افغانستان

طالبانو د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما راپور له انصافه لرې وباله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغه ۱۸، ۱۳۹۵ل): طالبانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) هغه راپور نیمګړی او له انصافه لرې بللی چې ګویا په تېر میلادي کال کې د ملکي تلفاتو د غوڅ اکثریت پړه د طالبانو په غاړه ده او امریکایانو یوازې ۲٪ ولسي مرګ ژوبله اړولې.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي له نړیوالو ادارو غوښتنه کړې چې د احصائیو په وړاندې کولو او د معلوماتو په سرچینو کې له دقت کار واخلي ځکه چې په وینا یې دغه ډول راپورونه د جنایت اصلي عاملینو ته د لا جرئت ورکولو سبب ګرځي.

نوموړي په همدې تړاو خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د ټولو هیوادوالو ژوند ورته اهمیت لري او د ملکي مرګ ژوبلې په مخنیوي کې خپلو جنګیالیو ته په پرلپسې توګه سپارښتنه کوي چې د ولسي خلکو د ژوند حفاظت ته پاملرنه وکړي.

ښاغلي احمدي اندېښنه څرګنده کړې چې د یوناما دغه ډول احصائیې به «بهرنيو اشغالګرو ځواکونو او د هغوی مزدورانو» ته لا جرئت ورکړي چې په ډاډه زړه د خلکو له ژوند سره بې باکي وکړي ځکه چې مسئولیت ورته نه راجع کیږي.

د طالبانو اعلامیه بهرني ځواکونه د ملکي تلفاتو لومړۍ درجه عاملین او دولتي ځواکونه د ولسي مرګ ژوبلې دوهم لوی عامل ګڼي او کاږي چې «بهرني اشغالګر» ځواکونه د افغانانو په کلیو، کورونو، روغتونونو، مساجدو، ښوونځیو او عامه ځایونو په ټنونو بمونه غورځوي او دولتي عسکر کلي او کورونه په توغندیو ولي او په داسې حال کې چې دعامو خلکو ژوند يې تریخ کړی سرې سترګې ګرځي.

طالبان دا نه ردوي چې د دوی د جنګیالیو له لاسه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده رسېدلې، خو وايي چې اصلي حقیقت له هغه څه سره ډیر توبير لري چې د یوناما لخوا اعلان شوی. د طالبانو ویاند وايي چې د دوی په تشکیلاتو کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي ځانګړي کمیسون د دقیقو معلوماتو له مخې ښودلې چې په تېر میلادي کال کې د ولسي تلفاتو ۷۷.۱۰٪ پړه د امریکايانو او دولتي عسکرو په غاړه ده، ۱۷.۴۸٪ ملکي تلفات د داعش او نورو نامعلومو کړیو کار بلل شوی او ۱۲.۴۲٪ مسئولیت طالبانو ته راجع دی چې په وینا یې عاملین یې د اسلامي محاکمو تر تعقیب لاندې دي.

قاري یوسف احمدي باور څرګندوي چې د یوناما ادارې د پيښو په راټولولو کې دقت نه دی کړی او د «یولوریزو، غرضي او استخباراتي» معلوماتو په اساس یې احصائيې راغونډې کړي دي.

هغه همدا راز د یوناما په ادارې نیوکه کړې چې د ملکي وګړو په تعریف کې د مور او میرې له معیاره کار اخلي او په وینا یې، که د دولت نظامي کسان په رخصتۍ کور ته تللي او د طالبانو په برید کې وژل شوي وي، یوناما یې ملکي تلفات بولي، په داسې حال کې چې د طالبانو د پلوۍ په تور په خپل کور کې د بریدونو او چاپو پر مهال وژل شوي کسان ملکي تلفات نه ګڼي.

ښاغلی احمدي زیاتوي چې د دولت هغه قضايي کارمندان چې د طالبانو په زنداني کولو او اعدامولو کې هم ښکېل دي د یوناما په نزد ملکي خلک دي، په داسې حال کې چې د طالبانو د تعلیم او تربیې، صحت او نورو بشري خدماتو کارمندان په ځلونو د امریکا په هوايي بریدونو کې وژل شوي خو د یوناما د ملکي تلفاتو په راپور کې یې څرک نه لیدل کیږي.

د یادونې وړ ده چې د تېر ۲۰۱۶ کال په می میاشت کې برتانوۍ ورځپاڼې « دي انډیپنډنټ» هم په خپل یو څیړنیز راپور کې د ملګرو ملتونو د ملکي تلفاتو په راپور بې باوري څرګنده کړې وه او ویلي یې و چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې ډیر داسې ولسي وګړي وژل شوي چې په هیڅ احصائیه کې نه دي ثبت شوي.

یادې ورځپاڼې زیاته کړې وه چې د ملګرو ملتونو د ملکي تلفاتو له احصائیو څخه اکثره هغه پېښې پاتې کیږي چې په اطرافي سیمو کې رامینځته کیږي او یا هلته د ملګرو ملتونو ادارې لاسرسی نه لري. د ورځپاڼې په باور د ملګرو ملتونو په احصائیو کې هغه ولسي افغانان هم شامل نه وي چې افغان حکومت په لرې پرتو سیمو کې د چاپو پر مهال او یا امریکایانو د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو او بمباریو کې د طالبانو په نوم وژلي وي.

د ملګرو ملتونو د احصائیو په اړه داسې باورونه شته چې د امریکايانو تر کلک فشار لاندې ترسره کیږي. د تېر ډیسمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو ادارې او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ترمینځ اړیکي وروسته تر هغه ترینګلي شوې چې یادې ادارې په ننګرهار کې د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د ملکي افغانانو وژنې ته اشاره کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x