نادري ناولده

یو ایراني د ۶۰ کلونو راهیسې نه دي لامبلي

۸۰ کلن اموهاجي نومې ایران وايي چې پاکوالی يې نارغوي نو له دې امله يې له تېرو ۶۰ کلونو راهیسې نه لامبلي. د تهران ټایمز د راپور په اساس هاجي له اوبو سره دومره حساسیت لري چې آن ګوتې وروړل هم خوند نه ورکوي، که څوک ورته د لامبلو وايي نو دې له ډيرې غوسې اور اخلي. 

هاجي قواره ددې شاهدي ورکوي چې له تېرو ۶۰ کلونو راهیسې يې د اوبو مخ نه دی لیدلی، د هاجي پوستکي د خاورې رنګ اخیستې او که له لرې یې څوک وګوري نو سترګې یې دوکه خوري او فکر به کوي چې دی انسان نه، بلکې د خاورو یوه ډیرۍ راته ولاړه ده.

تهران ټایمز ورځپاڼې زیاته کړې چې هاجي یواځې دا نه چې لامبي نه بلکې پاک خواړه يې هم خورا بد ایسي، پاک خواړه او پاکې اوبو د څکلو څخه ډيره بده مني. ددوی په وینا د هاجي د خوښې خوراک ساړه بدبویه خوراکونه او د ځنګلي ځناورو غوښې دي. هاجي سیګرټ څکوي خو د تمباکو پر ځای د حیواناتو غوشایي په کې اچوي.

د هاجي کلیوال وايي چې هاجي په ځوانۍ کې له ډیرو ترخو تجربو تېر شوی ځکه یې نو ډول نادره ژوند تېرولو ته مخه کړه.

هاجي ته د نړۍ د ټولو خیرن انسان ویاړ(!) او جایزه ورکول کیږي. له ده مخکې دا ویاړ (!) له یو هندي سره و چې ۳۸ کالو کې يې نه و لامبلي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x