نظــر

ملکي تلفات/ بدر منصور

بدر منصور
دا خبره طبیعي ده چې په جنګ کې د جنګ د دوو اړخونو تر څنګ په کم تعداد سره ملکي کسان هم وژل کیږي ، خو د ملکي کسانو ژغورنه د جنګیالو د بري سبب کېدای شي او د هغوی وژنه د جنګي اړخ د شکست او ناکامۍ سبب کېدای شي ؛ دا ځکه چې ملکي کسان د هغه چا ملا تړي چې د دوی د سر او مال حفاظت کوي او د هغه چا سره د دښمنۍ طرف نیسي څوک چې د دوی په وژلو کې بې پروا وي.

تاسې به د افغانستان په روانه جګړه کې د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما دفتر کلنی راپور هم اورېدلی ، لیدلی او لوستلی وي چې د ملکي کسانو ۶۱٪ یو شپېته سلنه تلفات طالبانو ته راجع کوي ، فقط ۲۴٪ سلنه صليبي اشغالګرو او د کابل ادارې ته راجع کوي چې په هغه کې هم د تلفاتو سبب طالبان ګڼي.

اوس پوښته داده چې یوناما بې طرفه او واقعي را پور نشروي ؟ ایا یوناما د امریکایانو د خوښي پرته راپور خپروی شي ؟ یوناما چیرته او څنګه راپور جوړوي ؟ د دوی په راپورونو تر کومه حده باور کېدای شي ؟ د دوی راپور افغان ولس ته د منلو دی ؟

که حقیقت ته وګورو او د افغان ولس خولې او خبرو ته اعتبار ورکړو ، دا به ثابته شي چې د یوناما راپور بې طرفه نه ، یک طرفه دی ، دوی خپل کلنی راپور له امریکایانو او د کابل ادارې څخه اخلي ، دوی د امریکایانو د اجازې پرته د یوې ورځې د راپور اجازه هم نه لري چې نشر یې کړي ، د دوی راپور افغان ولس ته د اعتبار او منلو نه دی.

په افغانستان کې د صلیبي یرغل د راتګ سره سم د امریکایانو او د دوی افغانو غلامانو له خوا بې درېغه د ملکي افغانانو وژنه ، ټکونه او ژوبله پیل شوه آن تر ننه روان دي ، امریکایانو پر کلیو ، ښارونو ، ودونو ، جنازو ، غونډو او د ملکي کسانو د تجمع پر هر ځاي بمبارونه وکړل ، ډېری ملکي افغانان یې د تروریزم په تور وحشي زندانونو ته ولېږل.

دا اوس د امریکانو او کابل ادارې له خوا په ټول افغانستان کې د ولسي افغانانو سره سخت وحشت روان دی ، د افغانانو قتل عام شروع دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x