دیني، سیرت او تاریخ

د غسل اړوند شپږم درس

احمد الله عاطفي
په غسل کې دبدن مږل او کیسه
دجمهور علماوو راېه دی چې په غسل کې دبدن مږل،کیسه یا نورکوښښ واجب نه دی،مګر دپاکوالي لپاره نیک عمل دی، خو امام مالک او مزني(رحمهما) په شمول محدود علما ئې واجب بولي.

څلور واړه مذاهب او جمهور اهل علم په غسل کې اودس سنت او مستحب بولي ،مګر د امام داود ظاهري(کوم چې د ظاهري مذهب باني دی) په نزد واجب دی.

دغسل په عملي ترتیب کې اختلاف
صحابه (رضی الله عنهم) آیمه مجتهدین او علما(رحمهم) متفقاً په یوه خوله دي چې د غسل په پیل کې داسي اودس وکړئ څرنګه چې د لمانځه لپاره ئې تر سره کوئ،خو دا اودس فرض نه بلکه سنت دی،چې له دې پرته هم غسل صحي کیږي.

یادښت: که څه هم دغسل په پیل کې اودس سنت دی ،خو په همدي اودس ټول عبادات، لمونځونه(فرض، واجب،سنت ،نفل، جنازې لمونځ…) دبیت الله طواف، قرآنکریم ته لاس ور وړل او…تر سره کولای شئ .

اختلاف دسر په مسح او دپښو په وینځلو کې دی.
امام ابو حنیفه(رحمه الله) په شمول دیو شمیر بزرګانو قول دی: دسر مسحه هغه وخت بې اغیزه او معدومیږي کله چې په سر اوبه وبیولی شي، په همدي بنأ د سرمسحې ضرورت نه پاته کیږي،مضمضه، استنشاق،مخ او لاسونو دڅنګلو سره وینځلو نه وروسته چې په ترتیب کې دسر مسحه دی ،ددي پر ځای چې سر مسح کړئ ،دلاسو دګوتو په سرونو ویښتان او دویښتانو بیخونه ښه ومږئ،بیأ پرې اوبه واچوئ.

د فتوآ ستر کتاب قاضی خان، زاهدي، فتح او دجوهر په شمول یوشمیر سترو کتابونو او علماوو رایه دی،چې په ظاهر روایت کې څرګنده دی چې داسې اودس وکړئ څرنګه چې لمانځه لپاره ئې تر سره کوئ، نو معلومه خبره دی چې دسر مسح په او دس کې فرض دی ، دغسل په اودس کې باید تر سره شي.

دویمه مسئله دغسل په اودس کې دپښو وینځلو دی:یو شمیر علمأ تاکید لري، ددوۍ قول دادی چې وايې: څرنګه چې درسول الله(صلی الله علیه وسلم) دغسل عملي ښودنه داُم المومنین حضرت میمنۍ (رضی الله عنها) په روایت کې شوي،چې پښې به دغسل په پای کې دغسل محل نه په لرې کیدو وینځئ،همداسي تر تیب غوره دی.

دویمه ډله علما وايې : دغسل په پای کې دپښو وینځلو استثنأهغه وخت موثر او اغیزمن وي کله چې دغسل استعمال شوي اُوبه دغسل په محل کې یو څه ایثار شي،یعني غسل په رغړنده ځای کې نه وي،که غاسل په چوکۍ،تخته ،کاڼي ،ګټه او یا داسي حمام او ځان وینځلو تشنابوکې وي چې اُوبه نه دریږي، دغسل پیل کې دپښو وینځلو په شمول بشپړ اودس تر سره کول غوره دی.(والله اعلم)

یادښت : غوره او بهتره دادی چې داختلاف له ستونځې څخه په لږ عمل سره ځان وژغورو، دغسل په اودس کې دسر مسح وکړو او هم پښې ووینځو ، دغسل په پای کې یوځل بیا په پښو اوبه تیرې کړئ، تر څو دغسل استعمال شوي اوبو دپاته کیدو اشتباه هم له مینځه ولاړه شي.

درسول الله(صلی الله علیه وسلم) غسل
دسیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دغسل عملي ترتیب د اُم المومنین حضرت عایشه صدیقه او اُم المومنین حضرت میمونه(رضی الله عنهنَّ) په مبارکو روایتونو کې.

۱ـ عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ کَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ إِذَا اغْتَسَلَ مِنْ الْجَنَابَةِ یَبْدَأُ فَیَغْسِلُ یَدَیْهِ ثُمَّ یُفْرِغُ بِیَمِینِهِ عَلَى شِمَالِهِ فَیَغْسِلُ فَرْجَهُ ثُمَّ یَتَوَضَّأُ وُضُوءَهُ لِلصَّلَاةِ ثُمَّ یَأْخُذُ الْمَاءَ فَیُدْخِلُ أَصَابِعَهُ فِی أُصُولِ الشَّعْرِ حَتَّى إِذَا رَأَى أَنْ قَدْ اسْتَبْرَأَ حَفَنَ عَلَى رَأْسِهِ ثَلَاثَ حَفَنَاتٍ ثُمَّ أَفَاضَ عَلَى سَائِرِ جَسَدِهِ ثُمَّ غَسَلَ رِجْلَیْهِ. (صحیح مسلم،صحیح بخاري و…)

ژباړه: اُم المومنین حضرت عایشه صدیقه(رضی الله عنها) ‌فرمایې: هرکله حضرت رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) غوښتل دجنابت غسل وکړي؛ اول ئې خپل دواړه لاسونه تر مړوندو وینځل ، بیائې په ښي لاس اوبه اخستل په چپ ئې تویول،په همدې چپ لاس ئې خپل ځانګړي اندامونه وینځل(استنجا ئې کاوه) بیائې داسي اودس کوه څرنګه ئې چې لمانځه لپاره تر سره کوه،بیائې دلاسو ګوتې په اوبو کې لمدې کړل دسرویښتانو بیخونه به ئې په ګوتو او اوبو ښه مساج کړل تر هغې چې لوند والی جوت شو بیابه ئې درې ډکې لپې اوبه په سر اړولې له دي وروسته ئې په ټول بدن اوبه تیرولې او په اخر کې ئې خپلې پښې وینځلي.

عَنْ مَیْمُونَةُ قَالَتْ أَدْنَیْتُ لِرَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ غُسْلَهُ مِنْ الْجَنَابَةِ فَغَسَلَ کَفَّیْهِ مَرَّتَیْنِ أَوْ ثَلَاثًا ثُمَّ أَدْخَلَ یَدَهُ فِی الْإِنَاءِ ثُمَّ أَفْرَغَ بِهِ عَلَى فَرْجِهِ وَغَسَلَهُ بِشِمَالِهِ ثُمَّ ضَرَبَ بِشِمَالِهِ الْأَرْضَ فَدَلَکَهَا دَلْکًا شَدِیدًا ثُمَّ تَوَضَّأَ وُضُوءَهُ لِلصَّلَاةِ ثُمَّ أَفْرَغَ عَلَى رَأْسِهِ ثَلَاثَ حَفَنَاتٍ مِلْءَ کَفِّهِ ثُمَّ غَسَلَ سَائِرَ جَسَدِهِ ثُمَّ تَنَحَّى عَنْ مَقَامِهِ ذَلِکَ فَغَسَلَ رِجْلَیْهِ ثُمَّ أَتَیْتُهُ بِالْمِنْدِیلِ فَرَدَّهُ. (رواه مسلم، بخاري و…)

ژباړه:اُم المومنین حضرت میمونه (رضی الله عنها) فرمایې : ما اوبه راوړې، حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ته مې نږدې کړې(دجنابت غسل لپاره)هغه مبارک خپل ورغوي دوه یا درې ځله ووینځل،بیائې ښي لاس د اوبو په لوښي کې ننویست، له هغه څخه ئې اوبه واخستې په ځانګړیو اندامونو ئې واچولې،په چپ لاس ئې ووینځل( استنجائې وکړه)،له دي وروسته ئې چپ لاس په زمکه ښه ومږه،بیائې داسي اودس وکړ څنګه ئې چې لمانځه لپاره کوه،بیائې پخپل سر دري لپې اوبه واچول،بیائې ټول بدن ووینځه،له هغه ځایه په څنګ شو بیائې پښې ووینځلي،ما رومال (ځان پاک) راوړ(دځان وچولو او پاکولو لپاره) خو وائې نخست.

عن ابن عباس :عَنْ مَيْمُونَةَ (رَضِيَ الله عَنْهَا) زَوْجِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم قَالَتْ: تَوَضَّأَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم وُضُوءَهُ لِلصَّلاةِ، غَيْرَ رِجْلَيْهِ، وَغَسَلَ فَرْجَهُ وَمَا أَصَابَهُ مِنَ الأَذَى، ثُمَّ أَفَاضَ عَلَيْهِ الْمَاءَ، ثُمَّ نَحَّى رِجْلَيْهِ، فَغَسَلَهُمَا، هَذِهِ غُسْلُهُ مِنَ الْجَنَابَةِ. (رواه بخاري و..)

ژباړه: حضرت عبدالله ابن عباس دخپل ترور(اُم المومنین حضرت میمنه،رضی الله عنها) نه دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دجنابت غسل په اړوند روایت کوي،چې هغۍ وفرمائېل: اودس وکړحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) داسي اودس،چې لمانځه ته ئې کوه،خو خپلې پښې ئې نه وینځلې،خپل ځانګړیو اندامونه او هغه پليتي چې په بدن نښتي و هغه ئې ووینځل، بیائې پر هغه(ټول بدن) اوبه وبیولې، بیائې دواړه پښې په څنګ کړې او وې وینځل، دا و دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دجنابت غسل.

عن عائشة قالت كان النبي صلى الله عليه وسلم إذا اغتسل من الجنابة دعا بشيء نحو الحلاب فأخذ بكفه فبدأ بشق رأسه الأيمن ثم الأيسر فقال بهما على وسط رأسه.(رواه صحیح مسلم و…)

ژباړه:سیدنا اُم امومنین حضرت عایشه صدیقه(رضی الله عنها) فرمايې: حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم)چې کله دجنابت غسل اراده کوله یولوښی اوبه دحلاب برابر به ئې وغوښت ( حلاب هغه ظرف ته وائې چې اوښۍ شیده پکې لوشیدل کیږي) بیائې له هغه نه په لاس اوبه واخستې،لمړی به ئې دسر ښي لور بیائې چپ لور ووینځه له دي وروسته ئې په دواړو لاسو(لپه) اوبه اخستې دسر په مینخ ئې اړولې.‎

نور بیأ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x