افغانستان

طالبانو په خپلو پلویانو غږ کړی چې له واوره ځپلو سره مرستې وکړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغه ۱۸، ۱۳۹۵ل): طالبانو د واورو د اورښت له امله د هیواد په مختلفو ولایتونو کې له زیانمنو خلکو سره خواخوږي ښودلې او خپلو کسانو ته یې له متاثرینو سره د هر اړخیزې مرستې سپارښتنه کړې.

همدا راز طالبانو په عامه هیوادوالو او شتمنو وګړو هم غږ کړی چې مصیبت ځپلو ته د مرستې لاس ورکړي. په دې اړه رسنیو ته لیږل شوې اعلامیه کاږي:

«اسلامي امارت د خپلو مکلفیت له مخې د هیواد په لر او بر کې په خپلو ټولو مجاهدینو، عامه هیوادوالو او سرمایه دارو وروڼو غږ کوي چې له مصیبت ځپلو څخه خپله هیڅ راز مرسته دریغ نکړي».

طالبان په خپلو پلویانو ټینګار کوي چې د عامو خلکو د ژغورنې لپاره تر خپلې وسې هڅه او هاند وکړي او زیاتوي چې عام هیوادوال باید متضررینو ته د اړتیا وړ توکو په تهیه کولو کې خپل اسلامي مسئولیت ادا کړي.

د طالبانو په اعلامیه کې د بشري مرستو په خیریه ارګانونو هم غږ شوی چې په برفکوچونو کې د راګیرو خلکو د نجات او مرستې لپاره خپل وس ونه سپموي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه په زابل ولایت کې د کندهار-کابل په لویه لار ګڼ شمېر مسافر چې په واورو کې ایسار وو، د ځايي طالبانو او ولسي خلکو په ګډه مرسته ژغورل شوي او د اړتیا وړ توکي ورکړل شوي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د واورو د ډیر ورښت له امله د نورستان ولایت د برګمټال او د بدخشان ولایت په څلورو ولسوالیو کې تر سلو پورې کسان تر واورو لاندې شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Tahir Khan

د طالبانو دا بېانونه کافی نه دی خه به دا وۍ جۍ طالبان متاثره سیمو کی جنګ بند اعلان کړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x