
د کوثر تږي/ عبدالباقي مهاجر
عبدالباقي مهاجر
تږي تږي د کوثر یو تږي تږي
داچې تېر له مال او سر یو تږي تږي
د مرګي پر دروازه ځکه ور درومو
د سپیڅلي سپین سحر یو تږي تــږي
پرې کوو د تورو شپو د غیږو زری
د سبا او مازدیګر یو تږي تږي
په بارودو یو پوښلي انتظار کړو
و عُقبا ته په سفر یو تږي تږي
حق مسیر ته ورکوو د بدن وینې
شازلمي د خړ سـنګـر یـو تږي تږي
راته خـاندي له جنته سپینې حورې
پر سینه پـر ھر پرھر یو تږی تږي
عـبادت مو غـوره کړئ الجـهــاد دی
استشهاد د مست ډګر یو تږي تږي
(مهاجره) بس په درسته انقلاب کې
د زمریو د لښکر یو تږي تږي