کابل: د سترې محکمې مخته چاودنه کې ۲۰ تنه مړه او ۴۵ ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغه ۱۹، ۱۳۹۵ل): په کابل کې د سترې محکمې مخته چاودنه شوې چې له امله یې د لومړنیو معلوماتو پر اساس ۲۰ تنه مړه او ۴۵ نور ټپیان شوی دي.

د وزیر اکبر خان روغتون یوه سرچینه د پيښې وروسته خبریالانو ته وویل چې تر اوسه دوی ته ۲۰ تنه مړي او ۴۵ تنه ټپیان رسیدلي دي .

ددی تر مخه د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب الله دانش رسنیو ته وویل چې د محکمې په پارکنګ کې د چاودنې له امله دولس تنه مړه او ۱۲ نور ټپیان شول.

نوموړي وویل چې چاودنه په پارکنګ کې د یوه موټر په واسطه را منځته شوې.

تر اوسه د کابل پولیسو د پيښې په تړاو څرګندونې نه دي کړي او نه هم د پيښې له امله د قربانیانو د هویت او کره شمېر په اړه وروستي معلومات تر لاسه شوي دي.

د چاودنې مسؤولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د