دیني، سیرت او تاریخ

غسل اړوند اووم درس

احمد الله عاطفي
جنابت ځینې اعمال حراموي
جنابت په حالت کې پنځه شيان منع بلکه حرام دي.
۱ – لمونځ کول (فرض ،سنت، نفل، اختر لمونځونه او …)
۲ – په مسجد کې درنګ کول.
۳ ـ دبیت الله طواف.
۴ – دقرآنکریم تلاوت.
۵ ـ قرآنکریم ته لاس وروړل او حملول.
(مراقی الفلاح، احسن الفتاوی،خیر الفتاوی او…)
پرته له ذکر شویواعما لو، نور روا او مباح چاري، روا دي، خو غوره نه.
وقال الله تبارک وتعالى: وَإِنْ كُنْتُمْ جُنُبًا فَاطَّهَّرُوا (المائدة:۶)

دالله سبحانه وتعالی حکم دی چې جنب شوئ،ځان ښه پاک کړئ(غسل وکړئ)،که اوبه نه وي او یانور معاذیر(سفر،ناروغۍ او…) تیمم ووهئ، دا حکم دی چې دجنابت نه پاکوالی ترلاسه کړئ، که دجنابت په غسل کې دمعاذیرو په بنأ وروسته والی راغی، دناستې، ولاړې،خوراک او خوب لپاره،غوره دی چې داسي اودس وکړئ ،څرنګه چې لمونځ لپاره اودس کوئ .

په ذکر شویو حالتونو کې اودس عبادت دی اوهم دپاکوالي احساس چې ثواب پرې مرتب کیږي ،خو فرض او واجب نه دی.
عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ : كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا كَانَ جُنُبًا فَأَرَادَ أَنْ يَأْكُلَ أَوْ يَنَامَ تَوَضَّأَ وُضُوءَهُ لِلصَّلَاةِ.(رواه:مسلم)
ژباړه: دسیدنا حضرت ام المومنین عایشه صدیقه(رضی الله عنها) نه روایت دی،چې فرمايې: درسول الله(صلی الله علیه وسلم) طریقه وه چې دجنابت په حالت کې دخوراک اوخوب اراده وکړه،داسي اودس ئ تر سره کاوه ،څرنګه ئې چې لمانځه لپاره اودس کوو.

حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) عادت مبارکه و،چې کله غسل ورباندې واوښت، غسل ئې تر سره کو،که ځينې وختونه دمعاذیرو په بنا دجنابت غسل کې وروسته والی رامینځ ته شو، دخوب او یا نورواموراتو لپاره ئې بشپړ اودس کو، چې دا فعل د رسول الله(صلی الله علیه وسلم) مونږ لپاره رحمت او ستر سهولیت دی، خو پام مو وي چې دتوان او لاس رسی په حالت کې دسستیا او بي پروائې په نسبت دجنابت په حالت کې پاته نشئ،چې درحمت پرښتې جنوب ته نه نږدي کیږي.

عَنْ عَمَّارِ بْنِ يَاسِرٍ رضي الله عنهما: قال رسول الله(صلی الله علیه وسلم): ثَلَاثَةٌ لَا تَقْرَبُهُمْ الْمَلَائِكَةُ جِيفَةُ الْكَافِرِ وَالْمُتَضَمِّخُ بِالْخَلُوقِ وَالْجُنُبُ إِلا أَنْ يَتَوَضَّأَ ( رواه أبو داود)
رواية البيهقي لهذا الحديث في سننه ،وفيه ثَلاَثَةٌ لاَ تَقْرَبُهُمُ الْمَلاَئِكَةُ بِخَيْر.

وأخرجه الطبراني ، ولفظه : إن الملائكة لا تحضر جنازة كافر بخير ، ولا جنباً حتى يغتسل أو يتوضأ وضوءه للصلاة ، ولا متضمخاً بصفرة.

ژباړه: سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) فرمايې: دري ډوله خلکو ته پرښتې (رحمت ملایکې) نه نږ دې کیږي، دکافر مړي ته،په هغه خوشبو لږ ونکي چې دزعفران رنګ ئې ورسره ګډ کړی وي(ښځو سره ئې مشابهت غوره کړی وي) او جنوب ته مګر چې په هغه صورت کې چې اودس وکړي.

همدا مبارک حدیث سنن بیهقي په روایت: دي دري ډلو خلکوته پرښتې دخیر په نیت نه نږ دې کیږي، او طبراني روایت
دی: چې پرښتې دکافر جنازي ته په خیر نه حاضریږي اونه جنب ته تر هغي،چې اودس ئې نه وي کړی ،داسي اودس چې دلمانځه لپاره ئې تر سره کوي او نه هغه څوک(نارینه) چې دژیړ رنګ ئې په ځان مږلی وي( ځان ئې سینګار کړی وي لکه دښځو).
دحدیثو شارحین فرمايې: جنب ته مناسب او غوره دی چې دغسل په تر لاسه کولو کې زیار او عجله وکړي اوپاکوالی ترلاسه کړي،که دمعاذیرو په بنأ په غسل کي وروسته والی راځي، بهتره دی چې وړاندي له مباشرته(جماع)،خوراک،څخاک،خوب او… بشپړ اودس وکړي،خو دااودس فرض نه بلکه مستحب دی،یعنې جنب دا ټولې چاری دجنابت په حالت کې هم تر سره کولای شي،خو غوره او ثواب په دی کې دی چې په اودس سره ئې تر سره کړي،دپرښتو له نږدیوالي اویا دویته دراتګ په اړوند شرحه کوي چې دخیر اوبرکت پرښتې نه راځي ، کرام الکاتبین ،خوپه هر حالت او هر چا سره وي،او همدا راز دکافر قبرته درحمت ملایکي نه راځي د پوښتنو لپاره،لکه څرنګه ،چې صحیحینو روایت دی: عَنْ أَبِي طَلْحَةَ : عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : لَا تَدْخُلُ الْمَلَائِكَةُ بَيْتًا فِيهِ كَلْبٌ وَلَا صُورَةٌ.

نه داخلیږي پرښتې په هغه کور کې چې سپی او تصویر پکې وي مطلب دادی چې درحمت او برکت ملایکي نه داخلیږي اونه دخیر او بخښنې دعا کوي ،حفظه پرښتي خو له انسان سره په هر حال کي ملګرې وي، کرام الکاتبین،خو په اعمالو او وینا دثبت او لیکلو ماموریت لري،چې هیڅکله خپله دنده نه پریږدي. والله اعلم.

د جنابت په حالت کې ماشوم ته تی يا شېدې ورکول باک نه لري ځکه په دې باره کې شرعي ممانعت نشته ، په اوداسه سره دا دنده تر سره کول برکت ،فضیلت او ښه راتلونکی لري، ان شاألله.

همدا ډول هغه اعمال چې دجنوب لپاره نا روا دي دحایضې او نفاسې لپاره هم په یو څه توپیر منع دي،تفصیل ئې دحیض په درس کې مطلعه کړئ.

نور بیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x