه یې د اسلام لپاره ویاړ او افتخار وګرځي، شهید حذیفه خپل ځان د الله جل جلاله په لار کې قربان کړ خو په تاریخ کې یې په زرینو کرښو ولیکل چې د الله په سپیڅلې لار کې جنګیالی مجاهد هیڅکله دښمن ته سر نه شي ټیټولی، او ولې به یې د تسلیمۍ لاسونه اوچتول په داسې حال کې چې ددوی یوازینۍ هیله او ارمان مسلمان ولس ته ازادي وربښل او د غاړو څخه یې د غلامۍ حلقې ویستل وه، او په دې لار کې یې لا له وړاندې خپل سرونه په لاسو کې نیولي وه، او په واز کومې به یې دښمن ته ویل چې مونږ دې نه یو خو اسلام دې باقي وي، زمونږ وینه دې تویه شي خو د مسلمانانو د وینو سیلاب دې وچ شي، مونږ دې د جهاد په سنګرو کې ستړي ستومانه یو خو چې اسلامي امت د آرامۍ ساه واخلي، په مونږ دې آرام خوب حرام وي خو چې د مظلومو مسلمانانو سترګې د یوې شیبې لپاره په خواږه خوب سره ورشي، مونږ دې ناکراره یو خو مظلوم مسلمانان دې د یوې لحظې لپاره په خپل کور کې په راټول زړه دمه شي، او بالآخره مونږ دنیا ته د خپل ځان د ساتلو لپاره نه یو راغلي بلکې د الله جلاله د دین او کتاب د پیروانو د ساتلو لپاره راغلي یو، زمونږ څخه دې شخصي ازادي واخیستل شي زندانونه دې راباندې ډک شي سرونه مو دې له تنې بیل شي وینې مو دې تویې شي خو د اسلام خاوره دې آزاده وي د مسلمان سر دې خوندي وي او مسلمان د وینې توییدلو مخه دې ونیول شي.

شهید حذیفه عزیز د خپل رب سره همدا وعدې کړې وې او بالآخره یې پوره کړې، ځان یې د الله جل جلاله د هغې وینا مثال جوړ کړ چې فرمايي: من المؤمنین رجال  صدقوا ما عاهدوا الله علیه فمنهم من قضی نحبه ومنهم من ینتظر وما بدلوا تبدیلا.

شهید حذیفه د وسلوال جهاد ترڅنګ په قلمي مبارزه کې هم له چا څخه کم نه وه، او ګڼ شمیر لیکنې یې په خپل او مستعارو نومونو د مطبوعاتو پرمخ خپرې شوي دي چې د وحشي اشغالګرو مظالم بیان کړي او د هغوی پر ضد یې د وینو او خولو توییولو ته خلک هڅولي. د شهید حذیفه سره که چا لږ وخت هم تیر کړی وي د جهاد سره د مینې ګواهي به یې خامخا ورکوي، تابه ویل چې جهادي جذبه یې په خټه کې اغږل شوی صفت دی.

د شهید حذیفه د ژوند اوشهادت څخه دې هغه ځوانان درس واخلي چې د قلم او تورې میدانونه سره بیلوي، د شهید حذیفه ژوند د هغو ځوانانو لپاره د لارې مشال دی چې غواړي د زده کړو ترڅنګ همزمان د قلم او تورې، ژبې او ټوپک، لسان او سنان دواړو باندې د جهاد سنګرونه تاوده وساتي.

دښمن دې په دې وپوهیږي چې مونږ د حذیفه شهادت نه یو بې زړه کړي، د شهید حذیفه عزیز شهادت زمونږ ایمانونه لاپسې مضبوط، جذبې مو لاپسې ټینګې، مورالونه مو لاپسې اوچت، او حوصلې مو لاپسې قوي شوې، مونږ په دې ایمان لرو چې د دنیا په باغ کې اسلام یوه داسې ونه ده چې د اوبو پر ځای وینو ته ضرورت لري، او مونږ به یې همیشه په خپلو وینو خړوبه ساتو.

هره مور دې د شهید حذیفه په شان اتل بچي وزیږوي، هر پلار دې د شهید حذیفه په څیر په دین مین بچي آرزو وکړي، په هر ځوان کې دې د شهید حذیفه په شان د سرښندنې احساس راوپاریږي، او په هر زده کوونکي او محصل کې دې د شهید حذیفه غوندې د ایمان او فداکارۍ جذبه څپڅپانده شي.

‍د یوې داسې ورځې په هیله چې د شهید حذیفه عزیز یوازینی ارمان چې د اسلام سرلوړي او د هیواد ازادي وه، پوره شي، وحشي اشغالګر په ذلیل او رسوا حالت تښتیدلي وي، او د مسلمان په خاوره د اسلام بیرغ رپانده وي.

نن ټکی آسیا دځوانیمرګ شهید حذیفه شهادت دځان  ، دهغوئ دویرجنې کورنۍ اودافغانستان دځوان کهول لپاره لویه تشه بولي .

الله تعالی دي دشهید حذیفه کورنۍ اودهغه دلارې لارویانوته جمیل صبر توفیق ورکړي اوڅښتن تعالی دي دنوموړي روح په خپل فردوس جنت کې خوشاله کړي .

آمین .

دنن ټکي اسیا اداره

 

—-د شهید حزیفه عزیز په اړه نوري لیکني—-

۱- څو شیبې له شهید حذیفه سره

۲- شهيد حذيفه…له نوې ملګرتيا تر وروستۍ خدای پامانۍ

۳- د وتلي شيخ القرآن پخواني جهادي شخصيت د زوى د شهادت په وياړ

۴- دزده کړيال حذيفه پر شهادت يو تاثر او د هغه ځواب



د لیکوال او لاندي تبصره کوونکو له نظر سره د نن ټکی اسیا د ادارې توافق شرط نه دی.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.