ورزش

شهزاد او نبي به په PSL کې لوبیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۹مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان کرکټ بورډ اداره وايي چې محمد شهزاد او محمد نبي به د پاکستان غوره لیګ سیالیو په لومړیو او وروستیو لوبو کې ولوبیږي.

کرکټ بورډ د فیسبوک په خپلې رسمي پاڼې لیکلي چې محمد نبي به د PSL په لومړیو لوبو کې تر لوبېدو وروسته په زمبابوۍ کې له ملي لوبډلې سره یوځای شي او شهزاد به بیا د زمبابوۍ سره تر سیریز وروسته د PSL په وروستیو لوبو کې ولوبیږي.

افغان لوبډله له زمبابوۍ سره د پنځو یو ورځېنیو لوبو سیریز لري چې زمبابوۍ یې کوربه ده.

تر دې وړاندې کرکټ بورډ ویلي وو چې دواړه لوبغاړي به له دې امله د پاکستان غوره لیګ سیالیو کې ګډون ونشي کړای چې افغان ملي لوبډله په دغو ورځو کې د زمبابوۍ سره د لوبو سیریز لري.

محمد نبي تر دې وړاندې هم په PSL کې د کویټه ګلډیټرز لوبډلې سره لوبېدلی و. شهزاد محمدي دا ځل پېښور ځلمي لوبډلې اخېستی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x