
غزل/ هدایت الله طلحه
هدایت الله طلحه
د غه هرڅه مخکې ليدلي موږ د زړه په سترګو
داچې ښکاره شول اوس يې وينې همدا ته په سترګو
چې يې د زړه له نظر تاوې د غفلت پردې وي
هغوی ته ښکاري رڼا ورځ هم توره شپه په سترګو
ها ړوند دجال او بندګان به د ځان حشر ګوري
چې د د مشق د منار وکړي نظاره په سترګو
چې د زړګي د وينو جام د عشق په اور تويوي
ايښې ژوندون ته د مرګي ده آئينه په سترګو
دلته چنګېز هلاکو خان شولو انګريز ريزمرېز
د کوه قاف توره بلا مو کړه ړنده په سترګو
چې د شهيد روح وړي له فرشه ځي ترعرشه پوري
مونږه ليدلې د ملکو قافله په سترګو
چې يې زموږ د حريم خواته بد نظر کتلى
زموږ ګوزار ته يې ويتنام کړلو رانجه په سترګو
(طلحه ) که خدای کول د سپين قصر له پاس به وينو
طالب جانان هسګه شمله سپينه جنډه په سترګو