افغانستان

سره صلیب په افغانستان کې خپل فعالیت وځنډاوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغه ۲۱، ۱۳۹۵ل): له هغه وروسته چې د سره صلیب مرستندویه موسسې شپږ تنه غړي په یوه وسلوال برید کې ووژل شول، دغه ادارې اعلان کړی چې په افغانستان کې یې خپل فعالیت ځنډولی دی.

ددغه ادارې اجرائیو مشرې ډومنیک رسنیو ته ویلي چې ددوی فعالیت د څه وخت لپاره بند سو، تر څو پوه شي چې څه وشول او ولي دغه پيښه را منځته شوه.

هغې وویل « مونږ به هر هغه څه وکړو چې کولای شو، تر څو په افغانستان کې فعالیت جاري وساتو».

تر اوسه هیڅ کومي ډلې په جوزجان کې د سره صلیب پر موټر د برید پړه نه ده اخیستی خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره د سره صلیب پر موټر د برید څخه انکار وکړ او وې ویل چې دغه برید په دوی پوري اړه نه لري.

باید وویل شی چې تېره ورځ د جوزجان ولایت په قوشتېبې ولسوالۍ په ترکمن قدوق سیمن کې د سره صلیب پر کاروان هغه مهال برید وشو کله چې په دغه ولایت کې د واورو ځپلو وګړو ته خوراکي توکي لیږدول. په برید کې د سره صلیب شپږ تنه افغان کارمندان وژل شوي او دوه تنه یې لا درکه دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په خپل لیږلي پیغام کې د پېښې عاملین «جنایتکاران» ګڼلي او زیاته کړې يې ده چې خپله ټوله هڅه کوي چې د پېښې عاملین پیدا او مجازات کړي.

بلخوا د جوزجان ولایتي چارواکي وايي چې ښايي داعش ته منسوبو وسلوالو دغه برید کړی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x