نظــر

د راديو تاریخ ، منفي او خطرناک اړخونه

د نړیوالو جنګونو پر محال د راديو نه څنګه کار اخیستل کیده.

(یوه جالبه او په زړه پورې لیکنه)

ليک او څيړنه : محمد اسماعيل زاهد

چې کله سائنسدانانو داسې څپې وموندلې چې د تارونو په ذريعه فضا ته تلې نو دوي د ټيليفون او ټيليګراف نه علاوه په يوه داسې ايجاد سوچ شروع کړو چې تار ته اړتيا ونه لري. دا خيال د دوي ذهن ته راغی او په هغې ئې کار وکړو نو نتيجه ئې په ۱۸۶۰ شاوخوا کلونو کښې د راديو په شکل کښې مخې ته راغله .

ښه نو يو خو د راديو تخنيکي اړخ دي , لنډې څپې , منځنۍ څپې او نور راديوئي جوړښت ليکن زه دلته ستاسې پام په انساني ژوند کښې د راديو رول او کردار ته را اړوم .

چې کله راديو اختراع شوه نو هغه وخت د امريکا او اروپائي ورځپاڼو او اخبارونو د مالکانو د نني وخت د لويو چارواکو نه زيات حيثيت درلود . د راديو اولني استعمال د عسکري او جنګي مقصدونو د حاصلولو لپاره وؤ . چې کله راديويي خپرونو په نړۍ کښې وده شروع کړه نو په هغه زمانه کښې په روسيه کښې انقلاب راغلي وؤ او بغاوت روان وؤ .

په وړومبي ځل په مخکنيو خطونو کښې د جنګيدونکو عسکرو او د دوي شاته د جنرالانو د يو بل سره د اړيکو لپاره د وائرلس او راديو استعمال شروع شو . دغه شان په اوله نړيواله جګړه کښې هم راديو په عسکري توګه استعمال شوه. بيا سياسيونو او نظاميانو پدې غور وکړو چې دا خو مونږ د پروپاګند او تبليغاتي دستګاه په توګه هم استعمالولي شو. چې کله المان راديو جوړه کړه او هټلر په راديو تبليغات شروع کړه نو اروپائي متحدين پدې حيران وؤ چې د دوي سره څه وشول ځکه چې هټلر په انګريزي ژبه هغه خبرې کولې چې په هغې انګريزان ,فرانسويان او روسيان پوهيدل . نو د دغو تبليغاتو خلاف په ۱۹۲۲ کښې بي بي سي راديو جوړه شوه چې په ۱۹۳۲ کښې ئې د ګرين سروس green service په نوم نشريات کول او بيا وروسته په ۱۹۳۹ کښۍ د بي بي سي د نړيوالو خپرونو نوم ورکړل شو.

دغه رنګ چې کله امريکا په دويم نړيوال جنګ کښې د اتحادي پوځونو سره يو ځاي په اول وار د المان خلاف ودريده نو يوه راديو ئې د امريکا غږ په نامه جوړه کړه چې د جوړيدو مقصد ئې د امريکا او پلويانو په طرفدارۍ پروپاګند وؤ . دغه شان په ۱۹۴۸ کښې د ماسکو راديو د شوروي اتحاد په طرفدارۍ نشريات پيل کړل او بيا په ۱۹۵۶ کښې د راديو پري يورپ په نوم راديو ليبرټي خپل کار د امريکا د سي آئ اې او د امريکا د رياستي ارګانونو په مالي مرسته پيل کړل چي يو څو بيلګې ئې د مشال او آزادۍ راديو په نومونو شايد تاسې پيژنۍ .

په دويم نړيوال جنګ کښې روسيه , انګلستان , امريکا او فرانسه يوې خوا ته او المان او جاپان بل لوري ته وؤ خو چې کله دغه جنګ ختم شو نو په شوروي اتحاد کښې چې کوم کميونستي نظام وؤ هغه د غربي پانګه ايز نظام په ضد وؤ . د دواړو نظامونو مثال د اور او اوبو وؤ . کميونيزم د سرمايه دارو خلاف جوړ شوي وؤ او ټولې غربي نړۍ سره چې کوم دولت او پيسې وې هغوې ته خطره محسوسه شوه .

چې کله المان او جاپان ته د اتوم بم په وجه شکست ورکړي شو نو د شوروي اتحاد مشر جوزف ستالين داسې و انګيرله چې هغه خو يې ووژل اوس زمونږ وار دي ځکه چې د دوي اصلي مقابله خو زمونږ سره ده نو ستالين خپل سائنسدانان راغونډ کړل او ډيره سختي ئي ورسره وکړه او بيا په ۱۹۴۹ کښې شوروي وتوانيدو چې هائيدروجن بم جوړ کړي کوم چې د اتوم نه څو چنده خطرناک دی. د دې نه پس امريکا او متحدينو ته ئې دا اندازه وشوه چې که جنګ کوؤ نو شوروي به راباندي اتوم استعمال کړي نو د دغه وخت نه پس د امريکا او شوروي اتحاد تر منځ د لفظونو جنګ شروع شو سوړ جنګ , سړه جګړه (cold war) هم ويلې شي. دا د رسنيو جنګ وؤ يعني پدې جنګ کښې مرکزي رول رسنيو تر سره کړي وؤ. د امريکا او اروپا کوشش وؤ چې خلک د ماسکو خبري وانه وري نو بي بي سي په شپږ ديرشو ژبو نشريات شروع کړل . امريکا غږ او المان غږ هم په ډيرو ژبو خپرونې پيل کړې. مسکو هم خپرونې زياتې کړې چې زيات نه زيات خلک د شوروي طرفداري وکړي.

مونږ وليدل چې د ۱۹۵۰ د سر نه شروع شوې جګړه په ۱۹۹۱ کښې هغه وخت پائ ته ورسيده چې کله شوروي اتحاد په څو حصو وويشل شو .

دلته چې کومه غټه مسئله پيښه شوه هغه د اسلامي نړۍ د کيپيټلسټو (د سرمايه دارۍ د سيسټم) سره ملګرتيا وه. د سوريې او يمن نه علاوه سعودي عربستان , ايران , پاکستان , ترکيه , عربي عمارات, قطر , کويت او مصر ټول د امريکا سره ودريدل ځکه چې د امريکا دا شعار وؤ چې شوروي سور کافر دي د هغه ختمول پکار دي . مسلمانانو مونږ عيسايان هم اهل کتاب يو او تاسې مسلمانان هم اهل کتاب يۍ- چې کوم اصلي کافر دي هغه کميونست دي او بيا مونږ وليدل چې په افغانستان کښې جنګ وشو او هغه جهاد لا تر ننه ختم نه دي.
او نن صبا مونږ د يوې نوې تبليغاتي جګړې شاهدان يو چې راديو ورکښې مرکزي رول لري .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

اواوس مهال هم چی سومره رادیوګانی دی نوری رسنی دی ټولی تبلیغاتی بڼه لری چی اکثره یی پردی کلتور ته کارکوی که دارسنی اوداخلی چینلونه اورادیوګانی خپل اصلی مسولت وپیزنی نو یوډیره لاسته راړنه به ولری خوافسوس چی زیاتی یی پردی دی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x