افغانستان

کراچۍ: د قونسلګرۍ ساتونکي یو افغان ديپلومات وژلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۱۸مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ یو ديپلومات د خپل ګارد لخوا پر ډزو وژل شوی دی.

ډان نیوز د راپور له مخې په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګرۍ درېیم ديپلومات محمد ذکي باندې ګارد راحت الله تر لفظي شخړې وروسته ډزې کړي او هغه یې وژلی.

پولیسو ویلي چې د قونسلګرۍ ساتونکی راحت الله افغان دی، دوی نېولی او د پېښې په اړه نورې څېړنې روانې دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال هم  د پېښې تایید کړی دی. هغه ویلي چې د افغان قونسلګرۍ دننه  نن غرمه د پاکستان پر وخت ۱۲ نیمې بجې ډزې شوي چې له کبله یې یو ديپلومات وژل شوی دی.

په کراچۍ کې د افغانستان قونسلګري د دغه ښار په کلفټن کې پرته ده چې یو له ارزښتناکه سیمو څخه ده او همېشه یې امنیت هم ټینګ نېول شوی وي. د قونسلګرۍ په دغه ودانۍ پخوا د پاکستان پخواني ولسمشر اصف زرداري لخوا دعوه شوې وه چې بیا طالبانو د واکمنۍ پر مهال ترې بېرته راوګرځول شوه.

طالبانو په ۲۰۰۰ کال کې د افغانستان د کونسلګرۍ لپاره چې پخوا په کرایي کورونو کې پرته وه د وخت له غوښتنو سره سمه یوه پراخه وداني، جومات او د موټرو پارکېنګ جوړ کړي وو.‌

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x