دا لس مهارتونه مو خپل ماشوم ته ور زده کړئ

ژباړن : عطا محمد میاخېل

تر ټولو غوره لار داده، کوم خطرونه، چې هلکانو ته په کمین کې دي، باید په ساده ژبه د هغوی له پاره تشریح شي او پرته له ځنډه له دې خطرونو څخه د مخنیوي په لارو چارو باندې هم باید وپوهول شي .

تر ټولو مهمه له ځان څخه د ساتنې په لارو چارو باندې پوهېدل، ښایي تر ټولو مهم کار به وي، چې والدین یې د خپلو اولادونو له پاره ترسره کوي . تر ټولو مهمه او سخته دنده د ماشومانو له پاره د مناسبو خوړو او جامو برابرول دي؛ که چېرې د ماشوم په اړه ټول ګواښونه او خطرونه ورته تشریح کړئ، دا کار به ډېرې بدې رواني اغېزې ولري . په حقیقت کې ماشوم به نور په هېڅ څیز او هیچا باندې باور ونه کړي او د تل پاتې وېرې او ژورخپګان احساس به ورسره مل وي، خو که چېرې د دې خطرونو له ویلو څخه ډډه وکړئ، بیا هم دا کار به مو خپلې ځانګړې پایلې ولري .

د کارپوهانو او ارواپوهانو په وینا په داسې حالاتو کې باید له هلکانو سره په ځیرکه او منطقي توګه خبرې وکړئ .

هېڅکله ماشومانو ته وېرونکې کیسې مه کوئ، ځکه چې دا کیسې ماشومان په وحشت او وېره کې خوشې کوي او هغوی ته هېڅ د حل لاره نه ورښیي . په دې برخه کې لس هغو مهارتونو ته اشاره کوو، کوم چې میندې او پلرونه دنده لري، خپلو اولادونو ته یې ور زده کړي .

۱ ـــ د امنیت احساس :

باید خپل زوی ته دا ور زده کړئ، چې هر انسان حق و حقوق لري؛ لکه د ساه ایستلو حق، د ژوندي پاتې کېدلو حق او ډېر نور حقونه . ماشوم باید پوه شي، چې د خوندي پاتې کېدلو او د امنیت لرلو حق یې د طبیعي حقونو برخه دی او نور دنده لري، چې دا حق یې په رسمیت وپېژني او مراعات یې کړي .

۲ ـــ له خپل بدن څخه ساتنه :

ماشوم باید پوه شي، چې د خپل ټول بدن خاوند دی او هېڅوک حق نه لري، چې د ده او د والدینو له خوښې پرته یې بدن لمس کړي .

۳ ـــ د باج اخیستنې په وړاندې له نورو څخه د مرستې غوښتنه :

هغه کسان چې له هلکانو څخه باج اخلي، له رواني پلوه ډارن افراد دي، چې د ډېرو په وړاندې وېرېږي او د تېښتې لاره خپلوي . باید خپلو ماشومانو ته دا ور زده کړئ، چې په داسې مواردو کې له خپلو نیږدې دوستانو څخه مرسته وغواړي او موضوع هرو مرو د ښوونځي له مدیر او یا هم خپل مور او پلار سره شریکه کړي . هرومرو خپلو ماشومانو ته ووایئ، په داسې مواردو کې چې باج اخیستنې ځاني ګواښ درلوده، مقاومت ونه کړي . کله وخت هلکان له دې وېرې، چې د خپلو وسایلو د له لاسه ورکولو په خاطر د والدینو له خوا ونه ګواښل شي، په هېڅ ډول نه تسلیمېږي او دا کار ډېر خطرناک او وېرونکی دی .

۴ ـــ حقیقت ویل :

که چېرې له خپل زوی سره په پرله پسې توګه خبرې وکړئ او تل هغه ته یادونه کوئ، چې په ژوند کې ترې ملاتړ کوئ، نو ماشوم هم دا زده کوي، چې خپلې ستونزې او رازونه له تاسو سره شریک کړي او له تاسو څخه مرسته وغواړي .

۵ ـــ د منلو وړ کېدل :  

که چېرې ستاسو ماشوم کومه مسئله ځوروي، یا د هغه د خپګان سبب ګرځي او هغه یې تاسو ته وایي، که چېرې ډېره کوچنۍ هم وه، نو په هغه باندې مه خاندئ او غبرګون مه ښکاره کوئ، چې هغه د حماقت احساس وکړي، ځکه دا کار د دې سبب کېږي، چې ماشوم خپلې ستونزې څرګندې نه کړي او هغه مهال چې له رښتیني ځور سره مخامخ کېږي هم له تاسو سره مشوره ونه کړي .

۶ ـــ د راز نه ساتل :

د هلکانو ټلویزیوني خپرونې یا حتا خپله والدین تل ماشومان دې ته هڅوي، چې راز وساتي او ماشومانو ته دا ور زده کوي، چې د راز ساتل په دوی باندې د نورو باور زیاتوي، خو باید خپلو ماشومانو ته په ټینګار سره ووایئ، چې د دوی او د لویانو ترمنځ هېڅ راز باید له والدینو څخه پټ نه وي، ځکه ډېری کسان، چې ماشومان ځوروي، ماشوم ته وایي : زما او ستا ترمنځ ښکلول او یا بدني تماس، هغه راز دی، چې له ما او تا څخه پرته باید بل هېڅوک پرې پوه نه شي .

۷ ـــ د ( نه ) ویلو مهارت :

  ځینې والدین خپلو اولادونو ته دا ور زده کوي، چې تل د لویانو خبرو ته غوږ ونیسي او لویان تل په حقه دي، خو په حقیقت کې دا روزنه په بشپړه توګه غلطه ده او ماشوم باید زده کړي، چې کله ناکله د نورو غوښتنو ته نه ووایي، پرته له دې به ماشوم هر ډول ځورونکو غوښتنو ته تسلیم شي .

۸ ـــ له بدني تماس سره مخالفت :

هر ماشوم باید پوه شي، چې هېڅوک حق نه لري، چې هغه په زوره ښکل کړي او یا یې  په غېږ کې ونیسي، خپل زوی ته دا ورزده کړئ، که چېرې کوم کس هغه دا ډول کار ته اړ کاوه، نو هرومرو دې خپل پلار او مور او یا هم د کورنۍ نور غړي پرې خبر کړي.

۹ ـــ له بېوزلو سره خبرې نه کول :

ماشومان باید هېڅکله له بېوزلو کسانو سره خبرې ونه کړي او نه دې له هغوی څخه ډالۍ اخلي، حتا که یوه ژاوله او یا چاکلېټ هم وي . البته خپل ماشومان په دې باندې پوه کړئ، چې کله وخت استثنی هم شتون لري . د بېلګې په توګه : که چېرې په سړک کې ورک شو، نو باید پولیسو ته ورشي او له هغوی څخه مرسته وغواړي .

۱۰ ـــ د قانون ماتول :

خپل ماشوم ته ور زده کړئ، چې د خطر پرمهال هر قانون تر پښو لاندې کړي، هرومرو هغوی په دې باندې پوه کړئ، چې په بحراني شرایطو کې د ځان ژغورنې له پاره دې هر کار ترسره کړي، ستاسو بشپړ ملاتړ ورسره دی، د بېلګې په توګه : کولای شي وتښتي، ډېرې لوړې چیغي ووهي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د