نادري ناولده

پر لومړي ځل ښځېنه پولیسه د کابل د لومړۍ حوزې امره وټاکله شوه

نن ټکی آسیا: د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي ، چې د افغانستان د پولیسو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځېنه پولیسه د کابل د امنیه قومندانۍ د لومړۍ حوزې د امرې په توګه ټاکل شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي،چې دا ښځینه پولیسه د کورنیو چارو وزارت د وزیر له لورې د کابل د امنیه قومندانۍ د لومړۍ حوزې د امرې په توګه معرفي شوې ده.
دا ښځینه پولیسه جمیله بیاض نومېږي ، تېره ورځ د کابل د لوړپوړو امنیتي چارواکو په حضور کې خپلو مامورینو ته ور وپېژندل شوه او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.  
د کابله امنیه قوماندان محمد ظاهر ظاهر د نوموړې پر ټاکل کېدا خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د لومړۍ حوزې د امرې په توګه د مېرمن جمیلې ګومارنه او ټاکنه یو بې ساری او له ویاړه ډک اقدام دی چې د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه له لورې اخستل کېږي.
ښاغلي ظاهر له خپل مشرتابه څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د پولیسو په لیکو کې د ښځو د ګډون او رول څخه به په ټېنګه ملاتړ کوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم په دې باب له رسنیو سره د خبرو پر مهال څرګندونې وکړې او د ښځينه پولیسو د شمېر او رول پر زیاتېدا یې ټينګار وکړ.
سمونوالې جمیلې بیاض هم د کورنیو چارو له وزیر، د کابل له امنیه قومندانۍ او نورو اړوندو چارواکو د مننې ترڅنګ هغوی ته د هر اړخیزې همکارۍ او خدمت ډاډ ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x