نړۍ

آیا بشار الاسد ریښتیا ګوزڼ وهلی؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغه ۲۱، ۱۳۹۵ل): له تېرو څو اونیو راهیسې عربي رسنۍ د باخبره سرچینو له قوله خبر ورکوي چې د سوریې ولسمشر بشار الاسد دماغي سکته کړې، یو لاس یې فلج دی او روغتیايي حالت یې سم نه دی.

مشهور سوریايي ژورنالیست او د الجزیرې خبریال «فیصل القاسم» د جنوري په ۲۹مه په خپلې ټویټر پاڼه د بشار الاسد رژیم ته چلینج ورکړ چې مشر یې د تلویزون په پرده راڅرګند شي او خلکو ته دې د خپلې روغتیا ډاډ ورکړي.

نوموړي زیاته کړې چې بشار الاسد دماغي سکته کړې او په دې اړوند کره معلومات په لاس کې لري چې د دماغي سکتې له کبله یې د بدن یو طرف فلج دی.

تر دې چلینج څو ورځې وروسته د سوریې رژیم اړ شو چې د بشار الاسد یوه لنډه ویډیو خپره کړي چې په کې نوموړی په یوې خونه کې له ناستو خلکو سره خبرې کوي.

که څه هم یو شمېر کتونکي یاده نیمه دقیقه ییزه ویډیو پخوانۍ ګڼي، خو د ځینو نورو لپاره بیا په همدې ویډیو کې د بشار الاسد کیڼ لاس چې تر پایه حرکت نه کوي، پوښتنې راټوکولي.

د الجزیرې خبریال فیصل القاسم همدا ویډیو د بشار الاسد د ناوړه روغتیايي وضعیت ښکاره ثبوت ګڼي او وايي چې بشار الاسد د خبرو پر مهال د پخوا پر خلاف یوازې ښی لاس ښوروي او کیڼ لاس یې د څوکۍ په غاړه ځوړوند پروت دی.

په اجتماعي رسنیو کې د بشار الاسد د دماغي سکتې مدعیان وايي چې په ویډیو کې د ناستو کسانو څخه یو تن د نوموړي کیڼ لاس ته ګوري او داسې معلومیږي چې د هغه د بې حرکته لاس په اړه اندیښمن دی.

دغه فعالان زیاتوي چې ویډیو یې له ښي اړخ څخه اخیستل شوې ترڅو د نوموړي په کیڼ اړخ د فلج د ناروغۍ آثار ونه لیدل شي.

له بلې خوا د سعودي «عکاظ» ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې تېره اونۍ د سوريې ګاونډیو هیوادونو په همدې باره کې غونډه درلوده او د غونډې مهمه اجنډا یې د بشار الاسد د دماغي سکتې موضوع وه. د یادې ورځپاڼې په وینا دغو هیوادونو د بشار الاسد د احتمالي ختمیدو وروسته د سوریې په راتلونکي وضعیت بحثونه کړی.

خو د سوریې وسلوال مقاومت د بشار الاسد موجودیت او عدم موجودیت په هیواد کې د مثبت بدلون لپاره چندان اغیزمن نه بولي او زیاتوي چې که هغه نه وي هم، کاري ټیم به یې خپلو جنایتکارانه کړنو ته د پخوا په څیر ادامه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سید

خی این قاتل هم مانند ولادمیر خامنه ای یک دسته و چنته شد. در دردش برکت

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x