خبرونه

د مرحوم استاد محمد صدیق پسرلي جسد خاورو ته وسپارل شو

د پښتو غزل د سرلاري دروند استاد محمد صدیق پسرلي د جنازې مراسم نن، چهارشنبه د سهار پر لسو بجو د کابل په عیدګاه جومات کې وشول،

 

 

د جنازې په لمانځه کې يې سلګونو ارادتمندانو، فرهنګیان ا و سیاستوالو ګډون کړی و.
د استاد د جنازې دمراسمو لپاره د هېود له ګوټ ګوټ نه د استاد او فرهنګ مینه وال راغلي و.

د جنازې له مراسمو وروسته د استاد جنازه پورته شوه او دهدېرې پر لوري ورسره فرهنګیانو ګامونه اوچت کړل.

مرحوم استاد محمد صدیق پسرلی دغزني په قره باغ کې زېږېدلی و، چې د عمر ډېره برخه یې په کندوز کې تېره کړې وه، دوه ورځې وړاندې يې په ډيلي له دې نړۍ نه سترګې پټې کړي.
انا لله وانا الیه راجعون.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x