شعـــــرونه

طالب جان/ عاکف مهاجر

عاکف مهاجر

وړوکې خور په دروازه ولاړه
لاس کې اوبه وله وړه ولاړه
ویلې لالا پسې اوبه شیندمه
لاس په دعا مخ په قبله ولاړه

مور یې له سترګو ملغلرې توی کړې
له نورو پټې یې لږ لرې توی کړې
زر یې پلو باندې کړې سترګې وچې
یو څو یې نورې زورورې توی کړې

ویل یې ځویه دي غربیان راغلي
د کلي سرته خارجیان راغلي
دغه ټوپک واخله یواځې مه ځه
یو څو نا ترسه اربکیان راغلي

هغوی دې نه پیژني ندې وژني
نه ور معلوم یې نو په څه دې وژني
هغه ستا ورور هغه افغان درښیم
هغه ته وایي په هغه دې وژني

ګوره بچیه مخکې وار ونکړې
ته چې تر مخه پرې ګوزار ونکړې
هغه ناپوه ده هغه نه پوهیږي
خو که یې ویشتلې خطا وار ونکړې

زلمی روان له ژونده نده خبر
دا نا خبره خوار په څه ده خبر
طالب سړی له مدرسې راغلی
نه یې په بد او نه په ښه ده خبر

یوه افغان ورته کمین نیولی
ټوپک په لاس کې یې سنګین نیولی
معصوم طالب د بل په امر وژني
دا یې ګناه ده چې یې دین نیولی

خارجیان لرې له صحنې یې څاري
هغه له پاس جګې نقطې یې څاري
د څو پیسو په سر نن ورور پرې وژني
دوی تماشې کوي جګړې یې څاري

طالب کمین ته ناخبره راغی
له پاسه وار پرې نا ببره راغی
مرمۍ تر څنګ یې په دیوال کې بنده
پرې بل ګوزار له جګه سره راغی

ورته د مور هغه خبره یاد شوه
هغه ټپه هغه سندره یاد شوه
په ورور دې وژني دوی دې نه پیژني
ها قیمتي ها ملغلره یاد شوه

یوه غلام ازاد غلام بللو
تور یې د کلي او د قام بللو
خپله وو خرڅ ورته ټول خرڅ ښکاریدل
سړی خپلواک یې اوس بدنام بللو

طالب له ډیرو خطرونو تیر شو
له څو ټاپو او څو نومونو تیر شو
د حق دفاع یې بیا هم پرېنښوده
دشتې ته لاړ له محلونو تیر شو

اوس په نړی کې لکه لمر یادیږي
د هر باطل مخې ته سپر یادیږي
هر څوک یې نوم په احترام یادوي
هر سړي خور ته اوس خطر یادیږي

دا غولیدلی به خدای هم پوه کړي
دا خدای وهلی به خدای هم پوه کړي
بیا به طالب په طالب جان یادوي
عسکر ناولی به خدای هم پوه کړي

ها د وړې ماشومې ورور به راشي
دلته به واک کړي ښه په زور به راشي
راوړي عاکفه ازادي به مونږ ته
رڼا به راوړي له هر لور به راشي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جنید بغدادی

ماشاء الله
په قلم دې برکت شه
ښه شعر دي لیکلی دی داسې شعرونه باید ولیکل شي ځکه دا تاریخي اهمیت لري او ددې زمانې یادونه له ځان سره د تاریخ حافظي ته سپاري

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x