افغانستان

سرنوشت: د ملکي تلفاتو د مخنیوی شعارونه دي په عمل کې پلي شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغه ۱۹، ۱۳۹۵ل): د ملګرو ملتونو د یوناما ادارې دوه ورځي وړاندي د ملکي مرګ ژبلې په اړه خپل کلنۍ راپور خپور کړ چې پر اساس یې په تېر کال ۲۰۱۶ کې ټول ۱۱۴۱۸ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې په کې ۳۴۹۸ وژل شوي او ۷۹۲۰ تنه ټپیان دي.

په راپور کې د ملکي تلفاتو ۲۴ سلنه مسؤولیت دولتي ځواکونو ته راجع شوی. طالبانو ته د ملکي تلفاتو ۶۲ سلنه منسوب شوې چې هغو یې ردوي.

باید وویل شي چې د افغانستان به جګړه کې دا هغه مرګ ژوبله ده چې یوازي ملکي خلک په کې متضرر شوي، په جګړه کې د ښکېلو اړخونو د وسلوالو مرګ ژوبله په دغه شمېره کې نه ده شامله شوې.

له کابله خپرېدونکې د سرنوشت ورځپاڼي په همدې اړه په خپله سرلیکنه کې ویلي چې بهرنیان، دولت او وسلوال مخالفین تل د ملکیانو د ژوند خوندی کولو شعارونه ورکوي، خو بیا هم کال په کال د ملکیانو تلفات زیاتیږي. ورځپاڼې د جګړې په ټولو اړخونو غږ کړی چې باید خپل مسؤولیت درک کړي او شعارونه پر ځمکنیو واقعیتونو بدل کړي.

ورځپاڼه د ملکي مرګ ژوبلې مسؤول خپله ملګرو ملتونه بولي، ځکه چې په وینا یې د دوی د پریکړې پر اساس په افغانستان کې بهرنیانو جګړه پیل کړې چې تر اوسه لا دوام لري او په لسګونو زره ملکیان په کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

ورځپاڼي د ملګرو ملتونو له لوري خپرې شوي شمېرې ناقصي ګڼلې، ځکه چې په وینا یې په افغانستان کې اوس هم ډیري سیمې دي چیري چې رسنۍ، ملګري ملتونه او نه هم نور څارونکې بنسټونه لاس رسی لري، چې له امله یې هلته تر سره شوي مرګ ژوبلې همداسي پټي پاتې کیږي.

د ورځپاڼې په قول د ملګرو ملتونو یوناما اداره د خپل عادت سره سم تل بهرنیانو ته ډېر کم ملکي تلفات منسوبوي چې سږ کال یې هم د افغانستان د ټولو ملکي تلفاتو یوازي دوه سلنه مرګ ژوبله هغوی ته منسوب کړې، چې ورځپاڼه دا کار د هغوی پر جنایاتو سترګې پټول ګڼي.

د سرنوشت ورځپاڼې په سرلیکنه کې ویل شوي چې دولت تل د ملکي وګړو د خوندیتوب خبرې کوي خو له بده مرغه دوی هم د ملکیانو ژوند ته پام نه کوي او نه یې هم له مخالفینو څخه په خوندي کولو کې خپل مسؤولیت ادا کوي.

ورځپاڼه د افغانستان د اساسي قانون له مخې د خلکو امنیت د دولت دنده ګڼي، خو زیاتوي چې په دې چاره کې دولتي چارواکي پاتې راغلي.

سرنوشت ورځپاڼې پر طالبانو هم غږ کړی چې د خپلو مشرانو پیغامونه واوري او پر داسي سیمو له بریدونو ډډه وکړي چې هلته د ملکي تلفاتو اندېښنه وي، ځکه چې د ملکیانو مرګ ژوبله د «اسلام د ښکاره احکامو خلاف ده».

باید وویل شي چې طالبان، دولت او بهرنیان تل د ملکي تلفاتو په پيښو کې خپل مخالفین مسؤول بولي او په ولسي مرګ ژوبله کې له خپل مسؤولیت څخه انکار کوي.

ورځپاڼه وايي: «له بده مرغه دواړه لوري د اسلام، ملي او نړیوالو قوانینو خلاف ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي او بیا یې مسوولیت هم نه مني. که دوی رښتیا هم هغه څه ته چې وايي یې، ژمن وي، نو په کار ده چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه واخلي»

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x