fbpx

له ماشومانو سره د خبرو کولو مهارت

ژباړه : عطا محمد میاخېل

له ماشومانو سره خبرې کول، په ښکاره آسانه کار معلومېږي، خو حقیقت دادی، چې کله وخت اوضاع داسې پرمخ ځي، چې ګویا نه موږ د ماشومانو خبرو ته متوجه کېږو او نه هغوی زموږ په منظور پوهېږي، غوره ده، چې د خپلو خبرو اترو د اغېزمن کېدو له پاره لاندې ټکي په پام کې ونیسو :

هڅه وکړئ، چې له خپل ماشوم سره د سترګو اړیکه وساتئ . هلکان معمولاً د اوږد مهال له پاره نه شي کولای، چې په یوه موضوع باندې خپل تمرکز وساتي، که چېرې ماشوم د کومې موضوع په اړه خبرې کوي، نو هغه موضوع مهمه ده او د حواسو تمرکز ته اړتیا لري، هڅه وکړئ، چې یوه آرام چاپېریال ته یې بوځئ او په مستقیمه توګه یې سترګو ته وګورئ، کله چې دا کار کوئ، د هغه د تمرکز کچه لا پسې ډېرېږي .

د خپلو ماشومانو له پاره وینا مه کوئ، له رڼو او ساده جملو څخه ګټه واخلئ او هڅه وکړئ، چې ټول مطلب په څو لنډو جملو کې بیان کړئ . کله چې له اوږدو جملو څخه ګټه اخلئ، ښایي ماشوم اصلي موضوع هېره کړي او یا یې ورته پام نه شي .

ستاسو ټولو هڅې باید پر دې وي، چې له خپل ماشوم سره په پرله پسې توګه خبرې وکړئ. له شپني خوب څخه پنځه دقیقې مخکې ورشئ او د ورځنیو پېښو په اړه ورسره خبرې وکړئ . دا یو مثبت ګام دی .

کله چې له خپل ماشوم سره خبرې کوئ، هڅه وکړئ چې د خبرو اترو لړۍ په ښه توګه پرمخ یوسئ او هغې ته دوام ورکړئ . له دا ډول جملو څخه ګټه واخلئ، لکه : ښه بیا څه وشول ؟، هغوی څه وکړل ؟ یا تا څه وویل ؟، ترڅو ستاسو او د ماشوم ترمنځ مو خبرې اترې دوام ولري . کله چې ماشوم د خپلو خبرو په اړه تر پوښتنې لاندې راځي، نو له خپلو والدینو سره د خبرو اترو دوام ته لېوال کېږي او پر هغوی باندې یې باور لا پسې زیاتېږي .

د ماشوم دا خوښېږي، چې له تاسو سره د خبرو کولو له کبله ښه احساس ولري او له هغې څخه مهمه دا چې خوښېږي یې پوه شي، چې تاسو له هغه سره د خبرو کولو له کبله خوښ او راضي یاستئ، نو وخاندئ او له خبرو کولو سره لېوالتیا ښکاره کړئ .

سره له دې چې سختې خبرې کوئ، خپله آرامتیا وساتئ . د دې له پاره چې ماشوم مو په خپله موخه پوه کړئ، له لوړ غږ څخه ګټه واخلئ، دا ستونزه را مخته کېږي، ترڅو وروسته مو غږ لوړ نه کړئ، ماشوم مو ستاسو د خبرو په ارزښت او اهمیت باندې نه پوهېږي .

که کله وخت داسې پېښ شول، چې لاچاره په خپل ماشوم باندې نیوکه وکړئ، غوره ده، پرځای د دې چې هغه ورټئ، ورته ووایئ، د هغه کار به نسبت، څه احساس لرې، کوم چې ترسره کړی دې دی، هلکان پرتاسو باندې، ستاسو د چلند د اغېزې په نسبت ډېر تر اغېزې لاندې راځي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د