نظــر

زړورتیا او مېړانه د ډار (ویري) په وړاندې

زاهد الله ابراهيم زی

ځنې خلګ ډېره وېره احساسوي ،ډیری ځایونو ته په ډاډه زړه نشي تلای، په داسې حال کې چې ایمان انسان ته د زړورتیا او مېړانې روحیه، د الله تعالی په لاره کې د شهیدېدو قرباني او د مرګ هېڅ ګڼل وربښي. ایمان انسان ته دا وایي، چې د عمر ورکوونکی الله تعالی دی،سرښندنه او زړورتیا له عمر څخه څه نه کموي، دغه راز لټي او ټنبلي څه شی په عمر نه زیاتوي، څومره ډېرو انسانانو د خوب په بسترنو کې خپلې ساه ګانې ورکړي دي، په دې ډول زیاترو کسانو چې په سختو او وارخطا جګړو او جنګونو کې ګير شوي دي، ژوندي راوتلي، الله تعالی په خپل پاک کتاب (قران) کې داسې فرمایلي دي:( وَما كانَ لِنَفْسٍ أَنْ تَمُوتَ إِلاَّ بِإِذْنِ اللهِ كِتاباً مُؤَجَّلاً وَمَنْ يُرِدْ ثَوابَ الدُّنْيا نُؤْتِهِ مِنْها وَمَنْ يُرِدْ ثَوابَ الآخِرَةِ نُؤْتِهِ مِنْها وَسَنَجْزِی الشَّاكِرِينَ) ( ال عمران/۱۴۵) ژباړه : ( هېڅ ساه کښ د الله له حکم څخه پرته نه شي مړ کېدای، د مرګ نېټه لیکل شوي ده، څوک چې د دونیا د ثواب په اراده کار وکړي، هغه ته به موږ له همدې څخه ورکړو، او څوک چې د اخرت په اراده کار وکړي، هغه به د اخرت ثواب ومومي او شکر وېستونکیوته به موږ هرومرو د هغو مکافات ورکړو). دغه راز الله تعالی فرمایي (أَيْنَما تَكُونُوا يُدْرِكْكُمُ الْمَوْتُ وَلَوْ كُنْتُمْ فِي بُرُوجٍ مُشَيَّدَةٍ وَإِنْ تُصِبْهُمْ حَسَنَةٌ يَقُولُوا هذِهِ مِنْ عِنْدِ اللهِ وَإِنْ تُصِبْهُمْ سَيِّئَةٌ يَقُولُوا هذِهِ مِنْ عِنْدِكَ قُلْ كُلٌّ مِنْ عِنْدِ اللهِ فَما لِهؤُلاءِ الْقَوْمِ لا يَكادُونَ يَفْقَهُونَ حَدِيثاً) (نساء /۷۸) : ژباړه ( پاتې شو مرګ، نو چېرته چې یاست، هغه په هر صورت درتلونکی دی، که تاسو هرڅومره په محکمو(ټینګو) کلاګانو کې هم اوسئ. که دوی ته څه ګټه رسیږي، نو وايي، دا د الله له لوري ده، اوکه څه زیان ور اوړي، نو وايي دا ستا له لاسه دی، ورته ووایه (پیغمبره) ، هرڅه د الله له لوري دي، اخر په دې خلګو څه شوي دي چې په هیڅ خبره نه پوهېږي). همدارنګه الله ج په یوبل مبارک ایت فرمایي (وَإِنْ يَمْسَسْكَ اللهُ بِضُرٍّ فَلا كاشِفَ لَهُ إِلاَّ هُوَ وَإِنْ يُرِدْكَ بِخَيْرٍ فَلا رَادَّ لِفَضْلِهِ يُصِيبُ بِهِ مَنْ يَشاءُ مِنْ عِبادِهِ وَهُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ) (یونس \۱۰۷) ژباړه : (که الله تعالی تاته کوم زیان وغواړي، هیڅوک هغه زیان نشي دفعه کولای،که تاته د خیر اراده وکړي،یوشی نشي کولای چې هغه منعه کړي،د الله ج فضل او رحمت د هغه هر هغه بنده ته چې وغواړي رسېږي او هماغه بښونکی او مهربان دی). په دې اړه له عبدالله بن عباس (رض) څخه یوحدیث روایت دی،چې په حجة الوداع کې عبدالله بن عباس د پیغمبر (ص) تر شا پر اس سپور و،پیغمبر (ص) ورته وویل : اې عبدالله تاته توصیه کوم ،که د دونیا ټول خلګ راټول شي،څوتاته زیان ورسوي، ترکله چې الله تعالی ونه غواړي،څوک تاته زیان نشي رسولای او په همدې ډول که د دونیا ټول خلګ راټول شي، څوتاته ګټه ورسوي، تر کله چې الله تعالی ونه غواړي ،هیڅوک تاته ګټه نه شي رسولای،که د دې نړۍ ټول خلګ او مخلوقات په یو پراخ میدان کې راټول شي،هر یو له الله تعالی څخه څه یې چې زړه غواړي، وغواړي او الله تعالی هریوته غوښتل شوی شی او دهغه اړتیا ورکړي، د الله تعالی له ملکیت او پادشاهۍ څخه څه نه کمیږي.

زړورتیا او مېړانه د انسان له عمر څخه څه شی نشي کمولای، په دې برخه کې غوره بېلګه حضرت خالد بن ولید (رض) دی، چې د اسلام په لومړیو کې یې په ډېر سختو جګړو کې د اسلام د دوښمنانو په وړاندي کې وجنګېد، مګر په پای کې په خپل بستر کې مړ شو، د مرګ په وخت کې یې ویل، زما په وجود کې هېڅ ځای پاتې نه دی، چې په هغه کې د توري او نېزې نښه نه وي؛ مګر افسوس چې په خپل بستر کې ساه ورکوم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x