
فرهنګ د مینې/ محمد نعيم افغانزوی
محمد نعيم افغانزوی
ځې د وړانګه شغلې له څرک سره پتنګ د مینې
ځان په رڼا لور رسوي اخلي ترې رنګ د مینې
څېرې ګرېوان کې ورته ناڅې اخلي خوند له رباب
یو سر ګګر غوندې سړی اورې بیا شرنګ د مینې
ساقي دا ستا د میخانې خمار، خمار نکړي چې
که یې خمار غواړې نو ورکړه ورته بنګ د مینې
په شاهانه لباس کې نشته ذوق او خوند د ژوندون
له ژونده خوند اخلي فقیر سړی ملنګ د مینې
د غره راغه کې یې د خوږ صوت آزانګې اورمه
شپونکی شپېلۍ کې غږوي بیا یو آهنګ د مینې
له ژونده پس یې ژوندي خلګ کوي ژوند ته سلام
هر چا چې کړی وي په خپل عصر کې ننګ د مینې
وم انتظار ورته ولاړ له څو پېړیو نه زه
راته سپرلي غېږه کې راوړل تور لونګ د مینې
په ژوندانه به یې ساتمه افغانزوي په زړه کې
راتلونکې نسل ته سپارم زرین فرهنګ د مینې
محمد نعیم افغانزوي