
د سپرلي ورا/ عرفاني
عرفان الله عرفاني
ورا د سپرلي د غره په څنډه وينم
خزان له سيمې نه په منډه وينم
لور په لور وږم د سنځلو خپور دی
سپين شبنم پروت د ګل په ټنډه وينم
لکه غاټول ښکاري کېږدۍ پر دښتو
هر ځای رمه د شپونکي پنډه وينم
زېری راوړی د سهار نسيم دی
بوړبوکۍ بوره، سيلۍ کونډه وينم
ګلبڼ ته بيا بلبلان کډې راوړي
د بوراګانو لويه غونډه وينم
( عرفاني ) ځمه د جانان کلي ته
نن يې نزدې سم بې له خنډه وينم