fbpx

دفلکي علومو لارښود (16) دهندي دايرې پژندنه، او طريقه کار يې

مفتي احسان الله

هندي دایره:

یو له مشهورو شکلو نه چې طریقه يې زیاته اسانه او نتیجه يې تر ډیره حده یقیني ده، هندي دایره ده، چې په دې سره مقامي طول بلد، دنصف النهار خط، یا شمالي او جنوبي خط، په ډیره اسانۍ او دقت سره معلومولای شو، له دې نه علاوه مقامي نصف نهار یا دزوال وخت هم په معلوميدلای شي، دقبلې دلوري په معلومولو کې هم زیات ارزښت لري، بالخصوص هلته چې دمکې مکرمې دطول او دمقام مطلوبه دطول په منځ کې فرق ددایرې تر څلورمي (90درجو) برخي کم وي، پوهان وايې چې دې ته هندي دایره کېدای شي له دې امله ویلکیږي، چې دهندي فلک پوهان اجاد دی، او دا یقیني خبره ده چې دهند علما دفلک په برخه کې ښه مهارت لري.

دغه دایره علامه ابن عابدین رحمه اللّه هم په خپل مشهور کتاب (رد محتار) کې هم یاده کړیده.

دهندي دایرې طریقه:

ددې دایرې دپوره عمل لپاره دوه ورځي په کار دي، په پیل کې به یو هموار ځای په لیول داسي جوړ کړو، چې هر لوری يې برابر او لوړه ژوره ونه لري، کله چې اوبه ورباندي توی کړو، اوبه به برابري هر لور ته خوريږي، له هغه وروسته به ددې هموار ځای په منځ کې یو لرګی، یا بل څه دعمود په شان جګ کړو، بیا به دعمود پر خواوشا داسي دایره جوړه کړو، چې له عمود نه به يې فاصله هر لور ته مساوي وي، ددې به هم خیال ساتو، چې دا دایره به داسي کاږلي وي، چې دورځي په اوږدو کې دعمود سایه له دایرې نه دباندي او بیا ورداخله او بېرته ترینه خارجه شي، البته دایره چې څورمه ستره وي، هغومره به يې نتیجه ډیره مثبته وي.

یاد ساته!

چې دهندي دایرې لپاره تر ټولو ښه وخت دسهار 11:00 بجې دي.

کله چې دایره تیاره شوه، اوس به نو عمل پیل کړو، لږ انتظار به شو، چې دعمود سایه دایرې ته داخله شي، ددخول نقطې ته مدخل وايې، دا نقطه به نشاني کړو، سایه به ددایرې دمرکز لور ته کمیږي، بېرته به په زیاتيدلو پیل وکړي، له لږ دمې وروسته سایه له دایرې خارجیږي، دې ته دمخرج نقطه ویلکیږي، هغه به هم شناني کړو.

له مدخل او مخرج نه به ددایرې تر مرکزه دوه لیکي کش کړو، په نتیجه کې به يې زاویه جوړه شي، دا زاویه به تنصیف کړو، دتنصیف نقطه به نشاني کړو، دې نقطې ته نقطة الشمال وايې، دتنصیف له نقطې بیا ددایرې تر مرکزه به خط کش کړو.

سبا چې کله دتنصیف خط ته دعمود سایه راورسیږي، دا وخت دمقام مطلوبه نصف نهار یا دزوال وخت دی، او دغه خط، شمالي اوجنوبي خط دی، ددغه پر برابر دمقام مطلوبه دطول بلد خط هم دی.

فایده:

دهندي دایرې دعمل لپاره تر ټوله اسانه لاره دا ده، چې کله دعمود سایه پر مدخل دایرې ته ننوزي، او بېرته تیرنه خارجیږي، دواړه وختونه به نوټ کړو، وروسته نتیجه پر دوه تقسیم کړو، چې حاصل به يې دمطلوبه ځای نصف النهار وي.
مثلا: که پر اول دجنوري په زابل کې پر 12:00 بجو مدخل نشاني کړو، او پر 12:20 باندي مخرج نشاني کړو، په منځ کې 20 دقیقې وخت دی، هغه به تنصیف کړو، حاصل به يې 12:10 دقیقې راشي، چې په یاده ورځ دزابل نصف نهار دی.

یادونه:

دهندي دایرې په عمل سره نتیجه یقیني نه شو بللای، بلکې دې نتیجې ته تقریبي ویلای شو، ځکه لمر آنا په آنا خپل میل بدلوي، دمخرج پر وخت يې میل یو، او دمدخل پر وخت بیا پر بل میل لمر موجود وي، سل په سله کې یقیني نتیجه به هلته وه، چې دمدخل او مخرج په وخت کې لمر پر یو میل وای، خو دا سي نه دی.

که موږ دا عمل داعتدالینو یا ورته نيږدې وختو کې تر سره کړو، تر ډیره حده به نتیجه یقین ته قریبه وي، ځکه په دغه حالت کې دلمر انحراف ډیر په کمه اندازه وي، چې پر میل شمس يې زیات اثر نه پرېوزي، بالخصوص که دانقلاب صیفي په وخت کې تر سره شي، نور به ښه وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د