نظــر

کانډوم په پارلمان کښې!

تاسو به په دغه وزن او قافیه کښې له مختلفو لیکوالانو او شاعرانو داسې ډېر څه اورېدلي وي لکه خر په پارلمان کښې، سپي په پارلمان کښې او نور نور… خو دا ځل دا اصطلاح نوې ده او د یوې نوې کیسې باب دی، د هغې کیسې چې ښایي زموږ ملت ته د تل لپاره یو عار، طعنه او پېغور پاتې شي، په پارلمان کښې د ناستو ببرو شېخانو ذلت، سپکاوی او حقارت په ګوته کوي، د مسلمان اولس بې لاس او پښو کېدل ښیي، ددغه فاسد او حقیر نظام حقیر او فاسد ګاډيوانان په ګوته کوي.

دیموکراسي د بې بندوبارۍ، بداخلاقۍ او لادینۍ دروازه ده چې پرته له همداسې بې بندوباره، بداخلاقه او لادینه خلکو نور څوک نه پرې ورننوځي. دیموکراسي د اولسونو د اېل کولو هغه قیضه ده چې غربیان یې د خپلو بداخلاقه لاټیانو او په غربي بارونو کښې د مسلکي روزل شویو دلالانو او کنجرو په لاس ورکوي څو په ډیر هنر او مسلکي ډول کمبخت اوبېوسی ولس د خپلو خواهشاتو تابع وګرځوي. موږ او تاسو پدغه وطن کښې د دیموکراسۍ د تور تاریخ ډېر ښه شاهدان یو چې ددغې په شا راوړې بلا جوالیانو په یوه او بله بهانه او په بې معنی شعارونود مسلمان اولس په سر کومې ننګینې معاملې ونکړې. د دیموکراسۍ په دغه پېر کښې، دې تازه او نورسې امریکایي دیموکراسۍ له خپل غټ بطن څخه ډېر ناخلفه زامن او لورګانې وزېږولې، تربیه او روزنه یې وکړه او چې اوس د ځوانۍ منګ ته رسېدلي دي نو د خپل واک او قدرت څخه په استفادې یې د دولت په ډېرو مهمو رګونو کښېنول او په خورا مهارت د اولس د وینې جریان تعقیبوي. د همدې اخلاقي انحطاط په اوج کښې د ملت په اصطلاح ډېر وکیلان چې د ملت په کور کښې ناست دي هم لاس او پښې وهي. دوی اکثره د دیموکراسۍ د کارخانې تولیدات دي چې کله یې د تاریخ د تېرېدو وخت نږدې شي، نو د کارخانې ذخیرو ته یې لیږي او د تاریخ د تیریدو نیټه یې تمدید کړي. خو ډیر باریک بینه او د فراست خاوندان ددوی په ماهیت او اصلیت پوهیږي چې ددوی نشأت له کومه ځایه دی او پدې پوهیږي چې ددوی تاریخ ډیر مخکې تېر شوی دی.

له رجال ثقه څخه مې واورېدل چې کله یونس قانوني د پارلمان د رئیس په توګه دنده ترسره کوله، یوه ورځ د پارلمان د دارالانشاء له کارکوونکو سره یو ځای په دهلېز کښې د تالار په لور روان ول چې ناڅاپه د یوه کارکوونکي پښه د دهلیز په قالینه کښې بنده شوه او له پړمخې لوېدو سره سم د قالینې ژۍ هم ورواوښته، له رئیس صاحب سره روان عالي رتبه کارکوونکي ټول هغه وخت سخت حیران شول چې کله د قالینې د ژۍ لاندې یې له موادو په یوه ډک کانډوم سترګې مېخ پاتې شوې! دلته نو چا وخندل، چا وژړل، چا سر وښوراوه، چا خپل ضمیر ملامت کړ او چا بابېزه وګڼله او همداسې د خپلې غونډې په لور روان شول. دا تر اخره معلومه نشوه چې دا ډک کانډوم دلته چا اچولی او د چا له دخول او خروج څخه لاسته ورغلي مواد یې د قالینې لاندې ځای پر ځای کړي او نه یې فاعل او مفعول معلوم شول. ویل کیږي چې د هغه ډک یوه تر څنګه څو نور خالي هم پراته ول چې د روز مبادا لپاره یې ځای پر ځای کړي وه!

هغه ملت چې دوه تر درې میلیونو وګړو پورې یې شهیدان ورکړل، هغه ملت چې تر پنځو میلیونو وګړو پورې یې هجرت وکړ، هغه ملت چې د خپل عزت او ناموس د ساتلو په خاطر یې په ککریو کښې میخونه ټک شول، هغه ملت چې د حیاء او عفت د ساتلو په خاطر یې د هېواد هره دره او هره لاره د آزادۍ او خپلواکۍ د مینانو په وینو سره ده، هغه ملت چې نن هم د خپلې حیاء او عفت د ساتلو په خاطر د خپلو هډونو او غوښو صدقه ورکوي خو په بدل کښې یې یو موټی بې معنا، بې مفهومه، بې تاریخه، بې ننګه، بې غیرته، بې شهامته، بې حیا، بې عفته، بې ستره، او بې پرتوګه لنډغر دیموکراتان د همدغه ملت پر سر لوبې کوي، او د خپلواک، ازاد او صادق ملت د ارادو تمثیل له دغسې بې حیا دیموکراتیک تیاتر څخه کوي.

هغه ښځینه دیموکراتانې، بې حیا وکیلانې چې ټول ملت ته معلومې دي چې دوی له کومه ځایه دیکتې کیږي، له کومه ځایه یې د بخار ماشین پسې اور لګول کیږي او څنګه ددغه عقیدتمند او غیرتمند اولس د بداخلاقۍ کندو ته د ورټیل وهلو کوښښونه کوي. همدا یو څو وکیلانې کله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوۍ قانون جوړوي کله د امن د کورونو د جوړولو طرحې وړاندې کوي او کله هم د نورو فحاشیو د ترویج پروګرامونه پرمخ بوځي او د هغو پروګرامونو فنډ همدوی ورکوي. تاسو به کله لیدلي وي چې همدوی د جنګي جنایتکارانو د محاکمې غوښتنه کوي خو داسې څوک پیدا نشول چې ورته ووایي: دا تاسو چې کوم بشري او اخلاقي جنایتونه ترسره کوۍ ددې محاکمه به له تاسو سره څوک کوي؟ دا تاسو چې لا تراوسه ودونه ندي کړي او ښکلي دنګ ځوانان مو د بای فرینډانو په نامه ساتلي، ددې محاکمه او سوال به له تاسو څخه څوک کوي؟ او تردې ور هاخوا، راځۍ ددغه پارلمان په لاسته راوړنو لږ غور وکړو چې دوی د خپل لس کلن قیمومت په موده کښې څه کړي دي؟ ددوی عمده لاسته راوړنې کومې دي او هغه لاسته راوړنې په رښتیا سره د ملت په اوږد مهاله ګټه تمامېدای شي او که نه؟

اقبال لاهوري ته دې الله تعالی لوړې درجې عطا کاندي، د شرق فیلسوف او د اسلام د دین ستر فکري مبارز وه، موږ ته یې ډېر پخوا هغه څه راپرېښي دي چې په رڼا کښې یې کولای شو خپله لاره په اسانۍ سره پیدا کړو. هغه ویلي دي:

خدا آن ملتی را سروری داد
که تقدیرش بدست خویش بنوشت

به آن ملت سروکاری ندارد
که دهقانش برای دیگران کشت

زموږ د پارلمان داړه ماران هغه خلک دي چې په توصیف به یې خولې ستړې شي، قاموسونه به خلاص شي، د ادب او ادبیاتو کتابونه به نور ددې جوګه نه وي چې دوی ته وړ او مناسب لغتونه پیدا کړي څو ددوی عالي شان پکښې وستایل شي! هر څومره که ووایو نو بیا هم کمه ده، او په یو ځل ددوی خلاصه کول هم تقاضا نده او دې بهیر ته به ادامه ورکوو. د امت مسؤولیت ددې خلکو پېژندل دي.
مننه

 

لیکوال: عبدالبصیر عتیقزی – کالم: امت – نن ټکی آسیا

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x