نظــر

اسلامي ډیموکراسي حقیقت او که خیال؟؟؟ درېیمه برخه

دموکراسۍ که اسلام

د دموکراسۍ منل، په رښتیا او حقیقت کې د اسلام د نظام غیر منل، او په اسلام رد دی. ځکه چې خدای له مونږ څخه د اسلامي او الهي نظام بې له کوم دلیله غواړي، او په خپل ټول ژوند او د ژوند په هره برخه کې یې پلی کړو.

خو د دموکراسي نظام د اسلام د نظام برعکس او د اسلام ضد دی. چا چې په خبرتیا سره او یا په بې خبرۍ د دموکراسۍ نظام ومانه، هغه اړ دی، چې د قران کریم مبارک ایتونه او دالله له قانونه څخه منکر شي.ځکه چې په اسلام کې قیادت، مشرۍ، لارښوونه، او ټول قدرت د الله سره دی، او انسانان اړ دي، چې په خپلو ټولو معاملو کې که عبادت دی، او که معاملې دي، عادتونه دې او که تصورونه دي، له الهي احکامو او امرونو څخه پيروي وکړي. او په ډېرو ځایونو کې د اسلام له دې اصل څخه د قران کریم په مبارکو ایتونو کې یادونه شوې ده:

أَلَالَهُالْحُكْمُوَهُوَأَسْرَعُالْحَاسِبِينَ(62) انعام
((هو، پوه شئ، چې فرمان او منځګړتوب د الله دی، او هغه له قدرت لرونکو حساب کوونکو څخه دي. ))
إِنِالْحُكْمُإِلَّالِلَّهِأَمَرَأَلَّاتَعْبُدُواإِلَّاإِيَّاهُذَلِكَالدِّينُالْقَيِّمُوَلَكِنَّأَكْثَرَالنَّاسِلَايَعْلَمُونَ(40) يوسف
(( حکم کول  د الله صفت دی، او بس، او الله امر کړی دی، چې له هغه پرته بل چاته عبادت مه کوئ، دا یو حق او ثابت دین دی، ولې ډېر خلک نه پوهېږي.))
إِنِالْحُكْمُإِلَّالِلَّهِ67 يوسف
((حکم کول یوازې د خدای له لوري دي، او بس.))
فَالْحُكْمُلِلَّهِالْعَلِيِّالْكَبِيرِ (12) غافر
(( نو حکم کول د الله له لوري دي، هغه خدای چې د لوی مقام څښتن او لوی دی.))
 الله فرمایي:
فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلا النساء: 59
(( که په کومه مسئله مو اختلاف پیدا کړ، نو هغه دالله او د هغه د پېغمبر لوري ته راوړئ، که په خدای او د اخرت په ورځ ایمان لرئ، او دا بهتره او نیکه خبره ده.))

خو د دموکراسۍ نظام وایي: ( که په څه کې مو لانجه راغله، هغه ملت، پارلمان،(ولسي جرګه) او یا جمهور رئیس په لاس جوړ کړ شوي قانون ته وړاندې کړئ.)
أُفٍّ لَكُمْ وَلِمَا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَفَلا تَعْقِلُونَالأنبياء: 67
(( افسوس دی پر تاسو، او افسوس دی په هغو شیانو چې پرته له خدایه یې لمانځئ، ایا نه پوهېږئ.))
فَلَاوَرَبِّكَلَايُؤْمِنُونَحَتَّىيُحَكِّمُوكَفِيمَاشَجَرَبَيْنَهُمْثُمَّلَايَجِدُوافِيأَنْفُسِهِمْحَرَجًامِمَّاقَضَيْتَوَيُسَلِّمُواتَسْلِيمًا (65) النساء
(( مګر نه، قسم په رب دې، چې هغه مومن نه ګڼل کېږي، چې تا په خپلو منځونو کې حاکم او منځکړتوب ته ونه بلي، او بیا په زړه کې ستا په منځګړتوب خوښ نه وي، او کاملاً(ستا د منځګړتوب تسلیم شوی) نه وي. ))
الله جل جلاله فرمایي: إِنِ الْحُكْمُ إِلا لِلَّهِالأنعام: 57، حکم کول ستا د رب له لوري دي.)) ویې نه فرمایل: چې حکم کول او چلول د خلکو له لوري دي.او فرمايي: وَأَنِ احْكُمْ بَيْنَهُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُالمائدة: 59((او د فیصله کولو لپاره هغه څه دي، چې الله رالېږلي دي.)) او نه یې دي ویلي، چې  (هر هغه څه چې په قانون اساسي کې لیکل شوي وي)او په هغو خپلې فیصلې وکړئ. بلکه دا خبره، د مشرکانو خبره ده، او د دموکراسۍ په قوانینو او نظام د غولېدلو خبره ده.

هو! په اسلام کې قانون پلی کوونکی او مطلق حاکم الله دی، ځکه هغه دی، چې فرمایي:
فَاحْكُمْبَيْنَهُمْبِمَاأَنْزَلَاللَّهُوَلَاتَتَّبِعْأَهْوَاءَهُمْعَمَّاجَاءَكَمِنَالْحَقِّ48  مائدة
ځکه چې دهغوی تر منځ په هغه څه منځګړتوب وکړه، چې د الله له لوري په تا نازل شوي وي، او په خاطر د هغوی د ارزوګانو کوم حق چې تا ته درکړ شوی دی، له هغه مخ مه اړوه.))
وَأَنِاحْكُمْبَيْنَهُمْبِمَاأَنْزَلَاللَّهُوَلَاتَتَّبِعْأَهْوَاءَهُمْوَاحْذَرْهُمْأَنْيَفْتِنُوكَعَنْبَعْضِمَاأَنْزَلَاللَّهُإِلَيْكَفَإِنْتَوَلَّوْافَاعْلَمْأَنَّمَايُرِيدُاللَّهُأَنْيُصِيبَهُمْبِبَعْضِذُنُوبِهِمْوَإِنَّكَثِيرًامِنَالنَّاسِلَفَاسِقُونَ (49) مائدة
((د هغوی په منځ کې په هغه څه حکم وکړه، چې الله په تا نازل کړی دی، د هغوی له هیلو(ارزوګانو) پيروي مه کوه، او له هغوی لرې اوسه، ځکه چې له هغو څیزونو دې یا له یوې برخې هغو څیزونو دې وانه ړوی، چې الله په تا نازل کړي دي، نو که شا یې واړوله، نو پوه شه، چې الله د هغوی د ګناهونو په وجه هغوی په عذاب او مصیبت کې غورځوي،  بېشکه ډېر له خلکو( د شریعت له حکمونو) څخه نافرماني او سرغړونه کوي.))
أَفَحُكْمَالْجَاهِلِيَّةِيَبْغُونَوَمَنْأَحْسَنُمِنَاللَّهِحُكْمًالِقَوْمٍيُوقِنُونَ(50) مائدة
(( ایا دوی د جاهلیت حکمونه غواړي؟ ایا څوک  له هغو کسانو چې ایمان لرونکي دي، له خدایه ښه حکم کولی شي؟))
نو! د مسلمان لپاره د الله د حکمونو تعمیل(په ځای کول)،او د الله په قانون ژوند تېرول دي. ځکه هر هغه څه چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم مونږ ته راوړي دي، او هر څه یې چې فرمایلي دي، د الله وحي ده.
الله دی، چې امر او منع کوي. د الله ذات دی، چې حرام او حلال را پېژني. نو حقیقي امرکول یوازې دالله ذات ته ښائېږي، نه د خلکو، نه د پارلمان او نه د بشر په لاس جوړ شوی وضعی قانون.
الله د نصاراوو په باره کې فرمایي: اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِالتوبه: 31
(( له خدای سره سره، یې د دین عالمان، او راهبان یې هم په خدایۍ نیولی وو.))

په داسې حال کې چې هغوی خپلو علماوو ته سجده نه کوله، خو د حلالو په حرامو ګرځولو او د حرامو په حلالو ګرځولو کې به یې د هغوی پیروی کوله. الله د هغوی دا عمل د شرک او د الله سره د شریک ګرځولو په ډول ورته یاد کړ. نو ځکه د احکامو، قوانینو او نظام پیروی د عبادت په ډول ده، او دا پرته له الله څخه بل چاته روا نه دی. انسان که په یوازې په یوه حکم کې هم له الله څخه پرته بل چاته رجوع وکړي، نو مشرک شو.

د دموکراسۍ په نظام کې حق هماغه دی، چې خلک ورته حق ووایي، او باطل هماغه دی، چې خلک ورته باطل ووایي. په داسې حال کې چې په اسلامي نظام کې حق هماغه دی، چې الله پرې امر کړی وي، او باطل هماغه دی، چې الله ترې منعه کړې وي، یعنې حق هغه دی، چې الله حق ګڼلی وی، او باطل هغه دی، چې الله باطل ګڼلی وي.

الْحَقُّمِنْرَبِّكَفَلَاتَكُونَنَّمِنَالْمُمْتَرِينَ (147) بقره
(( حق ستا د رب له لوري دی، نو د شک کوونکو له جملې مه جوړېږه.))
َلقَدْجَاءَكَالْحَقُّمِنْرَبِّكَفَلَاتَكُونَنَّمِنَالْمُمْتَرِينَ(94) يونس
(( بېشکه حق ستا د رب له لوري په تا راغلی دی، او د شک کوونکو  له جملې څخه مه کېږه.))
إِنَّهُالْحَقُّمِنْرَبِّكَوَلَكِنَّأَكْثَرَالنَّاسِلَايُؤْمِنُونَ(17) هود
(( قران کریم حق دی، او ستا د رب له لوري دی،  مګر ډېر خلک ایمان نه راوړي.))

د دموکراسي په نظام کې د ښه او بد معیار د خلکو اراده او پرېکړه ده. په داسې حال کې چې په اسلام کې د حق او بد معیارونه الله جل جلاله ټاکلي دي. خپل رسول او ټولو مسلمانانو ته یې امر پرې کړی دی. یعنې حاکم او اصلي قانون جوړونکی حقیقي ذات الله جل جلاله دی. برعکس د دموکراسۍ په نظام کې خلک هغه منزلت او مقام ته رسوي، چې له الله څخه بل چاته روا نه دی، او دا داسې رښتیا یا حقیقت دی، چې څوک هم ترې انکار نه شي کولی. خو که په دروغو او دوکو وغواړي، مسلمانان وغولوي. او دا توپیر د اسلام د مبارک نظام او د ډموکراسی دی. نو نه شي کیدی، چې اسلام او دموکراسي سره نږدې کړل شي، او یا اسلامي دموکراسي را منځ ته کړي. مګر دا چې دموکراسي دا اصل ونه لري، چې د خلکو له خوا حکومت وي، نو بیا به د دموکراسۍ نوم هم پاتې نه وي.

د دموکراسۍ له خندونکو ټکو څخه یو دا دی، چې هغه چا د دموکراسۍ قوانین را منځ ته کړي دي، هغوی پخوا مړه شوي دي، او چې نوي نسلونه راځي، هغوی هم هغه قوانین پلي کوي. چې په حقیقت کې مړي په ژوندیو حکومت کوي، او رښتینی حکومت او امریت د مړو په لاس کې دی، او ژوندي خلک د خاورو لاندې د مړو په لاسونو کې ښکېل دي. په داسې حال کې چې په اسلامي نظام کې اصلي واک د الله په لاس کې دی،  چې ( الحي الذي لایموت) دی.هغه ذات چې تل ژوندی دی، او هیڅکله نه مري، نو الهي قوانین په هر وخت او هره زمانه کې داجراء وړ دي.

د اسلامي ممالکو په قوانینو د دموکراسۍ اغېزې
د دموکراسۍ فکر د ډېرو اسلامي ملکونو په قوانینو اغېزې ښندلې دی. ددې نه وروسته چې زمونږ ورونو او خورګانو د دموکراسۍ نظام وپېژنده، اوس غواړو، چې د دموکراسۍ کفري توري د اسلامي ملکونو په قوانینو او په ځانګړي ډول د خپل ګران هېواد په قانون کې درته په ګوته کړو.

د مصر داساسي قانون په درېیمه ماده کې راغلي دي:
(حکومت او مشري د خلکو ده.)
او په (۸۶) ماده کې یې راغلي دي( پارلمان د قانون جوړونکې قوه ده).
د سوریې، سوډان، اردن، تونس، الجزائر، المغرب(مراکش)، قطر، کویت، په قوانینو کې هم عین(یوشی) خبرې راغلې دي.
د افغانستان په اساسي قانون کې چې په دې اخرو کې تصویب او عملي شو، په وار وار داسې مسئلې راغلې دي، چې په ښکاره د اسلام له مبارک دین سره په ټکر کې دي. په داسې حال کې چې کومو کسانو چې دا جوړ کړی، په ډېر مهارت او چالاکۍ یې د تورو بڼه داسې وربدله کړې ده، چې له نیوکو څخه وژغورل شي.خو څنګه چې خدای جل جلاله غواړي، چې د دموکراسۍ ددې مزدورانو رښتینې څېرې مونږ ته را وښايي، نو هغوی رسوا کوي، چې له هغې جملې څخه یو څو ټکو ته اشاره کوو. چې زمونږ له بحث سره اړیکې لري. د فکر له خاوندانو، د اسلامي او حقوقي پوهو له څښتنانو هیله کوو، چې هغه په مفصله توګه تشریح کړي، چې د دموکراسۍ ددې ستایونکو او دین پلورونکو دجالانو رښتینې څېرې خلکو ته لا روښانه شي.

د افغانستان اساسي قانونکال 1384هـ ش
اول فصل شپږمه (۶) ماده
( دولت د یوې مترقي او سوکاله ټولنې لپاره، په ټولنیز عدالت، د انساني کرامت د ساتلو، د بشر د حقوقو په ملاتړ، د دموکراسۍ په پلې کولو، د ملي وحدت په راوستلو، د قومونو ترمنځ د مساویتوب، او  د یو شان پرمختګ لپاره په هره سیمه کې مکلف دی.)
پنځم فصل یو اتیایمه(۸۱) ماده
( د افغانستان د جمهوري اسلامي دولت ملي شورا! دافغانستان د لویې قانون جوړونکې(تقنیني)قوې په حیث د خلکو د حقوقو رښتینی مظهر دی، او د خلکو له ارادو نمائندګي کوي.))
پنځم فصل، نوییمه(۹۰) ماده
( ملي شورا دلاندې صلاحیتونو لرونکې ده:
1_تصویب، تعدیل یا د قوانینو، او فرمانونو لغوه کول.
هو!  دانسانانو په لاس د جوړو شوو قوانینو پایله خو همدا وي، لغوه کېدل، تصویب او یا تعدیل کېدل.

پنځم فصل، څلورنوییمه(۹۴) ماده
( قانون هغه دی، چې ددواړو شوراګانو تصویب، او د جمهور رئیس له لوري توشیح شوی وي……)
بیا نو خدای ته مو څه پرېښودل؟!!!
اووم فصل یوسلونولسمه(۱۱۹) ماده
د سترې محکمې سوګند کول(حلف):
( د لوی خدای په نامه سوګند کوم، چې حق او عدالت د اسلام دمقدس دین احکام، ددې قانون اساسي قانون نصوص او نور د افغانستان قوانینبه تامینوم، د قضا دنده به په پوره امانت، رښتینولۍ، او په بې پلویتوب سرته رسوم.)
د اسلام احکام، او نور قوانین!!!؟؟؟
اووم فصل یوسلودیرشمه (۱۳۰) ماده
د اجرا په وخت کې قضايي محکمې، ددې اساسي قانون او د نورو قوانینو څخه د تطبیق کار اخلي.
نو په اسلامي قوانینو قضاوت چېرې دی؟!!!
لسم فصل یوسلونهه څلوېښتمه(۱۴۹) ماده

ددې قانون د منځپانګې(محتویات)تعدیل، نظر په تجربو او د وخت په غوښتنو د احکامو په رعایت په (۶۷)او (۱۴۶) موادو ددې اساسي قانون سره سم د جمهور رئیس په غوښتنه او یا د شوراګانو دغړو په اکثریت سرته رسېږي.
دا هغه  د کفر او شرک توري وو، چې اساسي قانون ترې ډک دی، چې مسلمان ورونه او خویندې کولی شي، هغه د هغو دلیلونو سره چې په دې کتاب کې وړاندې شوي دي، مقایسه او تحلیل پرې وکړي.

د دموکراسۍ پرتلنه له نورو نظامونو سره

ځینې خلک د د موکراسۍ په نظام تېروتي دي، هغوی دموکراسي له نورو نظامونو لکه دیکتاتوري سره پرتله کوي، نو هغوی وایي، چې دموکراسي له خپلو ټولو عیبونو سره سره بیا هم له دیکتاتوري څخه ښه دی، ځکه د دیکتاتوري نظام په ظلم او ستم ایښودل شوی دی.
   د هغوی دا پرتلنه له اصولو بهر او له نواقصو څخه ډکه ده، که د دموکراسي نظام له اسلام سره پرتله کړای شي. نو د دموکراسي نظام عیبونه، زیانونه او بدیانې په خپله راښکاره کېږي. ځکه چې د خلکو په لاس جوړ نظام د الهي نظام(داسلام نظام) سره، (چې مکمل له هره عیبه پاک، او د ژوند ټولو اړخونو او ان اخرت ته شاملېږي، په هر زمان او مکان کې د پلې کېدو وړ دی، د ټولو قشرونو او پوړیو د حقوقو مراعات په کې شوی دی، له ټولو مهمه دا ده چې قوانین یې تل د هر زمان او مکان او هرې پوړۍ خلکو لپاره دی، نه بدلېږي،  او اصلاً بدلون ته اړتیا نه لري، ځکه د انسان له فطرت سره یو ډول پیدا شوی دی) پرتله کړو، نو د دموکراسۍ نظام چې هره ورځ یې قوانین بدلون او تعدیل کېږي، نو په دې ډول د دموکراسي نظام دخلکو مشکلونه نه شي حل کولای.
کیدی شي، یو څوک ووایي، چې مونږ نه غواړو، چې دموکراسي له اسلام سره پرتله کړو، خو ددې ظلم او دیکتاتور څخه د دموکراسۍ په وسیله ځان ژغورل غواړو.

 هغوی ته وایو، که رښتیا هم دا وایئ، او دروغجن نه یئ، نو ولې له اوقیانوسونو(دریابونو) اخوا څخه د دموکراسۍ د ناقص نظام راوړلو پسې زحمت وباسئ، نو ولې! د اسلام کامل او عادل نظام نه پلی کوئ؟ په داسې حال کې چې مسلمانان یئ، او د اسلام په پوره والي او رښتینولۍ عقیده لرئ؟ دا به ښه نه وي، چې کاملترین او له ټولو ښه نظام عملي کړئ؟ په داسې حال کې د دموکراسي ډېر قوانین د پاڼې په مخ پاتې کېږي.

یا اسلام یا دموکراسي
کله چې مونږ د اسلام د مقدس  دین د شریعت له مخې د دموکراسي نظام ردوو. نو داسې فکر دې ونه شي، چې خدای مه کړه، مونږ د دموکراسۍ مخالفین د خلکو او ملتونو د حقوقو پسې را اخستې ده. لکه کوم خلک چې د د موکراسۍ په نظام پورې نښتي دي، او د دموکراسۍ ډول ته ګډېږي، داسې تصور ورکوي، چې دموکراسي د دیکتاتوري په ضد ده، او د دموکراسۍ او دیکتاتورۍ شعارونه ورکوي، ددوی دا شعار یو ډول تروریستي فکر دی، او په دې توګه غواړي، چې خلک ووېروي، او داسې ورته ښیي، که زمونږ دموکراسي مو ونه منله، نو بیا دیکتاتوري ته سرونه خم کړي.

لکه بش به چې ویل: (( څوک چې له مونږ سره نه دي، هغه زمونږ په ضد دي.))
د دموکراسۍ نیمګړی نظام خلک په دې تړلی ساتی، او خلک مقید کوي، چې د انسانانو په لاس جوړ شوي قانون، چې په حقیقت کې د انسان مجبورول دي، چې انسان ته سرښکته کړي، نو ددموکراسي نظام خلک د خلکو بنده ګۍ ته اړ باسي. په داسې حال کې چې اسلام انسان له دې بندګۍ ژغوري، ځکه چې داسلام نظام د قانون پلي کوونکي شتون نه لري،او اسلامي قوانین د خپل رب له لوري او د انسانانو له حقیقي پروردګار څخه اخلي، او پلي کېږي.

    د اسلام تر سیوري لاندې انسان د خپلواکۍ احساس کوي، ځکه چې الهي قوانینو ته غاړه ږدي، چې هغه قوانین الله رالېږلي، او جوړ کړي دي. او که په کوم ځای کې صریح نص(قران او سنت) څخه څه نه وي، واضح، نو په قران او سنت کې داستنباط او د سلف صالحینو او نورو جیدو علماوو له خوا له قران کریم او نبوي سنتو څخه استنباط کېږي.

خو برعکس د دموکراسي د نظام مشران هغه د پارلمان انسانان، او د د شوراګانو غړي دي، چې هغوی کوم قانون جوړ کړ، نو خلک به يې بې له کومه شرطه مني. دا ده د دموکراسي اصلي څېره(ارمغان) چې خلک د دیکتاتورۍ له نظام څخه د احزابو او پارلمان بندګۍ ته اړ کوي.

    هو! دموکراتان د بشر په لاس د جوړو شوو، قانون پلي کوونکو(پارلمان) په واسطه د لويې ګناه او سرکښۍ سبب ګرځېدلي دي، په داسې حال کې چې اصلي قانون جوړونکی الله جل جلاله دی.

د دموکراسۍ په نظام کې قضاییه قوه د اجرائیه قوې(پارلمان) او اساسي قانون پلې کوونکې وي. په داسې حال کې چې په اسلامي نظام کې قضاییه قوه ځانته(جلا) قوه ده، چې د هغه په حکم کولو کې څوک مداخله نه شي کولای. بلکه هیڅوک په کې د مداخلې حق نه لري. تر دې چې حاکم، رئیس او یا پاچا وي، بلکه ټول د هغې محکمې په وړاندې مساوي او یو برابر دي. لکه الله جل جلاله چې فرمایي:

فَاحْكُمْبَيْنَالنَّاسِبِالْحَقِّ-ص 26
( نو د خلکو په منځ کې په حق فیصله وکړه.)
او حق زه او ته، پارلمان یا ملي شورا نه شي کولای د ځان وبولي، مګر:
الْحَقُّمِنْرَبِّكَفَلَاتَكُونَنَّمِنَالْمُمْتَرِينَ (147) بقره
(حق ستا د پروردګار له لوري دي، نو د شک کوونکو له ډلې څخه مه کېږه.)
د اسلام او دموکراسۍ په اړه د شکونو ځوابونه
د ځینو خلکو شکونه او بې ځایه خبرې چې دموکراسي روا ګڼي:
فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ آل عمران: 7
(( خو د چا په زړه کې چې انحراف او بې لارې ده، هغوی په شکونو پسې ګرځي.))

الله جل جلاله په دې ایتونو کې د هغو کسانو حال بیانوي، چې د الله جل جلاله له شریعته غلطه اخستنه کوي. د شریعت په خلاف عملونو کې هغه د دلیل په توګه وړاندې کوي. د دموکراسۍ په اړه هم ډېر خلک بې ځایه استنباطونه کوي، او بې ځایه دلایل وړاندې کوي، او د شکونو لاره نیسي. د ابلیس دلایل له ځانه سره لري، چې په لنډه توګه یو څو یې درته وړاندې کوو.

لومړی شک(شبهه)

د یوسف علیه السلام کړه وړه دمصر له پاچا سره
دا دهغو خلکو استدلال دی، چې د کفارو سره کار کول، او د هغوی په حکومتونو کې شریکېدل، او دموکراسي روا ګڼي.
لومړی خو دې خلکو ته وایو، چې ستاسو دا استدلال بېخي ناسم دی، ځکه چې یوسف په کافر نظام کې وظیفه قبوله نه کړه، او نه یې له کفارو سره  د اسلامي هېوادونو په نیولو کې مرسته وکړه، او نه یې دکفارو په ګوډاګي حکومت کې دنده ترسره کړه، او نه یې د هغوی د موخو د ترسره کولو په لار کې زیار وویست. او نه ددموکراسۍ له لارې قدرت ته ورسېد. دوهم دا چې په هغو مجالسو کې چې د الله جل جلاله له دینه پرته د بل دین لکه دموکراسي، چې په هغه کې حلال حرام او حرام حلال ګڼل کېږي، چې هغه د ملت حق وي، نه د خدای جل جلاله حق، اصولاً حرام او ناروا دی:

وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلامِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ آل عمران: 85
( او چا چې له اسلامه پرته بل دین غوره کړ، هیڅکله به له هغه څخه ونه منل شي، او هغه په اخرت کې له تاوان کوونکو څخه دی.)
ایا فکر کوئ، د الله جل جلاله دې لوي پېغمبر د خپل پلار او نیکه له دینه او  له ملته بل کوم دین غوره کړ؟ په داسې حال کې چې هغه په ناتوانۍ او کمزورۍ کې په ښکاره اعلان کوي:
إِنِّي تَرَكْتُ مِلَّةَ قَوْمٍ لا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَهُمْ بِالآخِرَةِ هُمْ كَافِرُونَ وَاتَّبَعْتُ مِلَّةَ آبَائِي إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ مَا كَانَ لَنَا أَنْ نُشْرِكَ بِاللَّهِ مِنْ شَيْءٍيوسف: 37 و38

( ما دخپل قوم دین پرېښود، چې هغوی په الله ایمان نه راوړ، او هغوی په اخرت کافران دي، او د خپلو پلرونو ابراهیم، او اسحاق او یعقوب ددین پیروي مې وکړه، مونږ ته نه ښایي، چې له الله جل جلاله سره شریک وګرځوو.)

اې هغو کسانو چې د یوسف په عمل استدلال کوئ! ایا نه پوهېږئ، چې وزارت اجرایوي او تنفیذي قوه ده او پارلمان تشریعي او قانون جوړونکې؟ نو دا استدلال مو د یوسف په کیسه ایا د کفارو سره د مرستې او همکارۍ او د بې بنیاده پارلمان لپاره دی. ځکه یوسف علیه السلام کله هم هغه نظام په حق ونه ګڼه، هیڅ وخت یې د هغه نظام د پایښت لپاره سوګندونه ونه کړل. نو بیا په کوم لامل تاسو د یوسف عمل د دې لپاره چې کفري منصبونه(څوکۍ) او د هغوی د همکارۍ لپاره دلیل ګرځوئ؟څوک چې نبي الله ابن نبي الله ابن نبي الله ابن خلیل الله  علیهم السلام له داسې څېزونو څخه په یوه څېز تورنوي، بې له شکه له اسلامه په خارجېدو کې یې هیڅ شک نشته .ځکه الله جل جلاله فرمایي:

وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولا أَنِ اعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَالنحل: 36
(هر امت ته مو پېغمبر واستاوه، چې د خدای عبادت وکړئ، او له طاغوت(شیطان، بتانو، ظالمانو، مشرکانو او داسې نورو….) څخه لرې اوسئ.)
دا د یوسف علیه السلام او د نورو پېغمبرانو حال وو، چې کله هم د طاغوت په وړاندې تسلیم نه شول.
دوهم، یوسف دالله جل جلاله په امر او د هغه په پېرزوینه د مصر دوزارت څوکۍ لاسته راوړه.

        وَكَذَلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِي الأَرْضِيوسف: 21
( او په دې توګه مونږ یوسف ته په د (مصر) په ځمکه کې منزلت او قدرت ورکړ.)
نو دا خو د الله جل جلاله له لوري منزلت او مقام وو، چې یوسف علیه السلام ته یې ورکړ. نه پاچا ورکړ، نه انتخاباتو او نه دموکراسۍ. او نه له خدای جل جلاله څخه بل څوک توانېږي، چې هغه ته یې ضرر رسولی وای،او نه یې هغه له هغې څوکۍ برطرفه او یا لرې کړی وای، که څه هم فکر، پرېکړه، او فرمان یې د وخت له حکومت سره په ټکر کې هم وي.
یوسف علیه السلام ته وزارت او ولایت د الله جل جلاله له لوري ورکړ شوی وو، تاسو اې کسانو! چې یوسف د ځان لپاره دلیل ګرځوئ، له کومې لارې دې منزلونو(مقامونو) ته رسېدلي یئ؟ ملل متحد؟ ناټو؟ د بن کنفرانس؟ یا د امریکا په زور؟
یوسف علیه السلام ته په وزارت کې عام او پوره صلاحیت ورکړ شوی وو.
وَكَذَلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِي الأَرْضِ يَتَبَوَّأُ مِنْهَا حَيْثُ يَشَاءُيوسف: 56،
( نو په همدې توګه مونږ یوسف ته د (مصر) په ځمکه کې ملکیت او مقام ورکړی وو، هلته به چې چېرته یې غوښتل، خپل ځای جوړوه.)
دا یو لنډ امر دی، چې امر په بل ځای کې په پوره (مفصل) ډول بیان کړی دی:

الَّذِينَ إِنْ مَكَّنَّاهُمْ فِي الأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الأُمُورِ الحج: 41
( هغوی داسې کسان دي، چې په ځمکه کې ورته توانایي ورکړو، لمونځ کوي، او زکات ورکوي، او په ښو امر کوي، او له بدو منع کوي، او په پای کې ټول کارونه دا ټول کارونه د الله جل جلاله له لوري دي.)
بې له شکه د یوسف کار او هغه ته د مقام د ورکولو اصلي هدف(موخه) د اسلام د مبارک دین خپرول، او د الله جل جلاله وحدانیت ته د خلکو رابلنه وه، چې د یوسف او د هغه د پلرونو له اصولو او دندو څخه وو. او یوسف علیه السلام یوه شېبه هم له دې دندې څخه بې خبره نه وو. ان تر دې چې په زندان کې یې هم خپلو دوو ملګرو ته وویل:

يَاصَاحِبَيِالسِّجْنِأَأَرْبَابٌ مُتَفَرِّقُونَ خَيْرٌ أَمِ اللَّهُ الْوَاحِدُ الْقَهَّارُ * مَا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِهِ إِلا أَسْمَاءً سَمَّيْتُمُوهَا أَنْتُمْ وَآبَاؤُكُمْ مَا أَنزَلَ اللَّهُ بِهَا مِنْ سُلْطَانٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلا لِلَّهِ أَمَرَ أَلا تَعْبُدُوا إِلا إِيَّاهُ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لا يَعْلَمُونَ يوسف: 39 و40
( اې زما د زندان ملګرو، ایا پراګنده(تیت او پرک) خدایان ښه دی، او که یو واحد قهار خدای؟دا معبودان چې پرته له خدایه لمانځئ، دوی پرته له نومونو بل څه نه دي، چې تاسو او پلرونو مو خدایان نومولي دي، خدای په هغوی حجت او دلیل نه دی را لېږلی. فرمانروایي(حکم چلول) د الله جل جلاله ده او بس. الله جل جلاله امر کړی دی، چې له هغه پرته بل څوک مه لمانځئ، دا سم  او ثابت دین دی، خو ډېر خلک نه پوهېږي.)

بې له شکه د یوسف علیه السلام په وړاندې لویه مسئله د الله جل جلاله د دین او د هغه د حکم وه، په هیڅ حال کې نه حساب کوونکی، نه رقابت کوونکی، او نه تصرف کوونکو شتون درلود. نو ایا په اوس وخت کې د طاغوتیانو په وزارتونو کې ایا ددې تصور کېدی شي، او بل دا چې ټول واکونه يې ددروغو دي. او که کوم وزیر د رئیس مخالفت وکړي، یا د هغوی د فکر څخه لرې شي، نو ایا هغه به په خپل حال پاتې شي؟
یو خوله ماتونکی رد په دې شبهه دا دی، چې ډېر مفسرین وایي، چې د مصر پاچا مسلمان شوی وو، او دا روایت له مجاهد رحمة الله علیه د عبدالله ابن عباس د شاګرد څخه رانقل دی، او دا قوی استدلال دا شبهه بېخي له منځه وړي.
کله چې په دې پوه شو، چې د یوسف علیه السلام د څوکۍ لاسته راوړل نه دتوحید مخالف وو،او نه د ابراهیم علیه السلام د ملت سره مخالف وو، لکه نن سبا چې ددې اصلونو مخالفت په وزارتونو کې کېږي. که فرض کړو، چې دمصر پاچا په کفر پاتې شو، نو د یوسف علیه السلام کیسه او قدرت ته رسېدل ترې بېل وو، چې په اصل دین کې یې شکلونه نشته. څنګه چې مخکې ثابته شوه، چې له یوسف څخه نه کفر وشو،او نه شرک، نه یې کافران ملګري کړل، او نه یې په خپل لاس قانون جوړ کړ، مګر په توحید یې امر وکړ، او له شرکه یې خلک منع کړل، او الله جل جلاله په فرعي احکامو کې فرمایي:
لِكُلٍّ جَعَلْنَا مِنْكُمْ شِرْعَةً وَمِنْهَاجًاالمائده: 48
( ستاسو دهر ګروپ لپاره مو شریعت او لاره وټاکله.)

نو د انبیاوو شریعت په احکامو کې فرعي او بېلابېل دی. مګر په توحید کې یو شی دی. پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:  (( مونږ پېغمبران له مختلفو مورګانو څخه ورونه یو، او دین مو یو دی.))

چې له مختلفو مورګانو ورونه یو، او د یوه پلار څخه پیدا یو. دا اشاره ده، چې ټول په توحید کې په اتفاق وو، او په فروعو کې سره لږ لږ بېل دي. کیدی شي، په پخوانیو شریعتونو کې به څه حرام وو، او په اوسني شریعت کې به حلال وي، لکه د غنیمت مال، چې پخوانیو امتونو ته حرام او مونږ ته حلال دی. او کیدی شي ددې برعکس به هم شوي وي. یا  یو سخت امر په مونږ باندې اسان شوی وي. نو همدارنګه هر شریعت چې په پخوانیو امتونو کې وو، ځینې یې زمونږ لپاره نه وي، خو په ځانګړي ډول کله چې زمونږ له شریعت سره په ټکر کې وي.

«براي هر گروهي از شما شريعتي وراهي را مقرر ساخته ايم».
او هغه څه چې یوسف علیه السلام لپاره روا وو، زمونږ په شریعت کې نشته او منسوخ شوی دی.
څوک چې د لارښوونې په لټه کې وي، دا دلایل ورته بس دي، او څوک چې تکبر او غرور، مصلحتونه، او د خلکو خبرې د الله جل جلاله له لوري په ښکاره دلیلونو باندې ښې ګڼي، نو له لارښوونې او حق څخه سترګې پټوي.لکه یوه سړي چې ویل( که مونږ د یوسف علیه السلام کسیه د کفارو سره د کار کولو او مرستې لپاره دلیل ونه ګرځوو، نو بیا د یوسف علیه السلام کیسه په قران کریم کې د څه لپاره راغلې ده.، ایا دا به اساطیر الاولین نه وي؟)

هغه او د هغه په ډول خلکو ته وایو:
وَمَنْ يُرِدِ اللَّهُ فِتْنَتَهُ فَلَنْ تَمْلِكَ لَهُ مِنَ اللَّهِ شَيْئًاالمائده: 41
( او د چا د بې لارې کېدو اراده چې الله جل جلاله کړې وي، نو نه شئ کولای چې هغه هدایت ته راوبلي، (هدایت نه مني).
هو! دوی د یوسف علیه السلام ټوله کیسه هېره کړې ده. یوازې د خپلې یوې شبهې پسې سرګردانه دي. په اخر کې هغوی ته چې د یوسف په کیسه استدلال کوي، وایم، چې تاسو هم کولی شئ، فکر وکړئ، چې د فرعون په دوره کې ژوند کوئ، او تاسو ته لا قرانکریم او دنبي علیه السلام سنت رسېدلي نه دي!!!!
پاتې لري…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x