افغانستان

د حزب غړي دې ټاکنو کې برخه اخیستو ته چمتو وي، اعلاميه

د انجینر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي ګوند د يوې اعلاميې په ترڅ کې خپلو پلویانو ته امر کړی چې باید راتلونکو ټاکنو کې رغنده رول ولوبوي او د هغه کانديد مخه ونیسي چې د امريکا پلوي او د نظامي اډو د ورکولو غوښتنه لري. په اعلاميه کې ويل شوي چې د حزب غړي باید د ولایتي شوراګانو لپاره هم د وړ کاندید ملاتړ وکړي تر څو ولايتي شوراګانو ته مناسب او صالح اشخاص بریالي شي. بل پلو په اعلاميه کې دا اعتراف هم شوی چې د امريکا په شتون کې ازاد او عادلانه انتخابات ناشوني دي

په اعلاميه کې د رابرټ ګیټس هغې خبرې ته اشاره شوې چې اوباما غوښتل د کرزي پر ځای بل کاندید بریالی شي. په اعلاميه هغه څوک د امريکا غلامان او د هيواد له سیاسي حالاتو نا خبره بلل شوي چې د حزب اسلامي د دغې پريکړې مخالفت کوي او وايي چې باید په انتخاباتو کې ګدون ونکړي. په اعلاميه د کوم مشخص کانديد د ملاتړ نه دي ويل شوي، ولې دومره په ډاګه شوې چې د هغه کانديد ملاتړ به کوي چې د امريکا مخالف وي. باید و ويل شي چې حکمتیار له دې مخکې په خپلو مرکو او اعلاميو کې دا خبره بیا بیا تکرار کړې وه چې تر څو په هيواد کې پردي پو ځيان موجود وي، په ټاکنو او حکومت کې به ګډون ونکړي. بل پلو په کابل کې د حزب اسلامي په نوم تر دوو زیات ګوندونه شته چې مشهور يې د خالد فاروقي او عبدالهادي ارغنديوال تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي. په دې وروستیو کې د حزب اسلامي يو بل مخور مشر انجینر قطب الدین هلال هم کابل ته ولاړ او ځان يې د ولسمشرۍ ټاکنو ته کانديد کړ. تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د ګلبدین حکمتیار پلويان به د چا ملاتړ وکړي خو د کتونکو په اند کیدای شي دغه ډله د قطب الدین هلال د ملاتړ فیصله وکړي. باید و ويل شی چې د حکمتیار په مشرۍ د حزب د سیاسي کميټې مشر ډاکتر غیرت بهیر د يو پلاوي سره څو ځل کابل ته د کرزي حکومت سره د خبرو اترو لپاره تللی و ، چې د کتونکو په اند کيدای شي له هماغه وخته يې دا پلان حوړ کړی وي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x