
ځوانيمرگ شاعراو شننونكى عرفان الله اكبرزى خاوروته وسپارل شو
د ننگرهار ولايت د خوږياڼو د ولسي شاعر و كيسه ليكونكي ارواښاد نواب ملنگ منور زوى شاعر، ليكوال او وټه ييز شننونكى عرفان الله اكبرزى، چې پرون ماښام( د زمري په ۵- ۱۳۹۰ل) د وينې د لوړ(۳۴۰ پر۲۴۰) فشار ناروغۍ پرلامل د پېښور په رحمان روغتون كې مازيگر مهال په حق رسيدلى و؛ نن (د زمري په ۶) د خوږياڼو په پلازمېنې خوږې(كږې) په روښانكوټ كې لس بجې يې جنازه ادا شوه او همدلته په پلرنۍ اديره كې خاورو ته وسپارل شو.
انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاد عرفان الله اكبرزي خپلې لومړنۍ او لوړې زده كړې د پښتونخوا په پېښور كې تر سره كړي؛ د ځانگړيو سوداگريزو چارو له سر ته رسولو وروسته په 2005 ع كال كې د ننگرهار پلازمېنې ته راستون شو او د DAI له موسسې سره يې د سوداگريز مشاور په توگه تر 2008 ع كال پورې كار وكړ. له همدې كاله د ژوند تر وروستۍ سلگۍ يې د ICMA په موسسه كې د سوداگريزو چارو د مشر مشاور په توگه د حكومت د اوبو رسولو څانگې ته د بېلابېلو وركشاپونو په وړاندې كولو بوخت شو.
ارواښاد د زمري په دوه يمه نېټه سهار مهال د يو كاري وركشاپ له پاى وروسته غرمه مهال دوه بجې له خپلې اړوند كورسۍ پر ځمكه راپريوت او ملگرو يې د كابل د دارالامان د لويې لار په ځانگړي كيور روغتون كې تر درملنې لاندې ونيو، خو د بشپړې كتنې په هيله د كابل – تورخم له لارې پېښور ته د شپې په دوه بجو(د زمري په ۴) وليږدول شو او په ټاكلې نېټه يې د الله پاك رضا په برخه شوه. روح دې تاند و ښاد وي.
مونږ د ارواښاد ړنگ خوږياڼي كورنۍ له الله پاكه ارواښاد ته د رحم و كرم غوښتونكي يو؛ تنكي ماشوم، كورنۍ، خپلوانو، دوستانو او ټولو خواخوږو ته يې د دغه لوى غم زغم غواړو.
په درنښت
قتيل زوى خوږياڼى