نظــر

نا پاکه او ناکاره ایتلافونه

ټاکنې: شپږمه برخه

ژباړه: انور افغان

یوازې په افغانستان که نه بلکې په ټولو اسلامي هیوادونو کې د دې حقیقت شاهدان یو چي د ټاکنو پلویان په ټاکنیزو سیالیو کې د بریالي کېدو په خاطر له بېلا بېلو الحادي، کفري او هغو ګوندونو سره چي خاص قوم، ژبي او لورې ته بلنه کوي ايتلافونه کوي، هغه ګوندونه چي دوۍ به یې په اړه د کفر، الحاد او نورې بېلابېلي فتواوي ورکولې، اوس بیا قدرت ته د رسېدو په خاطر د ټولو شرعي حکمونو په ماتولو سره د ایتلاف پولي ته ځان ورسره رسوي، هغوۍ خپل دوستان او صمیمي وروڼه بولي او وایي: دغو ډلو له خپلو منحرفو افکارو څخه مخ اړولی او یا دا چي موږ د ملي ګټو په خاطر ایتلاف وکړ.

په دې ناولي ایتلافونو او ضد و نقیض دریځ نیونو کې دوه شیان د پام وړ دي:

۱- هر کله چي د اسلام کارو ( د ټاکنو پلویانو ) ډله یا ګوند په بدو او لوېدلو ایتلافونو کې له نورو سره شامل شي، د هغوۍ په اړه بېلابېلې خبري کوي لکه: دوۍ توبه کړې، هغوۍ نور له انحرافي افکارو څخه مخ واړاوه، دوۍ په خپلو تېرو کړو افسوس وښود او …
هغه وخت چي بیا دغه ګوندونه خپلو موخو ته ونه رسېږي او د ایتلاف پایې یې سستي شي بیرته همدا د تذکیې ( پاکولو ) غیري مسوولانه خبرې د دوۍ له ژبو اورېدل کېږي.

او هرکله چي بیا د ایتلاف شکل تغیر ومومي او له نورو ډلو سره ایتلاف وکړي د نوو ډلو تزکیې ( پاکوالي ) ته مخه کړي او هغه پخوانیو ډلو ته چي اوس یې له هغوۍ سره ایتلاف مات شوی پر هغو د پخوا په شان د کفر، الحاد او د اسلام له ګرداوه د وتلو فتواووي ورکوي.

په دې ډول سره توبه چي یو شرعي حکم دې، همدارنګه د شخص یا ډلې په اړه د کفر، الحاد، فسق او فساد فتواوي د خپلو شخصي او حزبي ګټو په موخه کاروي.

2- د ګټو لپاره یو ځای والی ( ایتلاف ).

مصلحت کوونکې ( د ټاکنو پلویان ) ډېر کله له بې دینه او الحادي ګوندونو سره د ایتلاف دلیل د هیواد ملي ګټي او یا هم کله اسلامي ګټې او مصالح بولې، په داسي حال کې چي معاصر تاریخ د دې واقعت شاهد دې چي د اسلام او هیوادونو ډیری ګټې د حاکم حکومت په بقا ( دوامداره پاتې کېدو ) کې وي او د ګوندونو ایتلاف د امن د انارشۍ سبب کېږي او نا ارامۍ رامنځ ته کوي.

دقیق باید وویل شي: دغه ایتلافونه د جوړجاړي په خاطر تر سره کېږي، نه د اسلام او نه هم د ټولنې د ښېګڼې لپاره، بلکې په
ایتلاف کې د شاملو افرادو او احزابو د ګټو لپاره.

له شرعي پلوه به د دې مسلې ارزونه وکړو، ایا اسلام اجازه ورکوي د ( ولاء و براء ) موضوع چي د اسلام له اساساتو څخه ده نا لېدلې ونیول شي او د خپلو ګټو لپاره له اشخاصو او منحرفو ډلو سره ایتلاف وکړو او له هغوۍ سره د دوستۍ هوکړه وکړو؟

قران کریم په ښکاره ډول سره هغه دوستي او ایتلافونه چي د مادي ګټو په پار تر سره کېږې، تهدید کړې او فرمایي:﴿قُلْ إِنْ كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُمْ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُوا حَتَّى يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ﴾ [التوبة: ۲۴].

«اې پېغمبره ووایه که ستاسي پلرونه، ستاسې زامن، ستاسې وروڼه، ستاسې مېرمنې، ستاسي خپل خپلوان، ستاسي هغه مالونه چي ګټلې مو دي، ستاسي هغه تجارت چي د هغه په ورانېدو اندېښمن کېږۍ او ستاسي د خوښې کورونه، تاسي ته له الله (ج). او د هغه له پېغمبر او د هغه په لار کې له جهاد څخه ګران وي نو انتظار وباسۍ تر دې پورې چي الله تعالی خپله پرېکړه ستاسي مخې ته را ولېږي او الله تعالی فاسقانو ته لار ښوونه نه کوي»

په بېلابېلو ایتونو کې لولو چي د منحرفو کسانو دوستي له ایمان سره نه جوړېدونکې ده او هر څوک چي له هغو سره د دوستۍ هوکړه وکړې د هغوۍ له ډلې څخه شمېرلای کېږي.

﴿لَا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ أُولَئِكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ الْإِيمَانَ وَأَيَّدَهُمْ بِرُوحٍ مِنْهُ وَيُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ أُولَئِكَ حِزْبُ اللَّهِ أَلَا إِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْمُفْلِحُونَ﴾ [الـمجادلة: ۲۲].

«ته به هیڅ کله دا ونه مومې چي کوم څوک پر الله تعالی او اخرت باندې ایمان لرونکې دي هغوۍ دي له هغو خلکو سره مینه کونکې ووسي چي د الله تعالی او د هغه د پېغمبر مخالفت یې کړی دې که څه هم د هغوۍ پلرونه وي یا د هغو زامن وي یا د هغو وروڼه وي یا د هغو ټبر او کورنۍ وي، دا هغه کسان دي چي الله تعالی یې په زړونو کې ایمان مضبوط کړی دی او له خپل لورې د یوه روح په ورکولو سره یې دوۍ تقویه کړې دي، هغه به دوۍ داسي جنتونو ته ننباسي چي لاندې به یې ویالې بهېږي هلته به د تل لپاره اوسېږې، الله عزوجل د دوۍ څخه راضي شو او دوۍ له الله عزوجل څخه راضي شوي دوۍ د الله تعالی د ګوند خلک دي خبردار اوسۍ! همدا د الله تعالی د ګوند کسان بری موندونکې دي»

الله تعالی په دې ایت کې یوه پرتله کړې چي یو لوری یې په الله تعالی او د قیامت په ورځ ایمان لري او بل لوری د الله تعالی او رسول الله (ص) د حکم مخالفت کوي، دا دوه ضد شیان نه سره یو ځای کېږي، هغه څوک چي الله تعالی او د قیامت پر ورځ ایمان ولري له هغو خلکو او ډلو سره چي د الله تعالی د حکم مقابل لوری یې نیولی، دوستي نکوي.

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ﴾ [المائدة: ۵۱].

« اې مؤمنانو! یهود او نصارا په خپله دوستۍ مه نیسۍ، چي د هغو ځیني د ځیني نورو دوستان دي او په تاسو کې چي هر چا هغوۍ په دوستۍ ونیول له هغو څخه به وي»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

بارک الله ، همداسې ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x