افغانستان

نبیل: د بګرام د ۸۸ بنديانو له ډلې ۴۵ بې ګناه دي

 د ملي امنیت ادارې په يوه خبرپاڼه کې ویلي چې درې اوونۍ وړاندې د ولسمشرۍ د عدلي او قضايي کمیسیون لخوا ورته د بګرام د زندان د ۸۸ تنه زندانیانو په اړه د معلوماتو د راټولو او معلومات عدلي او قضايی کمیسیون ته د سپارولو هدایت شوی و .د نوموړي هدایت په رڼا کې د ملي امنیت عمومي ریاست د هیواد په مرکز او ولایاتو کې د نوموړو ۸۸ تنو په اړه د لازمو معلوماتو له راټولو وروسته د مرغومي په ۱۹ نیټه عدلي او قضايي کمیسیون ته وسپارل .د یادولو وړ ده چې د نوموړو ۸۸ تنو نه ۱۶ تنو يي د بهرنیو او داخلي عسکر پر خلاف په جګړييزو عملیاتو کې د ګډون له امله د ملي امنیت سره دوسیې لري . همداشان ۲۷ تنه نور يي هم د دولت د مخالفو سازمانونو په غړیتوب او فعالیتونو کې په لاس لرولو تورن دي. د یادو شوو ۸۸ تنو نه بیا ۴۵ تنو يي په هیڅ ډول د دولت ضد فعالیتونو کې لاس نلري.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x