شعـــــرونه

غزل/ محمد نعيم افغان زوی

محمد نعيم افغان زوی

نن چې په بحر کې غوټې وهم ګوهر لټوم
بې څه سودا نکړم په خاورو کې سره زر لټوم

زه یې وصال ته مدام نیسمه تل درسته روژه
بیا یې د وصل او دیدن کمکی اختر لټوم

ورځو او شپو ته مې ځانګړې معیارونه ایښې
شپې ته سپین ستوري او د ورځ لپاره لمر لټوم

توره تیاره چې درس ترې اخلي په سهار بدلېږي
تل چې الهام ترې پورته کېږي سپین سحر لټوم

زه له رڼا چې صدقه شم خېر دی ودې سوځم
داسې خمار یم په قندیلو کې کوثر لټوم

راخوروي چې په وړانګو تل دا شرېرې تیارې
دې بد بدرنګو ته په دې جهان محشر لټوم

په فقیرۍ کې چې له شاه نه وي زما غوره ژوندون
داسې ژوندون د فقیرۍ په خوږ منظر لټوم

د هر تورتم لپاره وي چې یو مرګونې کنده
له مستو مستو شغلو ډک ژوَر سنګر لټوم

چې صداقت او عدالت ترې بلاکیفه زده کړم
حقه وینا حقاني ژبه حق ممبر لټوم

په ژوندانه مې دی ارمان ورته یم تږی زښته
خوار افغانزوی خوږه روضه د خوږ سرور لټوم

محمد نعیم افغانزوی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x