افغانستان

هلمند: امریکايي ځواکونو ملکي کورونه بمبار کړل او لسګونه افغانان یې ووژل

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغه ۲۲، ۱۳۹۵ل): په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو یو ځل بیا په هلمند ولایت کې د ملکي خلکو په کورونو او میشت ځایونو درنه بمباري کړې.

په دې بمبارۍ کې امریکایانو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۱ تنه عام افغانان وژلي او ټپیان کړي.

پېښه تېره شپه د یاد ولایت په سنګین ولسوالۍ کې رامینځته شوې. ویل کیږي چې د بمونو په نورو انواعو سربېره له B52 ډوله الوتکو څخه هم استفاده شوې له کومو څخه چې امریکايي ځواکونو په افغانستان د پوځي برید په لومړیو کلونو کې زیاته استفاده کوله.

د راپورونو سره سم د هلمند د تېرې شپې په بمباریو کې امریکایانو له یوه کور څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ تنه وژلي او په بل کور کې يې له ۹ تنو څخه ژوند اخیستی چې ۷ یې ښځې او ماشومان دي.

د بمباریو په دوران کې یو مسجد هم په بشپړ ډول ویجاړ شوی او دوه تنه په کې وژل شوي.

که څه هم امریکایانو د ۲۰۱۵م کال له پیل سره په افغانستان کې خپل پوځي عملیات ختم اعلان کړي خو عملا یې د پوځي عملیاتو په بهیر کې د کمښت څرک نه لیدل کیږي او وخت په وخت یې په افغانانو د بمباریو راپورونه ورکول کیږي.

د تېر نومبر په میاشت کې امریکايي ځواکونو د کندز ښار په بزکندهاري سیمه کې د ملکي خلکو کورونه بمبار کړل او شاوخوا ۴۰ تنه افغانان یې ووژل. هغه مهال ارګ د یوې محتاطې اعلامیې په ترڅ کې د یو تحقیقاتي هیئت د ګومارنې خبر ورکړی و، خو د سنګین د تېرې شپې پېښه په داسې حال کې رامینځته کیږي چې د دریوو میاشتو په تېرېدو لا هم د بزکندهاري په بمبار کې د ارګ د تحقیقاتي هیئت د څیړنو درک نه شته.

د یادونې وړ ده چې د واټسن موسسې لخوا په ۲۰۱۵م کال یوه احصائیه خپره شوې وه چې پر اساس یې د بهرنیو ځواکونو په بمباریو او هوايي بریدونو کې سل زره (۱۰۰۰۰۰) بې ګناه ملکي افغانان وژل شوي دي.

تر اوسه د هلمند ولایت د تېرې شپې د بمباریو په اړه نه امریکايي ځواکونو او نه هم افغان دولت څرګندونې کړي، خو طالبانو د امریکایانو دغه بمباري په کلکه غندلې او هغه یې د «اشغالګرو» وحشت او جنایت بللی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x