شعـــــرونه

غزل/ سيد مطيع فاتح

سيد مطيع فاتح

د چا په نوم مي زندګي وه، خو بس تېره شوله
د ځان مي کړې بـربادي وه، خو بس تیره شوله

ګل مې په لاس کي انتظار به ومه چاته ولاړ
د یو څو ورځو پاچاهي وه،خو بس تیره شوله

زما او ستا مینه نور څه وله خو دا وله چې
یو یا دوه بیته شاعري وه،خو بس تیره شوله

زه یې مُرید وم، “دی د عشق ملک” د ښکلو باچا
د منصور څه ښائسته پیري وه،خو بس تیره شوله

خپه چي نه شې اوس دي هومره په کیسه کې نه وو
ګله !د حُســن دي خاني وه، خو بس تیره شوله

د “فاتح” نوم به هـم وو ډیرو په مــړوند لیکلی
یاره یو وخت کې یې ځواني وه،خو بس تیره شوله

سید مطیع فاتح

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x