
د اندړو ولسوالۍ اربکیانو ګڼ کورونه لوټلي
نن ټکی آسیا: د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په سېمه کې د اربکیانو له لورې د پراخې تلاشۍ، د ملکي وګړو د ګڼو کورونو د لوټلو او ورانولو خبر ورکوي.
خبر وايي اربکيانو په اندړو ولسوالۍ کې د عامو خلکو په کورونو چاپه وهلې او مالي زيانونه يې ورته اړولي دي.
د سرچینې په وینا، اربکيانو تېره شپه شاوخوا دولس بجې د غندو کلي کې د ولي محمد، محمد جمعه، محمد غوث او نعيم په کورونو چاپه ووهله.
د سيمي اوسېدونکي زیاتوي،چې اربکيانو لومړی کورونه په خورا ناوړه توګه تالاشي کړل او زيات مالي زيان يې ورته واړاوه او بيا يې د لاندي غوښي، نغدي پيسې او ډېر نور شيان له ځان سره يوړل.