پښــــتو ادب

د سيوري بنديوان

ډېره اوتره او رنګ يې الوتی و او له ډېرې واخطايي يې پښې لړزېدې. شونډو يې وچ پتری نيولی و. دا ځل يې هغه رنګينه ښکلا اوګلابي جامې هم پر تن نه وې. شلېدلو جامو اوسپېره رنګ يې ډېر هيښ کړم، په ښي لاس يې عينکې لرې کړې، هغه غټې بادامي سترګې يې له اوښکو ډکې اوچپه سترګه يې تکه شنه وه. ما له ځان سره وويل چې دايې خامخا د کوم ظالم دلاس څپړه خوړلې ده. د ډاکتر په ليدو نوره هم واخطا سوه خدايزده په زړه کې به يې څه تېريدل، په همدې وخت کې ډاکتر غږ پر وکړ :
ـــــــ ها بي بي وايه څه تکليف دی ؟
ـــــــ بلې ډاکتر صيب! زماستونزې ډېرې دي، خو زه پخپله هيڅ کوم مرض نلرم خو…
ـــــــ ته مه وارخطا کېږه، الله تعالی به خير پېښ کړي. ــــــ هيله کوم ډاکتر صيب! ما سره بايد ډېر مخلص واوسې.او هيڅ خبر به رانه، نه پټوې، ځکه دا دژوند او مرګ مسله ده. ــــــ زما له خوا بيخي ډاډه اوسه مګر خدای دې نه کړي څوک مري ؟ ـــــــ دی زما د ژوندڅراغ دی، که زما څراغ بېرته روښانه شو، زه او اولادونه به مې ښه ژوند ووينو او که زما دژوند څراغ ګل شو، نولاړم غرقه شوم. که زما کارونه سم شول او الله تعالی مې راته خاوند ښه کړ، زما د زړه دنيا به روښانه شي. زه نه پوهيږم چې څرنګه تعامل ورسره وکړم. زه يې دې ځانګړي طبيعت ته ډېره هيښه يم. کله دومره مينه ناک او مخلص شي چې تصور يې نشم کولای، مګر کله بيا داسې ليونی او سخت زړی شي، چې په هيڅ ظلم اوستم سرپه نه کوي. ما او او لادونه مې وهي ټکوي. ګوره ډاکتر صيب! دی ليونی ندی، پخپلو کارونو ښه پوهيږي، مګر چې څوک يې وويني؛ پوهيږي چې ذهني توازن يې برابر نه دی. زما دوستان او خپلوان يې هم له ضرره خوندي ندي ان زما پلارګنۍ هم هر وخت رټي اوسپکوي، سربېره پردې چې زما پلارګنۍ په ټولنه کې ځانګړی مقام لري، مګر دی يې هر وخت د خپلو مېلمنو او دوستانو مخکې ورته سپکې سپورې وايي اوبې ځايه بحثونه ورسره کوي . په سپکو او ناوړه القابو يې يادوي، تردې چې پلارګنۍ مې اخطار راکړی چې يا به دی پريږدې او له مونږ سره به اوسې او يا به يوازې له ده سره ژوند کوې تر څو يې مونږ له شره خلاص شو. نو ډاکتر صيب! اوس تاسو وواياست چې زه ترې د ژوند لارې جلا کړم او که له تا سره يې څه حل شته؟؟
ــــــ ګوره بي بي! طب ډېر پرمختګ کړی بايد هيڅکه نا اميده نشئ. زما ټولې همدردۍ له تاسره دي. که مهرباني وکړې دده ټول عادي او غير عادي خويونو په اړه بشپړ معلومات راکړې!
ـــــــ ډاکتر صيب! هيڅ خبر درنه نه پټوم، زه پخپله ورسره بې کچه مينه لرم او زمونږ د مينې کيسه خو لا له واده مخکې هم ډېره مشهوره وه. کله ډېر مينه ناک کله ډېر شکي او جنګي شي. له همدې امله مې ورسره واده وکړ، تر څو وتوانېږم ددې مرض په له منځه وړلو کې ورسره همکاري وکړم او هيڅکله نه غواړم د ژوند لار ترې جلا کړم، ځکه کېدای شي، دا کار يې دځان وژنې لامل شي او د ژوند په اوږدو کې مې ورته دوه ځله د جلا کېدو خبر کړې او دواړه وار يې د ځان وژنې هڅه کړې، مګر دواړه وارې الله تعالی پر مونږ ټولو فضل کړی او ساتل شوی. او پخپل روزمره ژوند کې هم ډېر نا ارمه او نا انډوله دی، کله دومر ډېر کار کوي او ځان دومره ستړي کړي، چې نور دخوځېدو نه وي، خو کله بيا دومره ناراسته او لټ شي، چې ټک کار نه کوي. د ياونې لپاره درته وايم چې الحمدلله ښه ډېره دنيا لرو، مال هال مو هرڅه ښه پرېمانه دي؛ خو دی بيا هم غلاګانې کوي او کله خوبيخي ډېر واړه شيان هم را پټوي او مونږ ډېر زيات پرې شرميږو. وبښئ صيب! خبره اوږده شوه خو څه وکړم ډېر زيات شراب څښي او پر وجود يې ډېر بد اغيز کوي، خو کله يې بيا بيخي پريږدي، ډېره زياته ډودۍ خوري مګر کله يې بيا بيخي پريږدي او حساسيت يې ورسره پيداشي.
ـــــــ ښه ډ‎ېر ښه دا خو ډېر زيات معلومات دي؛ مګر يو اړخ بايد يو څه روښانه شي او تا د شرم او خجالت له وجې ځان ورباندې غلی کړ .وبښئ که دا راته وواياست چې د کوروالي پر مهال خو به دې ډېره نه تکليفوي او که څنګه !؟ مخ يې تک سور شو سر يې ښکته کړ ساه نيولې شوه او په غلي غږ يې وويل :
ـــــــ و ولا د کور والي باره کې خو بيخي بل شان دی، کله ناکله مې ډېره وهي او ټکوي، تر څو خپل هوس را باندې يخ کړي او ناوړه غوښتنې رانه کوي، چې زه يې نشم منلی. دا د سترګې زخم او شينوالی خو ګورې؛ دا يې د ناوړه چلند يو بيلګه ده.
ــــــ ته بېغمه شه! الله تعالی به خير کړي دا کومې نښې نښانې دې چې راته وويلې،اوس کولای شم، نسخه درته تجويز کړم، پرته له دې چې ويې وينم. ستا خاوند ليونی ندی، خو ډير عادي انسان هم ندی، يو غير متوازن انسان دی او ددې مرض ريښې يې ان تر وړوکوالي رسيږي.او تر واده پورې څه خاص تړاو نلري. دا ټولې ستونزې يې دکورني ماحول زېږنده دي. دی په وړوکوالي کې يا ډېر وهل شوی رټل شوی او يا ډېر بې باکه او ازاد پرېښودل شويدی؛ پلار يې شرابي او يا ذهني مريض دی او يا يې دکورنۍ کوم بل غړی په رواني مرض اخته دی. دې ټولو احتمالاتو کې يو خامخا ريښتيا دی. ـــــــ هو بالکل ډاکتر صيب! ته ريښتيا وايې، کورنی زور زياتی زما د خاوند په رنځ کې ډېر زيات اغېز لري. پلار يې ډېر سخت سړی و، تل به يې خپل ماشومان وهل ټکول او د غټو انسانو تمه به يې ترې کوله او له هيڅ غلطي به نه ورتېريده. مګر ډاګتر صيب وبښئ! دې مرض ته د طب په ژبه څه وايي؟ او دښه کېدو څه اميد يې شته او که نه ؟
ـــــــ قدرمنې! ستا خاوند د سيوري بنديوان دی، دې مرض ته سيکوباتي ويل کيږي او دا مريض پخپل مرض نه پوهيږي. ځکه چې ځمکه او اسمان پېژني خپل ټولوکارونو باندې پوهيږي، مګر دی داسې دی لکه يو بندي چې پخپله نشي کولی ځان له بنده خلاص کړي. کېدای شي له څلوېښت کلنۍ وروسته ښه شي او علاج يې ممکن دی، مګر هغه هم په رواني او ټولنيزو لارو چارو او دا کار په کوچنيوالي کې ډېر اغېزمن وي، خو بيا هم بايد نا اميده نشو او ان شاءالله دی به هم ډېر زر ښه شي.
ـــــ مننه ډاکتر صيب! يوه ستونزه پاتې شوه، هغه دا چې څنګه کولای شم خپل خاوند قانع کړای شم ؟ که دی زما اوستا له ليدنې خبر شي او ستا نظر ورته ووايم، نو الله مه کړه ډېر بد ګومان به راباندې وکړي، چې زما اوستا تر منځ ناوړې اړيکې دي. ــــــ هيڅ خبر نشته ډاډمنه اوسه! الله تعالی به هر څه اسان کړي، ماته ډېر داسې مريضان راغلي او الله تعالی شفا ورکړې ته بېغمه شه! خپل کاغذونه يې ټول کړل له سترګو يې اوښکې تويېدې او په خپ اواز يې خدای په اماني وکړه، داسې رپېدله لکه باران وهلې مرغۍ او د داکتر سپارښتنې يې له ځان سره تکرارولې، ژوند بايد له سره پيل کړم، تېرې ترخې شېبې بايد هېرې کړم، بايد د ژوند جوړلو فارموله عملي کړم. مينه، محبت، صبر، اخلاص او قرباني…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x