کندهار: مېړه خپله ښځه په اور سوځولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغه ۲۰، ۱۳۹۵ل): په کندهار ښار کې یو سړي خپله مېرمن د کورني تاوتریخوالي په نتیجه کې په اور سوځولې.

د رازقي په نامه ۳۵ کلنه ښځه وايي چې مېړه یې ترې هغه پنځه زره روپۍ غوښتې چې دې په پردیو کورونو کې د مزدورۍ په مټ ګټلې وې.

نوموړې زیاتوي چې مېړه یې د لور د ولور پیسې هم ټولې پخپله اخیستې وې نو ځکه چې يې هغه ته د دغو پیسو له ورکولو انکار وکړ، چې په غبرګون کې يې سړي د شپې لومړی په ښځې تېل پاشلي او بیا یې اور ورکړی.

د ښځې د بدن ۶۰٪ سوځیدلی او دا مهال په میرویس روغتون کې تر درملنې لاندې ده. ډاکټرانو د هغې روغتیايي حالت د ډاډ وړ بللی.

د رازقې مېړه (رحمت الله) له پیښې وروسته تښتېدلی خو د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي چې پولیس یې د نیولو په لټه کې دي.

Tags

Related Articles

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button