زما خواهشات او د پلار مجبورې مې

لیکنه: محمد احسان  – ژباړه: نصیب رحماني

په هغه ورځ زه له کوره ووتم!

دومره غصه وم چې په غلطې سره مې د پلار بوټونه په پښو کړي وُ.

اراده مې وکړه چې له کوره لاړ شم.

او هغه وخت به بیرته راځم چې کله خپل هدف ته ورسیږم.

هدف مې زیات سرمایه داره کیدل او ځان مشهور کول وُ.

پلار چې مې یو نوی موټرسیکل نه شي راته اخستلای.

نو بیا زما د انجنیر کیدو خوبونه ولی ویني؟

نن مې له ځان سره د پلار بټوه هم راواخسته.

هغه چې تر ننه یې چاته په لاس نه ورکوله.

زه پوهیږم په دې بټوه کې به خامخا د پلار حساب ،کتاب وي.

دا خو به نن معلومه کړم چې پلار مې څومره دولت له ما او له موره پټ ساتلی ده.

ځکه تل به په دي سخت غصه کیده کله چې به چا د هغه د بټوې د کتلو کوښښ کاوُ.

څرنګه چې زه له کوره راووتم او په عام سړک روان شوم.

د پښې لاندنۍ برخه (تلي) کې مې د درد حس وکړ.

بوټ مې له پښې واستل که ګورم پښه مې وینې ده.

په بوټ کې بند میخ مې غصه نوره هم زیاته کړه.

او اراده مې غښتلې شوه چې نن به خامخا له کوره ځم.

چې ښه لري لاړم د پښو د لوندوالي حس مې وکړ.

په سړک اوبه راغلي وي.

ومې کتل د بوټ تلی مات او زما پښې پوره لندې شوي وي.

څرنګه چې ښار ته ورسیدم د بس په تم ځاي کې انتظار شوم.

تر څو بس راشي او له دي ښاره لري ولاړم شم.

له ځان سره مې وویل ته راشه دا بټوه خلاصه چې څه په کې دي.

او له دي رازه ځان خبر کړه.

بټوه مې خلاصه کړه په یوه سپین کاغذ مې سترګې ولګیدي.

کاغذ مې خلاص کړ که ګورم په کاغذ لیکلي دي.

(40000 )څلویښت زره روپۍ مې له فلانکي قرض اخستې د (لیپ ټاپ) لپاره.

لیکن؛ لیپ ټاپ خو کور کې یواځي زما سره ده.

یو بل کاغذ مې ولید چې په هغه کې مې پلار لیکلي وُ.

زما د خوښۍ په ورځ به زه ښه بوټ په پښو کوم.

ښه بوټ……

لیکن د هغه بوټ……

مور مې له تیرو څلورو میاشتو راهسي پلار ته ویل لاړ شه ځان ته دي ښه بوټ واخله.

خو پلار به مې ویل نه تر اوسه خو لا دا نوي دي .

او دا ( شپږ میاشتې) نور هم چلیږي.

خو زه پوه شوم چې د پلار بوټ به مې تر څو میاشتو نور وچلیږي.

دریم سپین کاغذ:

په هغه لیکل شوي و د زاړه موټرسیکل په بدل کې نوی موټرسیکل راولم .

د دغو رازونو په خبریدا مې په سر چکر راغی.

د پلار موټرسیکل….

ما د کور په خوا رامنډه کړه اوس مې پښه هغه میخ نه خوږوي.

کور ته په رسیدو سره نه پلار شته او نه هم د هغه موټرسیکل.

اه خدایه جلاجلاله….

زه پوه شوم چې پلار مې چیرته ده د موټرسیکلو تر فروشې مې ځان په منډه راورساوُ.

پلار مې هلته وُ.

له پلاره مې لاسونه تاو کړل.

پلار جانه! ما وبښه .

پلار حانه! ما وبښه.

زه نوی موټرسیکل نه غواړم.

په اوښکو مې د پلارګریوان هم لوند شو.

بس ته دي د ځان لپاره نوي بوټه واخله.

او له مانه د ځان په خوښه غټ سړی جوړ کړه.

او هغه هم ستا په طریقه…..

نوټ:

مور او پلار هغه دوه بانکونه دي.

په کوم چې اولاد هر ورځ دردونه او غمونه جمع کوي..

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د