نړۍ

د کعبې شریفي څنګ ته یوه سعودي د ځان سوځولو هڅه وکړه / ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغه ۱۹، ۱۳۹۵ل): د کعبې شریفي څنګ ته یوه سعودی تابعیت لرونکی کس هغه وخت ونیول شو کله چې نوموړي پر ځان د پټرولو شیندلو وروسته د سګریټ لایټر په واسطه د اور لګولو هڅه وکړه.

یوه ویډیو چې پر ټولنیزو پانو نشر شوې، په کښي ښودل کیږي چې پر کعبې شریفي طواف کوونکې او د امنیت کسان پر یوه کس راټول دي او له کعبې څخه یې د لیري کولو هڅه کوي.

د پيښي دقیق وخت نه دی څرګند شوی خو د کعبې شریفي او مسجد حرام د ساتونکو ځانګړو ځواکونو ویاند «سامح السلمي» د سعودي ځايي رسنیو ته ویلي چې دوی یو سعودی هغه مهال ونیوی کله چې یې پر ځان د کعبې شریفي څنګ ته پټرول واچول او ځان ته یې د اور لګولو هڅه وکړه.

نوموړي وویل چې دغه کس د عمر په څلورمه لسیزه کې دی او له چلند څخه عصبي ناروغ ښکاری. او زیاته کړې چې د هغه سره به قانوني چلند وشي او د محکمې د پریکړې سره سم به په خپله سزا ورسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x