افغانستان

طالبان: د سره صلیب په کاروان برید مونږ پورې اړه نه لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغه ۲۰، ۱۳۹۵ل): طالبانو په جوزجان ولایت کې د سره صلیب په کاروان له برید سره خپل تړاو رد کړی او هغه یې د اختطافګرو کار بللی دی.

دا پېښه نن له ماسپښين وروسته د یاد ولایت د قوشتیپې ولسوالۍ په ترکمن قدوق سیمه کې هغه مهال رامینځته شوې چې د سره صلیب کارمندانو په دغه ولایت کې واورو ځپلو وګړو ته خوراکي توکي لیږدول.

په برید کې د سره صلیب شپږ تنه افغان کارمندان وژل شوي او دوه تنه یې لا درکه دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په خپل لیږلي پیغام کې د پېښې عاملین «جنایتکاران» ګڼلي او زیاته کړې يې ده چې خپله ټوله هڅه کوي چې د پېښې عاملین پیدا او مجازات کړي.

د سره صلیب ادارې دا برید په کلکه غندلې او د بریدګرو د هویت په اړه یې یې ناخبري څرګنده کړې.

د یادې ادارې عمومي رئیس «ایف دیکورد» دا یوه ناوړه پېښه ګڼلې او ویلي یې دي چې په کارمندانو یې مخامخ ډزې شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې هیڅ باور یې نه کیږي چې د سره صلیب په مرستندویه کارمندانو باندې دغسې یو مرګونی برید وشي.

تر اوسه د برید پړه چا په غاړه نه ده اخیستې، خو د جوزجان ولایتي چارواکي وايي چې ښايي داعش ته منسوبو وسلوالو دغه برید کړی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x