ټولنیزه برخه

دو څلوېښت جملې چې باید خپلو ماشومانو ته یې ووایئ

ژباړه : عطا محمد میاخېل

زه ستا تر شاه ولاړه یم، زه په تا باندې باور لرم، ستا خبرو ته مې غوږ نیولی . دو څلوېښت مهم جملې، چې په ویلو سره یې کولای شئ، په ځان باندې د پیاوړي باور لرونکي ماشومان وروزئ .

والدین معمولاً له خپلو ماشومانو سره مینه کوي، خو کله وخت د خپلو ورځینو بوختیاوو په لړ کې له ماشومانو سره  خپلې خبرې  په کافي اندازه نه سنجوي . باید دې ته ښه پام وکړئ، هغه جملې چې په مټ یې هره ورځ له خپلو ماشومانو سره خبرې کوئ، په راتلونکې کې د هغوی د چلند په بڼه او دننني ماهیت باندې اغېزه ښندي .

ورځپاڼه لیکونکې او د څو جایزو ګټونکې تر نامه لاندې د یوه مشهور وېب سایټ بنسټ ایښودونکې میشل هورتون میندو ته د لارښوونې په تړاو دو څلوېښت جملې ذکر کړي، چې د هغو په ویلو او یادولو سره کولای شئ، په ځان باندې د لوړ اعتماد لرونکی ماشوم وروزئ .

۱ ـــ مهمه نه ده، چې په غوسه یې ! کولای شم په آرامه کولو کې دې درسره مرسته وکړم .

۲ ـــ مهمه نه ده، چې خپه یې ! تل ستا تر څنګ یم .

۳ ـــ مهمه نه ده، چې د ناهیلۍ احساس کوې ! په دې احساس باندې زه هم پوهېږم .

۴ ـــ هر څه ښه دي .

۵ ـــ له تاسره هغه ډول چې یې، مینه لرم .

۶ ـــ زما له پاره ډېر ارزښت لرې .

۷ ـــ ستا خبروته مې غوږ دی .

۸ ـــ زه دلته یم .

۹ ـــ اړینه نه ده، چې زما د خوښۍ او خوشالۍ په فکر کې واوسې .

۱۰ ـــ ستا اوسنی منفي احساس لنډ مهالی دی .

۱۱ ـــ زه ستا په احساس باندې پوهېږم، قضاوت پرې نه کووم .

۱۲ ـــ هو د لوبو پرمهال دې ننداره کووم .

۱۳ ـــ هو خوښېږي مې، چې د لوبو پرمهال زه هم در سره لوبې وکړم .

۱۴ ـــ هو خوښېږي مې، چې په څنګ کې دې ویده شمه .

۱۵ ـــ ته د دې سبب کېږې، چې زه وخاندمه .

۱۶ ـــ په تا باندې ډاډه یمه .

۱۷ ـــ په تا باندې باور لرمه .

۱۸ ـــ ته کولای شې، چې دا کار ترسره کړې .

۱۹ ـــ هېڅوک بشپړ نه دی .

۲۰ ـــ زما او ستا ترمنځ مینه بېسارې ده .

۲۱ ـــ در نه مننه کووم .

۲۲ ـــ په تا باندې ویاړم .

۲۳ ـــ خوشاله یم، چې په څنګ کې دې یم .

۲۴ ـــ تېروتنه کول، یو طبیعي امر دی .

۲۵ ـــ بیړه مه کوه .

۲۶ ـــ ځواکمن یې .

۲۷ ـــ ویاړم، چې ستا مور یم .

۲۸ ـــ زړور یې .

۲۹ ـــ بښم دې .

۳۰ ـــ کینه دې لرې کړه، وژاړه .

۳۱ ـــ تل ستا په اړه فکر کووم .

۳۲ ـــ نن ډېره درپسې خپه شومه .

۳۳ ـــ کولای شې، خپل باور ته بدلون ورکړې .

۳۴ ـــ کولای شې، د مرستې غوښتنه وکړې .

۳۵ ـــ خبرو ته دې غوږ نیسم .

۳۶ ـــ تاته ګورم .

۳۷ ـــ له تا څخه بښنه غواړم .

۳۸ ـــ ژوند ته مې ښه والی را بښې .

۳۹ ـــ وړتیاوې دې ډېرې زیاتې دي .

۴۰ ـــ د پام وړ یې .

۴۱ ـــ ارزښتمن یې .

۴۲ ـــ لکه څنګه چې یې، تل در سره مینه لرم .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

میاخیل صاحب ، سلامونه می ومنه ! ستا د احساساتو قدر او مننه کوم ، ستاسی لیکنی کی څه وړاندیزونه : لمړی: تاسی ژباړنه لیکلی،مګر د لیکونکی نوم مو لاندی په لیکنه کی لیکلی چه [ورځپاڼه لیکونکې او د څو جایزو ګټونکې تر نامه لاندې د یوه مشهور وېب سایټ بنسټ ایښودونکې میشل هورتون میندو ته د لارښوونې په تړاو دو څلوېښت جملې ذکر کړي، چې د هغو په ویلو او یادولو سره کولای شئ، په ځان باندې د لوړ اعتماد لرونکی ماشوم وروزئ ] د هغه ویب سایت ، هغه ورځپاڼی او د هغو جایز یادونه چه په څه… نور لوستل »

لاله ګل

زه هم درسره موافق یم نظر دی شکلۍ ده

عبدالواحد اڅګزۍ

چه وځان ته مسلمان وایی غوردی وکی:الله په قرآن کی فرمایی: انا نحن نحی الموتی ونکتب ما قد مواوآثارهم ط وکل شیءٍ احصینه فی امام مبین.ع۱۲.—-۳۶(یس ۱۲)معنی:بیشکه موږ ژوندی کوو مړی اوموږلیکو هغه څه چه وړاندی لیږلی دی دوی اونښی دقدمونو ددوی موږمحفوظ کړی دی په کتاب ښکاره کی.اوبیافرمایی: وقالوالن تمسناالنار الا ایاماً معدود تً ط قل اتخذ تم عندالله عهدً افلن یخلف الله عهده ام تقولون علی الله مالاتعلمون۸۰ بلی من کسب سیءتً واحا طت خطیءته فاولءک اصحب النار ج هم فیها خلدون۸۱.—۲(البقره ۸۰—۸۱)معنی:اوهغوی وایی هرګزبه موږته نرسی اورمګریوڅو ورځی دشمیرووایه آیااخستی ده تاسی دالله نه څه وعده چه… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

میاخیل صاحب سلامونه می ومنه ! مونږ ستاسی په لیکنه ارزونه کړی او تاسی زمونږ په شخصیت یرغل کړی له همدی کړنی ستاسی او زمونږ د شخصیت توپیر او پیژندنه کیږی مننه کوم . مستشرقینو ( ایزمیان ) ته همدا توصیه شوی چه اسلامی فرهنګ د غربی حیوانی فرهنګ د تاثیر لاندی راولی کشکی هغوی مونږ ته د اډیسن او انشټین ساینس پوهانو علمی نظریات را په ګوته کړی برخلاف هغوی ، د اروپایی له داروین ، سقراط ، مارکس ، هیګل ، لینن او نورو ملحدینو څخه راته پیغمبران او د خیالی جایزو خاوندان او د خیالی ورځپانو او… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

میا خیل صاحب ! که تاسی رښتیا هم ښه مسلمان یاست بخښنه کوی او ستاسی په نمایندګی به ځانته هم بخښنه ولیکم ، زما د وروری توصیه دا ده مستشرق ، کمونست ، نشنلست او داسی نوری مفکوری او دریزونه دی کله خلک د ورونو له لیکنو یا تبصرو شک کوی او کله حقیقت لری که زه نشنلست یا کمونست یم که له خدای نه داریږم ولی انکار وکړم دیر کمونستان دی که تاسی ورته کمونست وایاست کنځل ورته شکاری او یا غیر سعوری کمونستی کړنی او وینا یادوی په کړنه یی نه خوابدی کیږی که تاسی یی ورته یاده… نور لوستل »

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x