fbpx

دفلکي علومو لارښود (15) دعرض البلد او طول البلد دپېژندلو طریقه

مفتي احسان الله

دعرض بلد دپېژندلو قانون:

کله چې دمطلوبه ځای دنصف نهار په وخت، یو میټر سېده لرګی یا بل څه په زمکه برابر دعمود په شان ودرو، دهغه لرګي سایه یا سیوری به په سنټیميټر سره معلوم کړو، دسایې سینټيميټرونه به په یو (1) باندي تقسیم کړو، چې په حقیقت کې یو میټر عمود دی، ( په دې سره دسمت الراس نه دلمر درجات معلوم شول) حاصل به يې دالجبرائي قانون مطابق دهغې ورځي له میل شمس (میل که منفي و په منفي حالت، او که مثبت و په مثبت حالت) سره جمعه کړو، نتیجه به يې دمطلوبه ځای عرض بلد وي.

یادونه: دمنطقې حارې اوسېدونکو لپاره یو احتیاط لازمي دی، هغه دا چې که دعمود سایه دشمال پر ځای دجنوب لور ته وه، هلته به سايه منفي اخیستله کیږي، له منفي علامي سره به پر عمود تقسیمیږي، کله داسي ونه کړو نو نتیجه به غلطه راشي.

دعرض بلد دمعلومولو اسان قانون:

دکوم ځای چې عرض بلد معلوموو، هلته به ودريږو، په چپ لاس به قطب شمالي، یا دشمال ستوري ته اشاره وکړو، او په ښي لاس به اوفق ته اشاره وکړو، ددواړو لاسو په منځ کې زاویه، دهغه ځای عرض بلد دی.

دبېلګي په توګه:

که موږ دقلات په ښار کې ودريږو، په چپ لاس قطب شمالي ته او په ښي لاس اوفق ته اشاره وکړو، ددواړو لاسو په منځ کې به 32 درجې دعرض بلد زاویه جوړه شي، چې دقلات دښار عرض بلد دی.

تمام العرض:

د 90 درجو به دمطولوبه ځای عرض منفي کړو، څومره چې باقي شي، هغه ته تمام العرض ویلکیږي.

مثلا:

دقندهار دښار عرض بلد 31.37 دی، نو کله چې 31.37 له 90 نه منفي کړو، حاصل به 58.63 شي، چې دا دمقام مطلوبه تمام عرض دی.

یاله قطب شمالي بیا تر مقام مطلوبه فاصلې ته تمام عرض ویلکیږي.

دطول بلد (Longitude) دپېژندلو طریقه:

دټول افغانستان لپاره داووه شپیتنیم 67.5 طول بلد خط، معیاري طول بلل شوی دی، او د67.5 دطول بلد وخت دټول افغانستان لپاره معیاري وخت تسلیم شوی دی، یعني کله چې پر دغه طول دولس بجې وي، نو دافغانستان په هره برخه کې به دولس بجې وي، یا کله چې مثلا په مزار شریف کې یوه بجه وي، معنا يې دا دی، چې په 67.5 طول بلد یوه بجه ده.

دطول بلد دپېژندني لپاره قانون دا دی، چې دمطلوبه ځای نصف نهار او په ملک کې رائج طول بلد خط نصف نهار په منځ کې فرق به معلوم کړو، نتیجه به په څلور کې ضرب کړو، ځکه لمر له یو طول نه تر بل طول پوري په څلور دقیقو کې مزل کوي، له ضربه وروسته نتیجه به دملکي طول بلد له وخت سره جمه یا منفي کړو، حاصل به دمطلوب ځای طول بلد وي.

مثلا:

دجلال آباد ښار دطول بلد دمعلومولو لپاره به لاندي لاره خپله کړو.

د اپریل پر 27 په عامو نقشو کې دملک معیاري نصف نهار پوره 12:00 بجې دي، او دجلال آباد په ښار کې بیا ځايې نصف نهار 11:46بجې دي، ګواکي په منځ کې 14 دقیقې فرق لري، اوس به 14 په څلور باندي تقسیم کړو، جواب يې 3.5 درېنیم راځي.

حاصل دا شو، چې مطلوبه ځای له معیاري طول نه درېنمي درجي لېري پورت دی، که معیاري طول له مطلوبه ځای نه دشرق خواته وي، نو درېنیم به ورسره جمه، او که دغرب لور ته وي، بیا يې ترینه منفي کو، دافغانستان معیاري طول چې اووه شپیتنیمي درجې دی، دجلال آباد ښار دغرب خواته دی.

3.5+ 67.5 = 70.5 چې دجلال آباد دښار طول بلد دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د