نظــر

بې تفاوته ملتونه هميشه مري

سردار محمد همدرد
دنړۍ پرمخ دانسانانو د ژوند دپیل سره دخداي تعالی ج له لوري انسانانو ته ځيني مسولیتونه هم ورپه غاړه سوه دنړۍ په دي خاورینه کره کي دانسانانو سره نور مخلوقات هم شتون لري خو هم دغه مسولیتونو پر بنیاد خداي تعالی انسانان اشرف مخلوقات لقب ورکړ، اوس خبره داده چي انسانان په ټولنه کي درنه مسولیتونه لري زه نه غواړم چی دلته یی پر ټولو اړخونو خبري وکړم یوازي غواړم چی په ټولنیز ژوند کي پرتفاوت او بی تفاوتي خبري وکړم هدف داد دی چي هفه ملتونه چي په ټولنیز ژوند کي هر ښه ته يې ښه ویلي او بد ته يې بد ويلي تر شخصي ګټو لوي او ملي ګټي بهتری بللي هغه ملتونه بريالي سوې.

زه اوس غواړم چی دافغاني ټولني دهمدغه کمي په اړه بحث وکړم زموړ په ټولنه کی زما په نظرتر ټولو لویه ستونزه بی تفاوتي ده ډیرو خلګو سره چی دوطن د ناوړ حلاتو په اړه خبري کوم اکثره همدا وایي چی بس ګزاره به کوو او دا وطن نه جوړیږی کله کله بیا دا هم وایي چی دا زموږ دوس خبر نه ده دا هر څه بهرنیان کوي ډیري بیا په دی نظر دي چي سیاست هسی کار دی کله چی ټاکني کیږي موږ چاه ته رایه نه ورکوو دا زموږ په رایه نه کیږي دغه هغه څه دي چی موږ يې ددغه بی سرنوشت حالت سره مخامخ کړي یوو، نه رغیږو او نه مو دوست او دوښمن تعریف دی زه يه ډیر جرآت سره وایم که مسولیت رامينځته سی یو اواز او یو ملت سوو نو په هغه ورځ به دا ملت جوړسی اوس خبره داده چي راځئ دهمدي لپاره کار وکړو او دا باید ټول ومنو که دنړۍ ټول زبر ځواکونه هر څومره سره متحد هم سٍي هیڅ د یومتحد ملت په سرنوشت لوبي نسي کولاي.

موږ ددې بیلګي په نړۍ کي لرو یوه بیلګه زه دهندوستان وړاندي کوم کله چی هندوستان دانګلیس مستعامره وه شاوخو دیرش زرو انګریزي لښکرو دیوملیارد په شاواخو انسانان ګیروګان کړي وه دغه رقم په نړۍ کي ډیري بیلګی لرو کله چی ملت متحد سوې دي هغه ملت بريا تر لاسه کړي ده خو دوي په دي نه پوهیږی چی همدا ملت دی چی مثبت بدلون رامینځته کوي.

اوس مهمه خبره داده چی موږ په نړۍ کي دانسانانو په حیث په دي پراخه جغرافیه کي افغانان یوو او د افغانیت په چوکاټ کی موږ په نړۍ کي ډیر بي احساسه نه یو اونه داچی دوطن سره مینه نه لرو خو دلته اوس د روس دراتګ سره چي کوم جګړه پیل سوه دډیرو هیوادونو او استخبارتی کړیو ددې لپاره هڅه وکړه چی یو متزلزل اوبی اعتماده حالت رامینځته کړي.

نا اهله جنګ سالاران دملت سرنوشت حاکمان کړي چی هم دغه حالت اوس هم دوام لری، ملت دبي اعتمادي تر سخت حالت تیریږی پر هر څه بي اعتماده پر ریس جمهور بي اعتماده پر وکیل بي اعتماد پرمتنفیز قومي مشر بي اعتماده ولس پر دولت بي اعتماده او دولت پر ولس بي اعتماده همدغه بي اعتمادي پر ځای ده ځکه چي دهمدغه بي اعتمادي لپاره شعوري کار وسو .

ډیري سیاسیون دا فکر کوي چی سیاست معنا درواغ او یا خلکو ته دوکه ورکول چي په اصل کی سیاست رښتینيعبادت دی اویا هم په بل عبارت سیاست دساسو،سوسو،یاساسو مصدر دی چی داصلاحاتو په معنا دی او ددې ترڅنګ په حکومت کي دنده اجرا کول په دي معنا نه چی دچوکۍ نه اقتصادی ګټه پورته کړي باید خلګو ته خدمت وکړي دغه هر څه چي کیږي یا سوې دا نااهلو کسانو ته مسولیت سپارل دي اوس خبره داده ددغه مهم بدلون لپاره يوي ښه رهبری ته اړتیا سته او دهغه نه وروسته یو د ژغورني او اصلاح لپاره یو اواز په کار دی چی دا مو دنجات لاره ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

همدرد صاحب سلامونه می ومنه ! ستاسی د لیکنی سره به څه مونږ هم ورزیات کړو او هغه دا چه : لمړی : تاسی لیکلی او ډیر خلک هم دا خبره کوی چه ټول انسانان اشرف المخلوقات دی ، دا ځکه وایی چه دوی قران ښه نه تعبیرولی. اشرف المخلوقات هغه قانع انسانانو ته وایی چه د الله عبادت کوی ، عبادت توحید او اطاعت ته ویلی شی یعنی هر څه دالله ج به مالکیت او د ژوند ټولی فردی او ټولنیزی چاری د الله ج د اصولو یا شریعت له مخی ترسره کوی دغه کسان فساد نه کوی او… نور لوستل »

نا پيژاند

سیاست: انسان ته خدای عقل اوشعور ورکۍ اوله خپلو صفتویی علم،حلم اوحکمت ورکۍ او په مځکه کی خپل خلیفه وټاکۍ – اوس نوګورو چه انسان له دی ۵ صفتو څخه څه کاراخلی :الله قرآن دحق اوباطل د پاره د پیغمبرانوپه ذریعه انسانانوته راواستاوۍ اوانسان یی مختارکۍ چه منی یی اوکه یی نه منی شیطان یی دشخصی خواهشاتو په شکل ورسره ملګرۍ کۍ – دامځکه چه ټول انسانان اوحیوانان ګډ ژوند پرکوی دانسانانو په اختیار کی ولویده – مفسدو انسانانو لکه انګریزانوله قرآنی حقوقی احکامو مخ واړاوۍ اصلحوجوړولوته یی مخکۍ دملکودکلتورو اودینو وخرابولو ته یی لاس واچاوۍ بیوجدانه اووطن فروشان یی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x