نظــر

مسلمان ځوان ته!

فاتح کاروان
اې ځوانه! لومړی شکر وباسه په دې حالت چې الله جل جلاله ته په اسلام او ایمان مشرف کړی او بیا یې د خپل خوږ پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په امت کې شامل کړی؛ وروسته له دې لازمي ده چې د یو مسلمان ځوان په حیث خپل مسؤلیت و پیژنې، هغه مسؤلیت چې ته یې د اسلام د دعوت، دفاع، اسلامي امت ته د خدمت او د اسلام د دښمنانو پر وړاندې باید تر سره کړی.

مسلمان ځوانه! دا چې د فتنو او فسادونو په دې روان دور کې الله تعالی د خپل مبارک حق او ښایسته دین یعنې اسلام پیرو پیدا کړی یې، نو ته هم د غفلت او بې پروایۍ له درانه خوبه راویښ شه، د مادیاتو او نفسیاتو مینه له زړه نه وباسه او د یوه سوچه مسلمان په حیث د اسلام داعي جوړ شه، د یوه غښتلي مسلمان په حیث د اسلام دفاع کوونکې شه، د یوه حلالي بچي په حیث د اسلامي امت د مظلومو پرګنو د مظلومیت سویو کړیکو ته لبیک ووایه، د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د ملګري په حیث د مسجد اقصی د آزادۍ لپاره مټې راونغاړه او د سلطان صلاح الدین ایوبي د لمسي په حیث د یهودو او نصاراو ژامې ورماتې او په مقبوضه بیت المقدس د آزادۍ، خپلواکۍ او سر لوړۍ د توغ پورته کوونکې جوړ شه.

مسلمان ځوانه! د آرام خوبونه پریږده او د ګران هېواد په شمول د ټولو مستعمره اسلامي ځمکو د آزادۍ لپاره د را پورته شوي جهادي غورځنګ ملګرتیا غوره کړه، د دې لپاره چې ته ځان د اسلام د یوه سرښندونکي او اتل سپاهي په توګه ثابت کړی نو د ارام طلبۍ او تمبلۍ له مرضونو ځان خلاص او د یوه خوځنده، متحرک او چټک مجاهد په څېر د صلیبي، یهودي او دهري کافرانو پر ځالو او د دوی لخوا په جوړو شوو د فحشاء او بې دینۍ پر مرکزونو لکه اسماني تندر ور نازل شه.

مسلمان ځوانه! د دې مظلوم امت پر اوږو د انګورو د تاک په څېر بوج مه جوړیږه، بلکې د چنار په شکل په خپلو مټو زور وکړه او د مظلوم اسلامي امت مظلومو بچیانو ته اوګه ورکوونکی شه، د مظلومو مسلمانو زندانیانو فریاد ته د لبیک په ویلو د نړیوال کفري ښکېلاک زندانونه دړي وړي او خپلو اسیرو خویندو، ورونو، عالمانو، ځوانانو او بوډاګانو ته ترې نجات ورکه، د جومات په کونج کې دعاګانې هغو ته پریږده چې له ځوانۍ او حرکت نه لویدلي دي؛ ته باید د جومات په کونج کې نه بلکې د جهاد په ګرمو سنګرو کې پاک رب ته سر په سجده او لاس په دعا اوسې، لکه څنګه چې خوږ پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د بدر په میدان کې د خپل ټول توان سره د اسلام د دښمنانو پر وړاندې راوتلې او همالته په سنګر کې یې د الهي نصرت دعا کوله، ته هم د یو سوچه مسلمان په حیث د خپل رهبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم لاره تعقیب کړه.

مسلمان ځوانه! پام کوه چې د وخت طواغیت، شیاطین او فرعونیان دی د مرستو، بیا رغاونی، ملګرتیا، سولی او سوکالۍ په خوږو، خو درواغجنو شعارونو خطا نه کړي، ته باید پوه اوسې چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د اسلام د بشپړې خاتمې لپاره یوه نوی صلیبي جګړه پېل شوی، یهود، نصرانیان او دهریان په یوه صف کې د اسلام د نابودۍ لپاره را یو ځای شوي او تر هر څه مخکې غواړي چې ستا په شان ځوانان په خپلو مکارو خبرو، وعدو او شیطاني فریبونو د مقاومت او مبارزې له لارې را وګرځوي او د خپلې غلامۍ تر جغ لاندې دی راولي، نو پام کوه، اې د خالد بن ولید لارویه، د مثنی بن حارثه عسکره د ضرار بن لازور ملګریه! چې خطا نه شی، اسلام خدمت غواړي، د کفر او استبداد پر وړاندې له تانه د مبارزې غوښتنه کوي، ته وګوره هر ځای کې یواځې د مسلمانانو ویني بهیږي نو خپل مسؤلیت درک کړه، را پورته شه او د اشداء علــی الکفار رحماء بینهم مصداق وګرځه، خپل خوبونه پریږده چې د اسلامي امت راتلونکي نسلونه درباندې وویاړي، خپل ارام ژوند پریږده چې د دې امت دردیدلي وګړي ستا د مبارزې تر سیوري لاندې لږه د آرام سا واخلي، خپل خواهشات پریږده چې د جنت حوري درباندې فخر وکړي، د اسلام سرښندونکې بچې جوړ شه چې په ورځ د قیامت دی رب تعالی د سعد بن ابي وقاص، حضرت حمزه، مصعب بن عمیر او زید بن حارثه رضي الله عنهم په صف کې ودروي.

نو اې مسلمان ځوانه! د کفارو زندانونه د مسلمانانو له خویندو ډک دي، د اسلام مدرسې ورانې شوی، مساجد شاړ شول، علماء شهیدان او کتابونه یې د صلیبي داړه مارو عسکرو تر پښو لاندې پاڼې پاڼې او دل شول، را پورته شه دا امت تاته سترګې په لار دی، د لوبو، سریالونو، ساعت تیریو او بې ځایه مجالسو نه ځان خلاص کړه، دغه شیطاني مشغولاوی پریږده؛ ته الله جل جلاله د دې لپاره نه یې پیدا کړی چې دا ښایسته ځواني دی په لوبو، سریالونو او فاحشو مجلسونو کې تیره شي، بلکې ته یې د دې لپاره پیدا کړی یې چې د یو ویښ او با احساسه مسلمان په حیث د کفر او اشغال پر وړاندې په یو وخت کې یو پوه او متقي داعي، یو غښتلې او سرښندونکې مجاهد او یو با احساسه مبارز جوړ شی. دا یوه رښتوني وعده ده چې الله تعالی به دی په هر ډګر نصرت وکړي، خو که تا د الله تعالی جل جلاله حق پر ځای کړ.

د نړیوال اسلامي نظام د قیام په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

کاروان صاحب ! سلامونه می ومنه ! ډیره په خای او له حقایقو ډکه لیکنه مو لیکلی او تاسی تل داسی لیکنی او تبصری لیکی الله ج دی اجرونه درکړی او الله ج دی مونږ ټولو مسلمانانو ته توفیق راکړی چه د رشتینو مسلمانانو سره په صفوفو کی رشتونی او قانع مسلمانان وشمیرل شو . په رشتیا هم تر ټولو لوی نعمت دا چه مونږ یی د اسلام په دین مشرف کړی یو ، دا نعمت د روغتیا او خوشاله عمر هم غیر قابل تصور توپیر او بهتری لری، الله ج فرمایی چه ننوځی په اسلام ( زما په توحید… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

الله دی عوض درکړی ډیره دحقیقته اوپوهۍ ډکه مقاله دی لیکلی ده انشاءالله اوس په تمامه دنیاکی مسلمانان دیهودو ،منافقینو،مشریکینو اوسیکولرانوپر مقابل راپورته سوی دی نصاراووته نن هم مشریکین ویلای سوولی چه هیڅ عمل دکتاب نسته کی سیکولرمشرکین دی – خوزماپه نظر نن موږباید داسلام هر عمل له قرآنه شروع کو انګریزانو دکادیانیانو په مرسته اسلام په کتابی ډول سخت خراب کړۍ دۍ.
په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x