
سعودي په څلورو میاشتو کې ۳۹۰۰۰ پاکستانیان شړلي دي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغه ۲۰، ۱۳۹۵ل): د سعودي عربستان امنیتي ادارو په تیرو څلورو میاشتو کې تر ۳۹ زره زیات پاکستاني اتباع له هیواده شړلي دي.
د سعودي رسنیو د راپور سره سم دغه شمېر پاکستانیان د استوګنې له قانوني اجازې (اقامې) څخه د سرغړونې تر څنګ په امنیتي پيښو، غلاوو او جنګ جګړو کې د ښکېلتیا او له تروریستي ډلو سره د تړاو له امله شړل شوي دي.
د سعودي په ملي شورا کې د امنیتي کمېټې مشر عبدالله السعدون ویلي چې د سعودي حکومت باید د پاکستاني اتباعو د څارنې پروسه سخته کړي او تر کلکي څارني وروسته هغوی ته د ویزو ورکولو پروسه بشپړه کړي.
نوموړي زیاته کړې چې په دې اړه باید د پاکستان حکومت او امنیتي ادارو سره په ګډه یو داسې میکانیزم رامنځته شي چې په ترڅ کې يې د پاکستاني اتباعو څارنه په دقیقه او سمه توګه ترسره شي.
باید وویل شي چې د پاکستان دولتي تحقیقاتي ادارې (FIA) د ۲۰۱۵ کال د راپور سره سم سعودي له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې ټولټال ۱۳۱،۶۴۳ پاکستانیان د مختلفو وجوهاتو له امله له سعودي عربستان څخه شړل شوي، چې اکثره یې د قانوني اسنادو د نه لرلو او د ویزې له قانون څخه د سرغړونو له امله شړل شوي دي.
په راپور کې همداراز ویل شوي چې زرګونه پاکستانیان اوس هم په سعودي کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله بند پاتې دي.
د یوې احصائیې له مخې سعودي عربستان په ۲۰۱۳ کال کي تر ۷ سوه زره زیات بهرنیان له هیواده شړلي او همدارنګه یې ۲۹۰،۰۰۰ هغو کسانو مخه نیولي چې غوښتل یې په غیر قانوني توګه سعودي ته سفر وکړي.